د جان کیري د مدافعینو اخلاق

 
درې ورځې وړاندې د پکتیا خلکو د جان کیري  د هغو څرګندونو په وړاندې غبرګون وښووده، چې زمونږ په کورنیو چارو کې  بربنډه مداخله یې ګڼلی شو، هسې خو د امریکا مداخله او خصمانه لاسوهنې له ډيره پخوا نه یوازې په افغانستان، بلکه په ټوله نړۍ کې له لمر څخه ښکاره دي او هر په خبره پوه افغان باید د امریکا له ناوړه مداخلو څخه کرکه وکړي، د امریکا مداخله په یوه بڼه نده، دا نن چې په سیمه او نړۍ کې څه بدمرغۍ روانې دي، د همدوی له لاسه دي.
په هر حال مونږ پخوا هم په یوه او بله بڼه د امریکايي پالیسیو مدافعین لیدلي وو، ځينو په استعارو او ځینو په کنایو کې د امریکا له مداخلو څخه ننګه کوله، ولې پرون د یو ستر اکاډمیک مرکز ( پوهنتون ) رئیس د جان کیري په دفاع راووت، ددې تر څنګ چې کیري یې په حقه وباله خپل ولس یې پدې وښکنځه چې ولې د کیري په پالیسیو نیوکې کوي؟؟؟  ده پخپل فیسبوکي پوست کې ولس مخاطب کړ او ویې ویل: که تاسو د سړي زامن وای نو په پاکستان کې به مو هم د امریکا مرستې نه خوړې او اوس به مو هم له امریکا څخه مرستې نه اخیستې. زه دې ښاغلي ته وایم، دا چې ته ولس ښکنځې او د سړي زامن یې نه بولې نو تر ټولو مخکې ته پدې لیکه کې ولاړ یې، ځکه چې که تا د خپلو اسلافو له ناوړو کړنو او تجربو څخه څه زده کړي وای تر هر څه مخکې به دې د معاشرت اداب زده وای، د پوهنتون د رئیس لپاره د دا ډول رکیکو الفاظو استعمالول د شرم خبره ده، که تا د خپلو مشرانو منفي کړنو ته د درس په سترګه کتلی حتما به یې ستا په تربیه او کرکټر مثبت اغیز درلودلی وای او که چیرته تا په خپله ټولنه کې دخپل مسوولیت ددرک وړتیا درلودی، نو ستا یې د ولس په لاریون او غبرګون څه؟ ته د یو پوهنتون رئیس یې تاته پکار دي، چې تر ټولو مخکې په ټولنه کې خپل مسوولیتونه وپیژنې. له حکومت او عدلي ارګانونو څخه مې هیله داده، چې په ټولنیزو رسنیوکې د دا ډول پوچو الفاظو او سپکو قضاوتونو مخه ونیسي او د لوړو زده کړو وزیره باید ددې ښاغلي په دنده له سره غور وکړي، ځکه چې دا ډول اظهارات کولی شي چې عمومي بلوا ته لاره هواره کړي او د اکاډمیکو موسسو حیثیت زیانمن کړي، کله چې یو محصل ددې حق نلري، چې په سیاسي مسایلو کې ځان ښکیل کړي، نو د پوهنتون یو استاد هم دا حق نلري، چې په سیاسي زنده باد او مرده باد کې برخه واخلي او یا یو اکاډمیک مرکز د یو سیاسي اړخ په ګټه ولوبوي.