ګجرات لاینز رېسېنګ پونې سوپر ګیانټس ته ماتې ورکړه / د آی پي ال شپږمه سیالۍ

 
  د پنجشنبې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د وري (حمل) شپږویشتمه، چې د ۲۰۱۶ زېږدیز کال د اپرېل له څوارلسمې نېټې سره برابره وه، د هند غوره لیګ              ( آی پي ال ) شپږمه سیالۍ د ګجرات لاینز او رېسېنګ پونې سوپر ګیانټس لوبډلو ترمنځ د هندوستان د راجکوټ په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
  د لوبې پچه د رېسېنګ پونې سوپر ګیانټس لوبډلې، لوبډل مشر ام اس ډوني وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
  د رېسېنګ پونې سوپر ګیانټس کرکېټ لوبډلې د ۲۰ اورونو په لوبولو او د خپلو ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۳ منډې جوړې کړې، چې سیالې لوبډلې ته یې د ۱۶۴ منډو هدف وټاکه .
  د ګجران لاینز کرکېټ لوبډلې د ۱۸ اورونو په لوبولو او د خپلو ۳ لوبغاړو په سوځېدو ټاکلی هدف په ډېرې آسانۍ تر لاسه، چې د رېسېنګ پونې سوپر ګیانټس لوبډلې ته یې د ۷ وېکټو او ۱۲ توپونو په توپیر ستره ماتې ورکړه .
  د ګجرات لاینز لوبډلې له لوري ارون فېنچ ډېره ښکلې او برید کوونکې توپ وهنه نندارې ته وکړه، چې نوموړي په ۳۶ توپونو ۵۰ منډې جوړې کړې، چې په منډو کې ۷ څلوریزې، ۲ شپږیزې شاملې وې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د رېسېنګ پونې سوپر ګیانټس او ګجرات لاینز د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
 
د رېسېنګ پونې سوپر ګیانټس د توپ وهنې برخه :
۱ ـــ اجینکا رېحاني په ۱۷ توپونو ۲۱ منډې جوړې کړې، ۴ څلوریزې یې ترسره کړې او ال بي ډبلیو اوټ شو .
۲ ـــ فاف دوپلیسېز په ۴۳ توپونو ۶۹ منډې جوړې کړې، ۵ څلوریزې، ۴ شپږیزې یې ترسره کړې او سټمپ اوټ شو .
۳ ـــ کېوین پیټر سن په ۳۱ توپونو ۳۷ منډې جوړې کړې، ۲ څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او بولډ اوټ شو .
۴ ـــ سټیفن سېمت په ۶ توپونو ۵ منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
۵ ـــ ام اس ډوني په ۱۰ توپونو ۲۲ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، ۲ څلوریزې او یوه شپږیزه یې ترسره کړه .
۶ ـــ میچیل مارش په ۱۱ توپونو ۷ منډې جوړې کړې او بولډ اوټ شو .
د رېسېنګ سوپر ګیانټس د توپ اچونې برخه :
۱ ـــ آر پي سېنګ ۲ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۱ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۲ ـــ اېشانت شرما ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۳۹ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
۳ ـــ رویچېندرن اشوین ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۶ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۴ ـــ موروګن اشوین ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۳۱ منډې یې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول .
۵ ـــ راجټ باټیا ۳ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۳۰ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۶ میچیل مارش یو اور توپ اچونه ترسره کړه، ۱۰ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
د ګجرات لاینز د توپ وهنې برخه :
۱ ـــ ارون فېنچ په ۳۶ توپونو ۵۰ منډې جوړې کړې، ۷ څلوریزې، ۲ شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
۲ ـــ برېنډان میکالم په ۳۱ توپونو ۴۹ منډې جوړې کړې، ۳ څلوریزې، ۳ شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
۳ ـــ سورېش رینا په ۲۴ توپونو ۲۴ منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او سټمپ اوټ شو .
۴ ـــ ډیوانې براوو په ۱۰ توپونو ۲۲ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، ۳ څلوریزې او یوه شپږیزه یې ترسره کړه .
۵ ـــ رویندرا جدېجا په ۸ توپونو ۴ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې .
د ګجرات لاینز د توپ اچونې برخه :
۱ ـــ پراوین کومار ۲ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۱۲ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۲ ـــ شاداب جاکټي ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۴۰ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۳ ـــ پراوین ټمبي ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۳۳ منډې یې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول .
۴ ـــ ډیوانې براوو ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۴۳ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
۵ ـــ رویندرا جدېجا ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۱۸ منډې یې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول .
۶ ـــ جېمز فولکنر ۲ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۱۵ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
یادونه : ګجرات لاینز دوه لوبې ترسره کړي، دواړه یې ګټلي او څلور امتیازونه لري او د جدول په سر کې قرار لري او رېسېنګ پونې سوپر ګیانټس دوه لوبې ترسره کړي، یوه یې ګټلې او بله یې بایللې دوه امیتازونه له ځان سره لري .