لس څيزونه چې زړه وژني

امام ابراهيم ادهم وپوښتل شو:
ولې موږ خدای ته دعا كوو او قبليږي نه په داسې حال كې چې خدای ويلي : (ادعوني استجب لكم)
امام ابراهيم ادهم وويل:
ځكه چي زموږ زړه په لسو څيزونو مړ شوی :
-خدای مو پيژندلی او د هغه حق مو ندی ادا كړی .
-قران لولئ او عمل پري نكوئ .
-له شيطان سره ددښمني دعوه لري او اطاعت يې كوي .
-د رسول الله صلی الله عليه وسلم د مينې دعوه لري او د هغه سنت مو پراييښي.
-له جنت سره د مينې دعوه لري او كار ورته نه كوي.
-له اور څخه د ويرې دعوه لري او ګناهونه كوي.
-وايي چې مرګ حق دی او تياري ورته نه نيسي.
-د نورو په عيبونو كې خبري كوي او خپل عيبونه مو هير كړي.
-د خدای روزي خوري او شكر يې نه ادا كوي.
-خپل مړي خښوي او عبرت ترې نه اخلي.
                            سرچينه: المجتمع
                           ژباړه: زاهد جلالي