زړورسړي دښځو ملاتړ کوي.

 
افغانستان-لغمان
نېټه :۲۸ /۱/ ۱۳۹۵
دلغمان ولایت مقام درسنیو او اړیکو دفتر
 
زړورسړی دښځوملاتړ کوي تر سرلیک لاندې  په افغانستان کې  دجندر برابرلو حرکت نن ورځ دښځو دژوند دښه  والي نړیوال کمپاین د لغمان والي عبدالجبار نعیمي په مشرۍ پيل کړ،ددغه کمپاین په  پيلیزو مراسمو کې دلغمان والي عبدالجبار نعیمي،په افغانستان دملګرو ملتونو په چوکاټ کې دښځوادارې مشرې اغلي ایلزیراسکندبایوا ،دبېلابېلو ادارو رئیسانو،میرمنو  او مدني فعالانو او فعالینو برخه لرله .
په پيل کې اغلي زیرا خبرې وکړې،دښځو دژوند په ښه والي ،دوي ته د ښوونیز چاپیرال په  برابرولو او ټولنیز خوندیتوب ترڅنګ د کارموندنې په برخه کې  دلغمان ولایتي رهبري مننه وکړه او یاده يې کړه چې په لغمان کې دنوي  ولایتي  رهبري په  ټاکلو سره ددغه  ولایت دښځو په ژوند کې دپام وړ ښه والی راغلي  او ۵۰۰ میرمنو ته په دولتي بېلابېلو ادارو کې دکار زمینه برابره شوې ده.
د اغلي زیرا په وینا ددې ټولو  لاسته راوړنو سره سره  بیا هم یوشمېر ستونزې شته  چې دمیرمنو ژوند ګواښي  او دښځو  پروړاندې يې ګڼ شمېر ستونزې راولاړې کړې دي. زیرا  په لغمان کې دښځو چارو درئیسې او  وروسته دهمدغه ریاست د سرپرستې وژل کیدو ته په اشارې وویل دښځو دژوند دښه والي اوخوندیتوب لپاره ډیر کار ته ضرورت لیدل کیږي ،موږ ژمن یو چې دښځودژوند دښه والي لپاره دنړیوالې ټولنې ترڅنګ دافغانستان د نورو ولایتونو په شمول په لغمان کې اړین کار ترسره کړو،ځکه ښځې کولی شي چې دټولنې په اصلاح،د سولې  او عدالت په تامین کې اساسي رول ترسره کړي.
اغلې زیرا ډاډ ورکړ چې زموږ  هڅې نمایشې نه دي،موږ تلاش کوو څو دښځو ترڅنګ  په ټوله کې دبشریت د ژوند دښه والي لپاره په افغانستان  او نړیوله کچه وړ کړنې ترسره  کړو،دستونزو د راکمولو او دښځو دژوند دښه والي لپاره یووالي ته اړتیا ده،داد ټولو ګډ مسؤلیت چې په دې برخه  کې خپل رسالت ترسره کړي، په ډیری ولایتونوکې هغه نارینه وو چې د زړور سړي دنده يې ترسره کړي او دمیرمنو دژوند دښه والي لپاره يې کار کړی موږ يې هڅې ستایو،دوی په رښتیا قهرمانان دي چې دخپلو خویندو،میندو او لوڼو دژوند دښه والي لپاره يې وړ فعالیتونه ترسره کړي دي.
لغمان والي عبدالجبار نعیمي په افغانستاکې د ملګرو ملتونو د جندر دبرابر ولو حرکت مشرې اغلي زیرا مننه وکړه چې دافغان میرمنو دژوند دښه والي لپاره يې هڅې پيل کړې دي، نوموړي دتېر په پرتله په مجموعي توګه په هېواد کې دښځوژوند ښه وه ارزاوه اویاده يې کړه چې اوسمهال افغان میرمنو ته داساسي قانون په رڼا کې پوره حقوق ورکړل شوي چې په ډیری ادارو کې میرمنې  په لوړو او نیمه لوړو پوسټونو کې دندې ترسره کوي، تر ۵۰۰ زیاتې میرمنې په لغمان کې عملاً دولتي بېلابېلو ادارو کې پر دندو بوختې دي،تلاش کیږي چې لازیات دمیرمنو دژوند دښه والي او حقوقو درعایت برخې ته اساسي کارترسره شي. ولې ددې ټولو سره،سره ستونزې شته،دجګړو اوږدیدلو، زده کړو ته د میرمنو نه لاس رسی ،دعامه پوهاوي نه شتون،ټولنیز ناوړه دودونه او په بدو کې دنجونو ورکول هغه څه دي  چې تر ډیره يې دمیرمنو په  ژوند منفي اغیز کړي اوښځې يې د ستونزو سره مخامخ کړي دي.
ښاغلي نعیمي دلغمان ولایت د ښځوچارو دپخوانۍ رئیسې او بیا وروسته دهمدغه ریاست دسرپرستې وژل کیدو ته په اشارې وویل ،دکله نه چې دښځو چارو دغه دوه فعالینې ترور شوي، ورسره سم  دښځو ستونزو ته د لاس رسي اداره (دښځوچارو ریاست) له پامه غورځول شوی دی او په دې  برخه کې نه پاملرنې هم په لغمان کې دښځو  په ژوند منفي اغیز کړی دی،چې دې برخې ته يې د نړیوالې ټولنې پر پالمرنې ټېنګار وکړ او یاده يې کړه  چې نړیواله ټولنه دې په هېواد او خاص توګه لغمان کې دښځو دژوند ښه والي، زده کړو ته دهغوی دلاس رسي، عامه ذهنیت رغونې او میرمنو ته د کارموندې په برخه کې د افغان حکومت سره ګډ کار ترسره کړي.
دغونډې یو شمېر برخوالو هم دګروپيزکارڅخه وروسته دخپل ګروپ په  نماینده ګۍ خبرې وکړې،دمیرمنو دستونزو په حل کې يې دنړیوالې ټولنې ترڅنګ په خپله دکورنیو رول اړین یاد کړل او په ټولو فامیلونو يې غږ وکړ چې د کورنیو دیوشمېر میرمنو او غړو په لمسونو دنورو په مقابل کې په تاوتریخوالي لاس پورې نه کړي،ویناوالو ددې هرڅه لامل په ټولنه کې ناوړه دودونه،دښوونیزې کچې ټيټتیا ،دجګړو اوږدیدل او روحي فشارونو زیاتوالی هغه څه یادل کړل چې دکورني اوټولنیز تاوتریخوالي لپاره يې  زمینه برابره کړې ده.
دوی په ټولو دیني علماؤ،رسنیو،قومي مخورو مشرانو،مدنې فعالانو،ځوانانو او روڼ اندو غږ وکړ چې دهرپرمختیايي بهیر ترڅنګ د ټولنیز خوندیتوب اودمیرمنو دژوند دښه والي په موخه ولس ته د ممبر او پروګرامونو له لارې رغونکي پيغامونه ورکړي او ټولوته د تاوتریخوالي دناوړه پایلو په اړه پوهاوي ورکړي،چې په دې سربه په دغه برخه کې دپام وړ ښه والی راشي.
عابد