
د شنبې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د وري (حمل) اته ویشتمه، چې د ۲۰۱۶ زېږدیز کال د اپرېل له شپاړسمې نېټې سره برابره وه، د هند غوره لیګ (آی پي ال) نهمه سیالۍ د ګجرات لاینز او مومبیي انډینز لوبډلو ترمنځ د هندوستان په مومبیي نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
د لوبې پچه د ګجرات لاینز لوبډلې، لوبډل مشر سورېش رینا وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه .
د مومبیي انډینز کرکېټ لوبډلې د ۲۰ اورونو په لوبولو او د خپلو ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۳ منډې جوړې کړې، چې مقابلې لوبډلې ته یې د ۱۴۴ منډو هدف وټاکه .
د ګجرات لاینز کرکېټ لوبډلې د ۲۰ اورونو په لوبولو او د خپلو ۷ لوبغاړو په سوځېدو ټاکلی هدف تر لاسه، چې د مومبیي انډینز لوبډلې ته یې د ۳ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه .
د ګجرات لاینز لوبډلې له لوري استرالیایي لوبغاړي ارون فېنچ ډېره ښکلې، په زړه پورې او برید کوونکې توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه، چې نوموړي په ۵۴ توپونو ۶۷ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، چې په منډو کې یې ۷ څلوریزې، یوه شپږیزه شامله وه او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د یادونې وړ ده، چې ګجرات لاینز درې لوبې ترسره کړي، درې واړه یې ګتلي شپږ امتیازونه لري او د جدول په سر کې ځای لري . مومبیي انډینز درې لوبې ترسره کړي یوه یې ګټلې او دوې یې بایللي دوه امتیازونه لري .
د مومبیي انډینز او ګجرات لاینز د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د مومبیي انډینز د توپ وهنې برخه :
۱ ـــ ورهیت شرما په ۹ توپونو ۷ منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
۲ ـــ پارتیو پټېل په ۲۹ توپونو ۳۴ منډې جوړې کړې، ۲ څلوریزې، ۲ شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
۳ ـــ هاردیک پانډیا په ۶ توپونو ۲ منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
۴ ـــ جوس بټلر په ۲۱ توپونو ۱۶ منډې جوړې کړې، ۳ څلوریزې یې ترسره کړې او سټمپ اوټ شو .
۵ ـــ کیرون پولارډ په ۳ توپونو یوه منډه جوړه کړه او کېچ اوټ شو .
۶ ـــ امبټي رایډو په ۱۹ توپونو ۲۰ منډې جوړې کړې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او بولډ اوټ شو .
۷ ـــ هربجن سېنګ په ۱۳ توپونو ۸ منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
۸ ـــ کرونل پانډیا په ۱۱ توپونو ۲۰ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، ۳ څلوریزې یې ترسره کړې .
۹ ـــ ټایم صوتي په ۱۱ توپونو ۲۵ منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه، ۲ شپږیزې یې ترسره کړې او په منډه کې وسوځېده .
د مومبیي انډینز د توپ اچونې برخه :
۱ ـــ ټایم صوتي ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۳۱ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۲ ـــ جسپرېټ بومرا ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۳۲ منډې یې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول .
۳ ـــ میچیل مکلیناګن ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۱ منډې یې ورکړې او ۴ لوبغاړي یې وسوځول .
۴ ـــ کرونل پانډیا ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۰ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
۵ ـــ هاردیک پانډیا ۲ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۱۶ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۶ ـــ هربجن سېنګ ۲ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۰ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
د ګجرات لاینز د توپ وهنې برخه :
۱ ـــ ارون فېنچ په ۵۴ توپونو ۶۷ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، ۷ څلوریزې او یوه شپږیزه یې ترسره کړه .
۲ ـــ برېنډان میکالم په ۴ توپونو ۶ منډې جوړې کړې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
۳ ـــ سورېش رینا په ۲۲ توپونو ۲۷ منډې جوړې کړې، ۳ څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
۴ ـــ دینېش کارتیک په ۱۱ توپونو ۹ منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
۵ ـــ ډیوانې براوو په ۶ توپونو ۲ منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
۶ ـــ اکشدیپ نات په ۱۱ توپونو ۱۲ منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
۷ ـــ جېمز فولکنر په ۸ توپونو ۷ منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
۸ ـــ پراوین کومار په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
۹ ـــ داول کلکارني په ۳ توپونو ۶ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه .
د ګجرات لاینز د توپ اچونې برخه :
۱ ـــ پراوین کومار ۳ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۱۸ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۲ ـــ داول کلکارني ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۱۹ منډې یې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول .
۳ ـــ شاداب جکاټي ۳ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۱۳ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
۴ ـــ جېمز فولکنر ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۴۰ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
۵ ـــ پراوین ټمبي ۲ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۱۲ منډې یې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول .
۶ ـــ ډیوانې براوو ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۳۹ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .