سنرایزرز حیدر آباد له کولکته نایټ رایډرز څخه ماتې وخوړه/ د آی پي ال اتمه سیالۍ

 
  د شنبې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د وري (حمل) اته ویشتمه، چې د ۲۰۱۶ زېږدیز کال د اپرېل له شپاړسمې نېټې سره برابره وه، د هند غوره لیګ (آی پي ال ) اتمه سیالۍ د سنرایزرز حیدر آباد او کولکته نایټ رایډرز لوبډلو ترمنځ د هندوستان د حیدر آباد د ډېسکن په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
  د لوبې پچه د سنرایزرز حیدر آباد لوبډلې، لوبډل مشر ډېوېډ وارنر وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
  د سنرایزرز حیدر آباد کرکېټ لوبډلې د ۲۰ اورونو په لوبولو او د خپلو ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۲ منډې جوړې کړې، چې سیالې لوبډلې ته یې د ۱۴۳ منډو هدف وټاکه .
  د کولکته نایټ رایډرز کرکېټ لوبډلې د ۱۸/۲ اورونو په لوبولو او د خپلو ۲ لوبغاړو په سوځېدو ټاکلی هدف په ډېرې آسانۍ سره تر لاسه، چې د سنرایزرز حیدر آباد لوبډلې ته یې د ۸ وېکټو او ۱۰ توپونو په توپیر ستره ماتې ورکړه .
  د کولکته نایټ رایډرز لوبډلې له لوري د یادې لوبډلې، لوبډل مشر ګواتم ګمبیر ډېره ښکلې او برید کوونکې لوبه نندارې ته وړاندې کړه، چې نوموړي په ۶۰ توپونو ۹۰ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، چې په منډو کې یې ۱۳ څلوریزې، یوه شپږیزه شامله وه او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د سنرایزرز حیدر آباد او کولکته نایټ رایډرز د توپ وهنې او توپ اچونې لړ لیک په لاندې ډول دی :
د سنرایزرز حیدر آباد د توپ وهنې برخه :
۱ ـــ ډېوېډ وارنر په ۱۲ توپونو ۱۳ منډې جوړې کړې، ۲ څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
۲ ـــ شیکر دوان په ۷ توپونو ۶ منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
۳ ـــ مویسېز هېنریکیوس په ۹ توپونو ۶ منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او ال بي ډبلیو اوټ شو .
۴ ـــ این مورګن په ۴۳ توپونو ۵۱ منډې جوړې کړې، ۳ څلوریزې، ۲ شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
۵ ـــ ډیپک هودا په ۱۱ توپونو ۶ منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
۶ ـــ نامن اوجا په ۲۸ توپونو ۳۷ منډې جوړې کړې، ۲ څلوریزې، ۲ شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
۷ ـــ اشېش ریډي په ۸ توپونو ۱۳ منډې جوړې کړې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او په منډه کې وسوځېده .
۸ ـــ کرن شرما په ۲ توپونو ۲ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې .
د سنرایزرز حیدر آباد توپ اچونې برخه :
۱ ـــ بونېشور کومار ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۹ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۲ ـــ بریندر سرن ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۳۱ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۳ ـــ مصطفیزور رحمن ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۹ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
۴ ـــ کرن شرما ۲/۲ اورونه توپ اچونه ترسره کړه ۲۴ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړي یې ونه سوځاوه .
۵ ـــ مویسېز هېنریکیوس ۲ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۱۹ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۶ ـــ اشېش ریډي ۲ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۱۴ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
د کولکته نایټ رایډرز د توپ وهنې برخه :
۱ ـــ روبین اوتاپا په ۳۴ توپونو ۳۸ منډې جوړې کړې، ۳ څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او ال بي ډبلیو اوټ شو .
۲ ـــ ګواتم ګمبیر په ۶۰ توپونو ۹۰ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، ۱۳ څلوریزې او یوه شپږیزه یې ترسره کړه .
۳ ـــ اندري رسل په ۵ توپونو ۲ منډې جوړې کړې او بولډ اوټ شو .
۴ ـــ منېش پانډې په ۱۱ توپونو ۱۱ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې .
د کولکته نایټ رایډرز د توپ اچونې برخه :
۱ ـــ مورني مورکل ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۳۵ منډې یې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول .
۲ ـــ اومېش یادوف ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۸ منډې یې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې وسوځول .
۳ ـــ شکیب الحسن ۳ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۱۸ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۴ ـــ اندري رسل ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۱۹ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
۵ ـــ سنیل نارین ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۶ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۶ ـــ پیوش چاوله یو اور توپ اچونه ترسره کړه، ۱۳ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .