
حالات په چټکۍ سره داسې ښکاري چې د وسله والو ډلو په تاوان روان دي، ځکه سږ کال يو لوري ته د افغان ځواکونوپياوړتيا، او بل لوري ته د وسله والو ډلو انشعاب،پر يو بل د خپل منځي ستونزو او وژنو تورونو لګولو حالات داسې کړي دي چې وسله وال له سختو ستونزو سره مخ شي.
وسله وال طالبان اوس له ډلې په ډلو ويشل شوي دي اوس د امارت داعي يوازې منصور نه بلکه ملارسول،سيد طيب آغا او ده ته ورته ډير نور هم دي،په طالبانو کې ځينې يي له خپل سري مشر اخترمحمد منصورسره يو ځای شوي دي او ځينې نور بیا ناراضه دي چې د دوی ځينې له ملارسول سره او ځینې نور يا په کور کې ناست دي او يا په خپله د ځينو بريدونو لپاره تابیا نيسي، د داعش را پيدا کیدل، د پاکستان د څارګرې ادارې آی اس آی فشارونه او د څومبهمو ډلو او اجرتي قاتلانو پنځول هم بله ستونزه ده چې طالبان د هرې ورځې په تيریدو سره خپل پخوانی یو والی، زور او په نالوستې ټولنه کې د اسلام په نوم مشروعيت له لاسه ورکوي.
ځينو چې د آی اس آی د کرنیلانو په زور منصور ته د بیعت لپاره اړ شوي دي دوی هم دا مسله درک کړې چې دوی د اسلام په نوم د اسلام او افغانستان پر ضد لګيا دي، آی اس آی د مرداني کرنيل بلال په مرسته د حقاني زوی او د اوسني انشعابي امارت د مرستيال سراج الدين حقاني په مرسته کوښښ کوي ستونزې کمې وښيي، باوري سرچينې چې له طالبانو سره نيږدې اړيکې لري وايي چې دحقاني زوی يا د حقاني د ترهګرې شبکې مشر سراج الدين حقاني چې د پاکستان الوتکه ورسره ده ډير وخت يي د کوټې، پيښور او راولپنډۍ تر منځ په تګ راتګ او فشارونو باندې تيريږي.
ددې فشارونو په لړ کې قيوم ذاکر، د ملاعمر کورنۍ او ځينې نور طالب قومندانان د ای اس ای په مرسته اړ شوي دي چې منصور ته بیعت وکړي په هلمند کې د منصورډيری قومندانان چې له روان حالت څخه ناراضه دي کوښښ کوي له هرې شونې لارې نور ځان له استخباراتي ګرو څخه خلاص کړي ځکه دوی په کوټه، زابل، هرات، فراه،بادغيس،لوګر، پکتیکا او..... کې د منصور وروستۍ هدفي وژنې کتلي دي او طالب مشرانو درک کړې که ځان له پيچلې استخباراتي لوبې را ونه باسي نو شونې ده يوه ورځ دوی هم د یو مبهم مرګ له برخليک سره مخ شي.
سږ کال له دې سره سره چې طالبان د تل په څير د خپلو مصنوعي او خيالي برياوو زيري کوي خو سږنی کال دوی ته دومره هم له بریاوو ډک نه دی ځکه دوی ته وروستیو تلفاتو ور ښودلې چې دوی څومره کمزوري دي، سږ کال به طالبان په دریو جبهو کې نښته کوي دا اوس يو لوري ته ملارسول د منصور پر ضد په ډيرو ولايتونو کې کسان مسلح کوي، بل لوري ته داعش درګرده د مرګونو بریدونو په پلان کولو لګيا دی او بل لوري ته د افغان ملي پوځ د شفق عمليات هم د طالبانو تر ډنډوره ايزو عملیاتو مخکې پيل شوي دي او په تيرو څوورځو کې يي په څو ولایتونو کې تر دريو سوو ډير وسله وال طالبان وژلي دي لکه څنګه چې حالات ښيي نور به کله هم په کلیو کې نالوستي او ايډلوژي ته تسلیم شوي له هرڅه ناخبره ځوانان هره ورځ د جنازو، وينو او ټپيانو حوصله ونلري.
بله خبره هم داده چې اسلامي حزب چې يو وخت يي افغان دولت ته د ګوتو په شمار ګواښونه جوړولای شوای نور يي له نښتې زړه تور شوی، د طالبانو له لوري په ډيرو ولايتونو کې د خپلو قومندانانو د ترور په راز پوی شوي دي او استازی يي مياشت کيږي په کابل کې د سولې په خبرو بوخت دی.
د طالبانو د پخواني مشر ملاعمر تر مبهم مرګ وروسته نور د طالبانو د امارت، اسلاميت، شريعت او.... داعيي هم سخته ضربه ليدلې تر ډيره د شته خپل سري مشر اخترمحمد منصور مشروعيت تر پوښتنې لاندې راغلی دی او له همدې امله خو لومړی وار دی چې يوه تندلارې ډله بغاوت، د يو بل وژلو او پر خپلو مشرانو د تور لګولو لورې ته تلې، دا چې اوس اوس منصور په دې پوی شوی دی چې نور يي مشروعیت له صفر سره ضرب شوی دی او نور به ان نالوستي هم د دوی هر فرمايش ته لاس په سینه کينږدي دوی ډير تمرکز يوازې په څو محدودو سيمو کوي ددې لامل دا دی چې دوی پر ځان رسنیز، رواني، ولسي او استخباراتي فشار يو څه را کم کړي او له دې لارې رسنۍ، خلک،روڼ اندي او د افغانستان په اړه د دوی په منځ کې ځينې مثبت فکر لرونکي يو ډول تر رواني فشار لاندې راولي او بل لوري ته پاکستاني کرنیلانو ته وښيي چې په دوی کې لا هم زور شته، دوی يو دم ټول زور په څو سیمو کړي، په کندز او بغلان کې وروستۍ نښته يي ښه بيلګه ده دوی په دې پوی دي چې که خدای مه کړه کندز یا بغلان وهم نيسي یوازې او یوازې دوه يا درې ورځې به يي وساتي خو نيول يي يوشرم وي، چورتالان، وحش، دحشت، چورچپاول، وژنې،د هټيو لوټل او په چارديو، د ښځو په جامو او يا د مړي په تابوتونو کې تيښته به يي بل شرم وي،نور يي نو تر دې ډير وس نشته دی ځکه په وروستیو کې افغان ځواکونوهوايي ځواک هم پيدا کړی او مستقیما د دوی مورچلې او ترهګريز روزنيز مرکزونه په نښه کوي.
بله مهمه خبره داده چې عام ذهنيت نور طالباني، منصوري او استخباراتي ذهنیت ته هيڅ ډول تياری نلري دا نن سبا په ټولنیزو پاڼو کې که تاسو وګورۍ د طالب يو پوسټ ته يوازې د دوی مستعارې او اجرتي حسابونه واه واه کوي خو د يو افغان سرتيري انځور تر شلو، سلو زرو پورې لایکونه لري، ډيرو ځوانانو، مشرانو اومخورو د خپل فروفايل انځورونه هم بدل کړي دي چې له دې څخه ټول پوهيدای شو چې په افغانستان کې د اردو،نظام،حاکميت او يو موټي افغانستان لپاره ذهنيت کوم لوري ته روان دی.