
د یکشنبې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د وري (حمل) نهه ویشتمه، چې د ۲۰۱۶ زېږدیز کال د اپرېل له اولسمې نېټې سره برابره وه، د هند غوره لیګ ( آی پي ال ) یوولسمه سیالۍ د رویال چلنېجر بنګلور او ډهلي ډارېډیوېلز لوبډلو ترمنځ د هندوستان د بنګلور په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
د لوبې پچه د ډهلي ډارېډیوېلز لوبډلې، لوبډل مشر زهیر خان وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه .
د رویال چلېنجر بنګلور کرکېټ لوبډلې د ۲۰ اورونو په لوبولو او د خپلو ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۱ منډې جوړې کړې، چې مقابلې لوبډلې ته یې د ۱۹۲ منډو هدف وټاکه .
د ډهلي ډارېډیوېلز کرکېټ لوبډلې د ۱۹/۱ اورونو په لوبولو او د خپلو ۳ لوبغاړو په سوځېدو ټاکلی هدف ترلاسه، چې د رویال چلېنجز بنګلور لوبډلې ته یې د ۷ وېکټو او ۵ توپونو په توپیر سخته ماتې ورکړه او د لوبې بریایې په خپل نامه کړه .
د ډهلي ډارېډیوېلز لوبډلې له لوري سویلي افریقایي لوبغاړي کوینټون ډیکوک ډېره ښکلې او برید کوونکې توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه، چې نوموړي په ۵۱ توپونو ۱۰۸ منډې جوړې کړې، چې په منډو کې یې ۱۵ څلوریزې، ۳ شپږیزې شاملې وې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د رویال چلېنجرز بنګلور او ډهلي ډارېډیوېلز د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د رویال چلېنجرز بنګلور د توپ وهنې برخه :
۱ ـــ کریس ګېل په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
۲ ـــ ویرات کوهلي په ۴۸ توپونو ۷۹ منډې جوړې کړې، ۷ څلوریزې، ۳ شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
۳ ـــ اې بي ډیوېلرز په ۳۳ توپونو ۵۵ منډې جوړې کړې، ۹ څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
۴ ـــ شېن واټسن په ۱۹ توپونو ۳۳ منډې جوړې کړې، ۲ څلوریزې، ۳ شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
۵ ـــ سرفراز خان په ۲ توپونو، یوه منډه جوړه کړه او په منډه کې وسوځېده .
۶ ـــ کیدار جادف په ۱۱ توپونو ۹ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه .
۷ ډېوېډ ویسي په ۴ توپونو ۵ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
د رویال چلېنجرز بنګلور د توپ اچونې برخه :
۱ ـــ سرینات اراویند ۳ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۳۲ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
۲ ـــ پروېز رسول ۳ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۸ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۳ ـــ شېن واټسن ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۵ منډې یې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول .
۴ ـــ یوزویندرا چاحل ۲/۱ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۳ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۵ ـــ ډېوېډ ویسي ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۴۹ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۶ ـــ هرشال پټېل ۳ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۳۲ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
د ډهلي ډارېډیوېلز د توپ وهنې برخه :
۱ ـــ کوینټون ډیکوک په ۵۱ توپونو ۱۰۸ منډې جوړې کړې، ۱۵ څلوریزې، ۳ شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
۲ ـــ شرییای ایر په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
۳ ـــ سنجو سامسن په ۱۴ توپونو ۹ منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
۴ ـــ کارون نیر په ۴۲ توپونو ۵۴ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، ۶ څلوریزې او یوه شپږیزه یې ترسره کړه .
۵ ـــ جین پول ډومیني په ۵ توپونو ۷ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه .
د ډهلي ډارېډیوېلز د توپ اچونې برخه :
۱ ـــ زهیر خان ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۵۰ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
۲ ـــ چریس موریس ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۹ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۳ ـــ محمد شامي ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۳۴ منډې یې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول .
۴ ـــ پوان نېګي ۳ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۶ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۵ ـــ امېت مېشرا ۳ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۶ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۶ ـــ کارلوس برایت وایټ ۲ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۱۸ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .