
۱۳/۱/۱۳۹۵
د ننګرهار ولایت د ۲۲ ولسوالیو ۱۱۰ تنه ځوانان د ولایت له بېلابېلو ملکي او فوځي ادارو څخه د لیدنو په موخه د څلورو ورځو لپاره جلال آباد ښار ته رابلل شوي وو . د ننګرهار والي په نوښت د دغه ولایت د ۲۲ ولسوالیو یوسلو لس تنو ځوانانو د څلور ورځو په ترڅ کې د دغه ولایت د بېلابېلو ادارو څخه لیدنې په رسمي ډول پای ته ورسیدې . د دغه ادارو څخه د لیدنو موخه د ولسوالیو ځوانان د دولتي ادارو د فعالیتونو څخه خبرول و،ترڅو په ولسوالیو کې د دولت ضد تبلیغاتو په مخنیوي او د نوي نسل لپاره د روښانه راتلوونکې ذهنیت په جوړولو کې مرسته وکړي .
د یاد پروګرام د پای مراسم چې د جلال آباد په شاهي ماڼۍ کې جوړ شوي وو،په ترڅ کې چارواکو او ځوانانو لومړی په ګډه د ماښام لمونځ ادا کړ او له هغې وروسته له رسمي چلند پرته په ازاده فضا کې د ځوانانو پوښتنو ته مسؤلینو ځوابونه ورکړل . د پای مراسمو کې د دغه ولایت د والي سربېره د لوګر والي ښاغلي حلیم فدایئ او یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو او ځوانانو ګډون کړی وو. د یاد پروګرام مشر او د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سلاکار وحیدالله الفت د ننګرهار والي او یو شمېر نورو دولتي ادارو څخه مننه وکړه،چې د تېرو څلور ورځو په ترڅ کې یې ځوانانو ته د بېلابېلو ادارو څخه د لیدنې ترتیب شوي پلان په عملي کولو کې له دوی سره بشپړه همکاري وکړه . هغه زیاته کړه، د دغه لیدنې په ترڅ کې یې د امنیه قومنداني، د پولیسو له روزنیز مرکز، پوهني ریاست، ننګرهار پوهنتون، طب پوهنځي، عالي دارالمعلمین، خراسان خصوصي پوهنتون، عامې روغتیا،ورزش او ځوانانو آمریتونو، زیتونو او لبنیاتو له فابریکو،ولایت مقام او یو شمېر نورو ادارو څخه لیدنې وکړې،چې په ترڅ کې د مسؤلینو له لورې ځوانانو ته په بېلابېلو برخو کې معلومات ورکړل شول.
د ځوانانو چارو امر مطیع الله احمدزي ترسره شوی پروګرام د ځوانانو په ځآنګړي ډول په کلیو او ولسوالیو کې د میشتو ځوانانو لپاره ډیر ګټور وباله او غوښتنه یې وکړه،چې په راتلوونکې کې دي دغه ډول پروګرامونه لا پراختیا ورکړل شي. د یادو ځوانانو په استازۍ عبدالرؤف وویل: دا لومړی ځل دی،چې د ولسوالیو ځوانانو ته د ادارو څخه د لیدنې زمینه برابریږي او وړاندیز یې وکړ،چې دغه لړۍ دې نوره هم وغځول شي . هغه زیاته کړه،د ننګرهار والي په نوښت د جوړ شوي پروګرام په ترڅ کې د مخالفینو ټول تبلیغات دوی ته ناسم ثابت شول او ډاډ یې ورکړ،چې د ولسوالیو د ځوانانو او حکومت ترمنځ به واټن لا هم نږدي شي . د ادارو د مسؤلینو په استازیتوب د عامې روغتیا رئیس ډاکټرنجیب الله کاموال خوښي وښوده،چې د دوی له ادارو څخه د ولسوالیو ځوانانو لیدنې وکړې او ډاډ یې ورکړ،چې ځوانان هر مهال کولای شي،د سالمو نیوکو په ترڅ کې د دوی نیمګړو کارونو اصلاح کولو کې همکاري وکړي .
د لوګر والي محمدحلیم فدایي چې په دغه غونډه کې ګډون کړی و، د ننګرهار والي له لورې د ځوانانو لپاره د جوړ شوي پروګرام ستاینه وکړه او د ننګرهار ولایت ځوانانو ته یې د لوګر ولایت ځوانانو ته د سفر بلنه ورکړه . هغه وایي: « هر ښه کار باید تقلید شي او زه به لوګر ته د رسیدو سره سم د ننګرهار والي د ولسوالیو ځوانانو مرکز ته د را بللو او هغوی ته د ادارو څخه د لیدنې تقلید وکړم او دغه چاره به هلته هم ترسره کړم.» نوموړي ځوانانو ته لارښوونه وکړه،چې د عصري او دیني زدکړو ترڅنګ کسب هم زدکړي،ترڅو د یادو زده کړو ترڅنګ له خپل کسب څخه هم ګټه پورته کړو. د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي د ټولو ځوانانو څخه مننه وکړه،چې د دوی په بلنه یې څلور ورځې په مرکز جلال اباد ښار کې پاتې شول او په پوره زیرکتیا سره یې د بېلابېلو ادارو څخه لیدنې ترسره کړې . هغه هیله څرګنده کړه،چې یاد ځوانان به راټول شوي معلومات په ولسوالیو کې له خپلو نورو ځوانانو سره شریک کړي ترڅو د راتلوونکي لپاره د دوی ذهنونه روښانه شي . د ننګرهار والي خوښي څرګنده کړه،چې ځوانانو ته د مخالفینو منفي تبلیغات ناسم ثابت شول او یادو ځوانانو ته یې لارښوونه وکړه،چې د ادارو د مسؤلینو د چلند او کړنو په اړه خپل نور ځوانان هم خبر کړي
ده همدارنګه د توحید ټولنیزو او پرمختیایې چارو له اداري څخه مننه وکړه چې د دغه پروګرام په مدیریت او تنظیم کې یې نه ستړي کیدونکي هلي ځلي کړي. د دغه پروګرام په پای کې د یاد نوښت له امله د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له لورې ننګرهار والي ته تقدیرنامه او ځوانانو له لورې جوړ شوی ایوارډ ورکړل شو. همدا راز د ننګرهار والي له لورې یادو ځوانانو ته برابرې شوې ډالۍ هم ورکړل شوې