
د یکشنبې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د وري (حمل) نهه ویشتمه، چې د ۲۰۱۶ زېږدیز کال د اپرېل له اولسمې نېټې سره برابره وه، د هند غوره لیګ ( آی پي ال ) لسمه سیالۍ د کېنګز اېلون پنجاب او رېسېنګ پونې سوپر ګیانټس لوبډلو ترمنځ د هندوستان د موهالي په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
د لوبې پچه د رېسېنګ پونې سوپر ګیانټس لوبډلې، لوبډل مشر ام اس ډوني وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
د رېسېنګ پونې سوپر ګیانټس کرکېټ لوبډلې د ۲۰ اورونو په لوبولو او د خپلو ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۲ منډې جوړې کړې، چې سیالې لوبډلې ته یې د ۱۵۳ منډو هدف وټاکه .
د کېنګز اېلون پنجاب کرکېټ لوبډلې د ۱۸/۴ اورونو په لوبولو او د خپلو ۴ لوبغاړو په سوځېدو ټاکلی هدف په ډېرې آسانۍ تر لاسه، چې د رېسېنګ پونې سوپر ګیانټس لوبډلې ته یې د ۶ وېکټو او ۸ توپونو په توپیر ستر ماتې ورکړه .
د کېنګز اېلون پنجاب لوبډلې له لوري منان وهرا ډېره ښکلې او په زړه پورې توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه، چې نوموړي په ۳۳ توپونو ۵۱ منډې جوړې کړې، چې په منډو کې یې ۷ څلوریزې شاملې وې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د یادونې وړده، چې کېنګز اېلون پنجاب لوبډلې درې لوبې ترسره کړي، دوې یې بایللي، یوه یې ګټلې دوه امتیازونه لري او رېسېنګ پونې سوپر ګیانټس لوبډلې درې لوبې ترسره کړي دوې یې بایللي، یوه یې ګټلې دوه امتیازونه له ځان سره لري .
د رېسېنګ پونې سوپر ګیانټس او کېنګز اېلون پنجاب د توپ وهنې او توپ اچونې لړ لیک په لاندې ډول دی :
د رېسېنګ پونې سوپر ګیانټس د توپ وهنې برخه :
۱ ـــ اجینکا رېحاني په ۱۱ توپونو ۹ منډې جوړې کړې، ۲ څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
۲ ـــ فاف ډوپلیسېز په ۵۳ توپونو ۶۷ منډې جوړې کړې، ۸ څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
۳ ـــ کېوین پیټر سېن په ۱۵ توپونو ۱۵ منډې جوړې کړې، ۲ څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
۴ ـــ تیسېرا پرېرا په ۹ توپونو ۸ منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
۵ ـــ سټیفن سمېت په ۲۶ توپونو ۳۸ منډې جوړې کړې، ۵ څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
۶ ـــ ام اس ډوني په ۲ توپونو یوه منډه جوړه کړه او کېچ اوټ شو .
۷ ـــ عرفان پټان په ۲ توپونو ۲ منډې جوړې کړې او په منډه کې وسوځېده .
۸ ـــ رویچندرن اشوین په ۲ توپونو یوه ناسوځېدلې منډه جوړه کړه .
د رېسېنګ پونې سوپر ګیانټس د توپ اچونې برخه :
۱ ـــ اېشانت شرما ۳ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۶ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۲ ـــ انکیت شرما ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۷ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
۳ ـــ رویچندرن اشوین ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۷ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه ..
۴ ـــ موروګن اشوین ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۳۶ منډې یې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې وسوځول .
۵ ـــ عرفان پټان یو اور توپ اچونه ترسره کړه، ۷ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۶ ـــ تیسېرا پرېرا ۲/۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۳۰ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
د کېنګز اېلون پنجاب د توپ وهنې برخه :
۱ ـــ مورالي ویجی په ۴۹ توپونو ۵۳ منډې جوړې کړې، ۵ څلوریزې، ۲ شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
۲ ـــ منان وهرا په ۳۳ توپونو ۵۱ منډې جوړې کړې، ۸ څلوریزې یې ترسره کړې او ال بي ډبلیو اوټ شو .
۳ ـــ شون مارش په ۶ توپونو ۴ منډې جوړې کړې او بولډ اوټ شو .
۴ ـــ ډېوېډ مېلر په ۶ توپونو ۷ منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
۵ ـــ ګلین مکسویل په ۱۴ توپونو ۳۲ منډې جوړې کړې، ۳ څلوریزې، ۲ شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
۶ ـــ وریدیمن ساها په ۴ توپونو ۴ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې .
د کېنګز اېلون پنجاب د توپ اچونې برخه :
۱ ـــ سندیپ شرما ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۳ منډې یې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول .
۲ ـــ کایل ابوټ ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۳۸ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
۳ ـــ اکسر پټېل ۳ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۶ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۴ ـــ پاردیب ساهو ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۳۱ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۵ ـــ موهیت شرما ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۳ منډې یې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې وسوځول ..
۶ ـــ ګلین مکسویل یو اور توپ اچونه ترسره کړه، ۳ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .