
ژباړه او زياتونه: سمېع الله پام
د سياسي موخو ترڅنګ يهوديان له ډېرې مودې راهېسې هڅه کوي چې مسلمانان د خپل دين تر اغېز لاندې راولي او پرېږنه دي چې دا ويښ او واحد ملت په خپلو کې يو شي او نړۍ يوواربيا د خپل قاعدت او واک لاندې راولي، د دې لپاره چې يهوديان دې سترو سياسي او ديني موخو ته ورسېږي خپل فعاليتونه له بېلابېلو لارو او ډول، ډول نومونو سرته رسوي؛ چې يو ستر فعاليت ئې هم د مسلمانانو په دوهم لوی مذهبي مرکز (بېت المقدس) د اسرائلو نامشروع دولت جوړول دي؛ که څه هم برتانيه په نړيواله جګړه کې د خپلې غاړې او د خپل اړخ د قوي کولو په خاطر د اسرايلو د حکومت ننګه کوله خو دينې مقاصد ئې هم دوهمه موخه وه؛ د اسرائلو دولت جوړول د يهوديانو يو خوب او يو ستر ارمان و؛ په (۱۸۸۱ ز) کال کې د يهوديانو لومړۍ ډله فلسطين ته لاړه او هلته ئې د عربانو او د عثماني ترک د واکدارانو څخه ځمکې واخېستې، او په همدې ترتيب سره به ډله، ډله د فلسطين خاورې ته تلل آن تر دې چې په (۱۹۱۴ ز) کال کې د يهوديانو شمېر تر (۴۰۰۰۰) ورسېده، او دا لړۍ بيا د لومړۍ نړيوالې جګړې په دوران کې تر (۷۵۰۰۰۰) تنوو ته ورسېده،
(تئودور هرتزل) چې يو اتريشي يهودي او د (صهېونيسم) ډلې بنسټګر هم و؛ په (۱۸۹۶ز) کال کې ئې د (د يهودو وطن) په نوم کتاب وليکه؛ چې په کې د يو يهودي دولت د جوړېدو غوښتنه شوې وه؛ او دا هېله ئې يو څه پوره هم شوه؛ ځکه د برتانيا په مستقيمه لارښونه ئې د فلسطين په خاوره کې مېشت ځايونه جوړ کړل او د هغه ځای هستوګڼ شول، په (۱۹۱۷ ز) کې د برتانيا د بهرنيوو چارو وزير (آرتور ج. بالفور) د (صهېونيسم) ډلې سرپرست (لرد روچيلد) ته يوه اعلاميه ولېږله چې په اعلاميه کې ليکل شوي وو ((انګرېزان په فلسطين کې د يهودو د ملي ټاټوبي له جوړېدلو څخه ملاتړ کوي.)) خو عربان هم په کراره نشول او د يهودو پر ضدئې سخت فعاليتونه پېل کړل د دواړو خواو څخه ګڼ شمېر کسان مړه او ژوبل شول تر دې چې ملګرو ملتونو د رائو په اکثريت داسې پرېکړه وکړه چې فلسطين به په دوو مساوي برخو وويشي او بېت المقدس (اورشيلم) به د ملګرو ملتونو دنظارت لاندې وي خو عربانو هېڅ ډول د يهوديانو حکومت نشو منلای، که څه هم بېت المقدس د ملګرو ملتونو د رائو داکثريت له مخې داسرايلو په ولکه کې نه و خو ملګرو ملتونو د غربي نړۍ د فشار له وجې يوه اړخيزه او نامنلې کړنه ترسره کړه چې د اسرايلو مرکز ئې له (تل آويو) څخه بېت المقدس ته انتقال کړ چې تر اوسه هم دا نامنل شوې کړنه د مسلمانانو لپاره د منلو وړ نه ده او يوازې اوسنۍ بدمعاشې امريکا دا پرېکړه په رسميت پېژندلې او خپل سفارت ئې بېت المقدس ته انتقال کړی، البته اوس د اسرائلو پلازمينه په طلابيب کې ده. خو برتانيا او د شوروي اتحاد جماهرو لومړني دوه هېوادونه وو چې د اسرايلو حکومت ئې په (۱۹۴۸ز کال – (۱۳۲۴ ل) کې په رسميت وپېژنده،
خو د فلسطين مسلمانانو هېڅکله هم د يهودو دې نامشروع پرېکړې ته غاړه کېنښوده او تل ورسره د جګړې په ډګر کې دي، که څه هم د اسرايلو حکومت ته د نړۍ ټول يهوديان پېسې، وسلې او نور امکانات برابروي خو د فلسطين مظلوم ملت ئې يوازې په کاڼو او تېږو د هغوی مخنيوی کوي، د اسرائيلو بې رحمه عسکر په فلسطيني ماشومانو د راکټ، تفنګچو او ماشينو ګولۍ وروي خو د فلسطين مسلمانان ورته په پاکه جذبه د کاڼو به ګوزارونو ماتې ورکوي، او زيات وخت چې جګړه پېل شوې وي نو اسرائيلو پکې ماتې خوړلې وي، سره له دې چې ګڼ شمېر مسلمانان پکې شهيدان کېږي خو بيا هم بريا د دوی په برخه وي،
داچې په فلسطين کې پر ديني اساس جګړه روانه ده او د نړۍ ټول يهود د اسرائلو دولت تقويه کوي؛ نو مسلمانانو ته هم په کار ده چې د يهودو په مقابل کې يو قوي دريځ ولري او د خپلې دينې وجيبې د ادا کولو لپاره د هر مسلمان سره مرسته وکړي، په ځانګړي ډول د سعودي عربستان دولت ته چې ټول مسلمانان ورته ځانګړی احترام لري بايد د فلسطين د خلکو ملاتړ وکړي او اسرائلو ته نوره اجازه ورنکړي چې د فلسطين په خاوره کې فلسطيني مسلمانان ووژني.
په دې هېله چې د نړۍ مسلمانان په يو غږ او په يو لاس د يهودو نامشروع او نامنلې دسيسي له منځه يوسي او په ټوله نړۍ کې د امن د دين وړانګې خپرې شي