
د چهار شنبې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د وري (حمل) پنځه ویشتمه، چې د ۲۰۱۶ زېږدیز کال د اپرېل له دیارلسمې نېټې سره برابره وه، د هند غوره لیګ (آی پي ال) پنځمه سیالۍ د کولکته نایټ رایډرز او مومبیي انډینز لوبډلو ترمنځ د هندوستان د کولکتې په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
د لوبې پچه د مومبیي انډینز لوبډلې لوبډل مشر روهیت شرما وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه .
د کولکته نایټ رایډرز لوبډلې د ۲۰ اورونو په لوبولو او د خپلو ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۷ منډې جوړې کړې، چې سیالې لوبډلې ته یې د ۱۸۸ منډو هدف وټاکه .
د مومبیي انډینز لوبډلې د ۱۹/۱ اورونو په لوبولو او د خپلو ۴ لوبغاړو په سوځېدو ټاکلی هدف په ډېرې آسانۍ سره تر لاسه، چې د کولکته نایټ رایډرز لوبډلې ته یې د ۶ وېکټو او ۵ توپونو په توپیر ماتې ورکړه .
د مومبیي انډینز لوبډلې له لوري روهیت شرما ډېره ښکلې، په زړه پورې او برید کوونکې توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه، چې نوموړي په ۵۴ توپونو ۸۴ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، چې په منډو کې یې ۱۰ څلوریزې، ۲ شپږیزې شاملې وې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د کولکته نایټ رایډرز او مومبیي انډینز د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د کولکته نایټ رایډرز د توپ وهنې برخه :
۱ ـــ روبین اوتاپا په ۱۰ توپونو ۸ منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
۲ ـــ ګواتم ګمبیر په ۵۲ توپونو ۶۴ منډې جوړې کړې، ۴ څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
۳ ـــ منېش پاڼډې په ۲۹ توپونو ۵۲ منډې جوړې کړې، ۳ څلوریزې، ۳ شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
۴ ـــ اندري رسل په ۱۷ توپونو ۳۴ منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه، ۴ شپږیزې یې ترسره کړې او بولډ اوټ شو .
۵ ـــ یوسف پټان په ۶ توپونو ۹ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه.
۶ ـــ کولین مونرو په ۵ توپونو ۴ منډې جوړې کړې او په منډه کې وسوځېده .
۷ ـــ اومېش یادوف په یوه توپ ۴ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه .
د کولکته نایټ رایډرز د توپ اچونې برخه :
۱ ـــ اندري رسل ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۵۲ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
۲ ـــ جان هسټېنګ ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۳۱ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۳ ـــ براډ هوګ ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۳۷ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۴ ـــ پییوش چاوله ۳/۱ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۹ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
۵ ـــ کولدیپ یادوف ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۳۷ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
د مومبیي انډینز د توپ وهنې برخه :
۱ ـــ روهیت شرما په ۵۴ توپونو ۸۴ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، ۱۰ څلوریزې، ۲ شپږیزې یې ترسره کړه .
۲ ـــ پارټیو پټېل په ۲۰ توپونو ۲۳ منډې جوړې کړې، ۴ څلوریزې یې ترسره کړې او په منډه کې وسوځېده .
۳ ـــ هاردیک پانډیا په ۱۰ توپونو ۹ منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
۴ ـــ میچیل مکلیناګن په ۸ توپونو ۲۰ منډې جوړې کړې، ۳ شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
۵ ـــ جوس بټلر په ۲۲ توپونو ۴۱ منډې جوړې کړې، ۳ څلوریزې، ۳ شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
۶ ـــ کیرون پولارډ په یوه توپ، یوه ناسوځېدلې منډه جوړه کړه .
د مومبیي انډینز د توپ اچونې برخه :
۱ ـــ ټایم صوتي ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۴۳ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۲ ـــ جسپرېټ بومرا ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۳۲ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۳ ـــ میچیل مکلیناګن ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۵ منډې یې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول .
۴ ـــ هاردیک پانډې ۲ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۲ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
۵ ـــ هربجن سېنګ ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۳۱ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
۶ ـــ جګادیشا سچېت ۲ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۳۱ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
یادونه : کولکته نایټ رایډرز لوبډلې دوه لوبې ترسره کړي، یوه یې ګټلې او یوه یې بایللې دوه امتیازونه لري او مومبیي انډینز لوبډلې هم دوه لوبې ترسره کړي، یوه یې ګټلې او یوه یې بایللې دوه امتیازونه له ځان سره لري .