سنرایزرز حیدر آباد مومبیي انډینز ته سخته ماتې ورکړه/ د آی پي ال دولسمه سیالۍ

 
  د دوشنبې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د وري (حمل) دېرشمه، چې د ۲۰۱۶ زېږدیز کال د اپرېل له اتلسمې نېټې سره برابره وه، د هند غوره لیګ ( آی پي ال ) دولسمه سیالۍ د مومبیي انډینز او سنرایزرز حیدر آباد لوبډلو ترمنځ د هندوستان د حیدر آباد په ډېسکن نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
  د لوبې پچه د سنرایزرز حیدر آباد کرکېټ لوبډلې، لوبډل مشر ډېوېډ وارنر وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه .
  د مومبیي انډینز کرکېټ لوبډلې د ۲۰ اورونو په لوبولو او د خپلو ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۲ منډې جوړې کړې، چې سیالې لوبډلې ته یې د ۱۴۳ منډو هدف وټاکه .
  د سنرایزرز حیدر آباد کرکېټ لوبډلې د ۱۷/۳ اورونو په لوبولو او د خپلو ۳ لوبغاړو په سوځېدو ټاکلی هدف په ډېرې آسانۍ ترلاسه، چې د مومبیي انډینز لوبډلې ته یې د ۷ وېکټو او ۱۵ توپونو په توپیر ستره ماتې ورکړه او د لوبې بریایې په خپل نامه کړه .
  د سنرایزرز حیدر آباد لوبډلې له لوري د یادې لوبډلې، لوبډل مشر ډېوېډ وارنر ډېره ښکلې، په زړه پورې او برید کوونکې توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه، چې نوموړي په ۵۹ توپونو ۹۰ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، چې په منډو کې یې ۷ څلوریزې، ۴ شپږیزې شاملې وې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د مومبیي انډینز او سنرایزرز حیدر آباد د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د مومبیي انډینز د توپ وهنې برخه :
۱ ـــ مارټین ګوپټیل په ۴ توپونو ۲ منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
۲ ـــ پارتیو پټېل په ۱۲ توپونو ۱۰ منډې جوړې کړې، ۲ څلوریزې یې ترسره کړې او بولډ اوټ شو .
۳ ـــ امبټي رایډو په ۴۹ توپونو ۵۴ منډې جوړې کړې، ۳ څلوریزې، ۲ شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
۴ ـــ روهیت شرما په ۸ توپونو ۵ منډې جوړې کړې او په منډه کې وسوځېده .
۵ ـــ جوس بټلر په ۱۱ توپونو ۱۱ منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
۶ ـــ کرونل پانډیا په ۲۸ توپونو ۴۹ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، ۳ څلوریزې او ۳ شپږیزې یې ترسره کړې .
۷ ـــ هاردیک پانډیا په ۵ توپونو ۲ منډې جوړې کړې او بولډ اوټ شو .
۸ هربجن سېنګ په ۳ توپونو، یوه ناسوځېدلې منډه جوړه کړه .
د مومبیي انډینز د توپ اچونې برخه :  
۱ ـــ ټایم صوتي ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۴ منډې یې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې وسوځول .
۲ ـــ میچیل مکلینا ګن ۳/۳ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۳۳ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۳ ـــ جسپرېټ بومرا ۳ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۱۹ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۴ ـــ هر بجن سېنګ ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۳۸ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۵ ـــ هاردیک پانډیا ۳ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۹ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
د سنرایزرز حیدر آباد د توپ وهنې برخه :
۱ ـــ ډېوېډ وارنر په ۵۹ توپونو ۹۰ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، ۷ څلوریزې، ۴ شپږیزې یې ترسره کړې .
۲ ـــ شیکر دوان په ۴ توپونو ۲ منډې جوړې کړې او بولډ اوټ شو .
۳ ـــ مویسېز هېنریکیوس په ۲۲ توپونو ۲۰ منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
۴ ـــ این مورګن په ۱۲ توپونو ۱۱ منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
۵ ـــ ډیپک هوډا په ۹ توپونو ۱۷ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، ۲ څلوریزې یې ترسره کړې .
د سنرایزرز حیدر آباد د توپ اچونې برخه :
۱ ـــ بونېشور کومار ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۱۷ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
۲ ـــ باریندر سرن ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۸ منډې یې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې وسوځول .
۳ ـــ مویسېز هېنریکیوس ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۳ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۴ ـــ مصطفیزور رحمن ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۳۲ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
۵ ـــ بیپول شرما ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۴۰ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .