د رسنیو منفي تبلیغات


کله چې د یو شمېـر پروژه یي رسنیو زهـرجن تبلغات اورو داسې ګومان کوو چې سهار له خوبه را پاڅو هيڅ به نه وي پاتې ، او افغانستان به بیرته د ۱۹۹۲ کال تنظیمي ناتار وختونو ته ورستون شوی وي . څه موده دمخه مې د یوه خصوصي تلویزیون یوه خپرونه لیدله ، د یوه سرحدي ولایت په ولسوالیو کې یې جوړه کړې وه ، خوښه مې شوه . د کلیو خلک د دې وطن په راتلونکې باوري و ، له ژونده تر ډېـره بریده خوښ برېـښـېـدل ، په ځان او خپلو امنیتي ځواکونو یې پوره ډاډ و . له ځان سره مې وویل : دا څوک دې چې په دې وطن کې د ورانیو او بې امنیتۍ تبلغات کوي دا څوک دي چې د نظام د سقوط خبرې کوي ؟ دا څوک دې چې په خپلو ملي امنیتي ځواکونو بې باوره دي او د دوی سرښندونو ته په کم نظـر ګوري .
خبره تر ډېـره برېـده سپیـنه ده ، دا هغه خلک کېدای شي چې ټول عمر یې د اوبه خړي کړه او کبان ونیسه ، تر فرمول لاندې ژوند کړی دی . دوی د خپلو ځانګـړو موخو لپاره داسې تبلیغات کوي چې هرڅه خدای مه کړه برباد او تبا وښیـي . د دوی لاس په باد راوړو پروژو له لېـټۍ ختلی دی . اوس د دوی شخصي اکاونټونو ته بې پوښتنې او په یوه لاسلیک شنه ډالـر نه جمع کېـږي ، ځکه چې په افغانستان کې نظام د معیار، مسوولیت او په ځان د باور خواته روان دی . خلک او وطن مو د ګـټې ، بقا او خود ارادیدیت په لورقدم اخلي ، لـږ خورو خو خپل به خورو . امکان شته چې زموږ د نظام نننی پالیسي به د ځینو پردي پالو په ګټه نه وي او دوی د داسې موقع په انتظار وي چې نه په کې پوښتنه وي او نه هم حساب ، چې څه دې وکړل ښه دې وکړل . خبره دلته ده چې ملت له چاسره دی ؟
ملت په خپل هېواد کې د موجود نظام ملاتړی دی . ملت نور خپل سرنویشت د دغلو په لاس نه ورکوي ، ملت مو په خپل ځان ، نظام او خپلو ملي امنیتي ځواکونوپوره باوري دی .
ایا هغـوۍ چې له دې اوسني نظام سره په جګړه بوخت دي ، تر موږ پیاوړي دي ؟
ځواب بیا هم منفي دی چې نه ، کله هم نه .
وسلوالو مخالفینو تر اوسه څو ولایتونه او ولسوالۍ سقوط کړې دي او څویې ساتلي دي ؟
هغـوی داسې کومه لویه وسله لري چې موجوده نظام یې نه لري ؟
څوک به ووایې چې تر اوسه د ملي امنیتي ځواکونو یو ټولی عسکر مخالفینو ته د زور له لارې تسلیم شوي وي ؟
ځینو د ګوتو په شمېـر اشخاصو او بهـرنیو رسنیو داسې پوچ تبلغات کول چې افغانستان به په 2014 مېلادي کال کې چې بهـرني پوځونو له دې هېـواد څخه وځي ، محوه شي خو افغانستان محوه نشو . لــږ وروسته بیا ځینو پردي پالو کړیو خولې خلاصې کړې چې دا نوی حکومت به یو کلن هم نشي او سقوط به وکړي خو خبره داسې نشوه ، نظام ورځ تر بلې قوي کېـږي ، خلک په خپل لاس د جوړ کړي نظام په ملاتړ غونډې جوړوي ، بهرنۍ نړي یو ځل بیا خپلې ژمنې له افغانستان سره نوې کوي ، ملي امنیتي ځواکونو ته پرمختـللي وسلې او جنګي الوتکې سپارل کېـږي چې پخوا دا کار نه کېده ، هره ورځ د دې خاورې بچیان د مـسلکي زده کړو لپاره نورو هېوادو ته لېـږل کېـږي ، د نړۍ لویې اقتصادي پروژې د افغانستان په شمولیت ځان ډاډه حسابوي او قـراردادونه لاسلیک کوي خو یو څو تنه بیا دلته د نظام د سقوط خبره کوي .
یو څوتـنه دلته د سیاسي تشې خبرې کوي ، غواړې نظام کمزوری کړي او د دوی د تبليغاتو له امله یو ځل بیا د هیواد ثبات له خطر سره مخ شي، لازمه ده دا ډول ډلې، کسان او غرضي رسنۍ وپیژندل شي او د هیواد د نافذه قوانینو او د بیان ازادي په پام کې نیولو سره یې د ناوړو تبلیغاتو او ورانکارو فعالیتونو مخه ونیول شي.
سمیع الله