ولې پښتانه وژل کیږی

 
زمونږ ګران هیواد افغانستان کې مختلفو قومونه  اوسیږی  لکه پښتون ، تاجیک ، ازبک ، هزاره . پښتون قوم چې  په جنوبی، شرقي، غربي او مرکزي سيمو کې اوسيږی.  په يو قوی  استراتیژیک موقعیت کې دوی ژوند کوي چې پاکستان سره دیړه پوله لري . هاخوا په پښتونستان کې هم تقریباً پنځه ویشت میلیونه پښتانه اوسیږی . د پښتانه بربادی هغه وخت پیل شو کله چې دیوړند کرښه لاسلیک شوه. لر او بر پښتانه د یو بل څخه وویشل شول . سردارمحمد داوود خان دیړ تینګار وکړ چې پښتونستان بیرته افغانستان سره یوځای شی  مګر متاسفانه دی په خپل هیله ته ونرسید  .
ولې دیوړند کرښه لاسیلک شوه ؟
انګلېستان  له دیړو پخوا څخه دا پلان درلود چې اسلامی هیوادونه د یو بل وویشل شی او یو قوم بل قوم ته جنګ واچوی او د دوی نظریه د کولانیالیزم یا استعمار نظریه وو ترڅو چې د دوی حکومتونه په اسلامي هیوادونه باندې دیړ دوام وکړی .
انګلیسان کله چې افغانستان ته راتلل؛ دوی پوه شوی وو چې افغانان دیړ باغیرت او پرطاقت خلک دي چې دی خلکو باندې حکومت کول دیړ ستونزمن کار ده . بلاخره هغوی په دری جګرو چې د افغانستان غازیانو سره درلودل ماتې وخوره او هم هغه ماتې وو چې دوی تصمیم ونیوه چې پښتنو وویشل شی . زما انګیرنه دا ده چې دوی غوښتلی وو نه یوازی پښتانه بلکه کُردان هم وویشی نن مونږ ګورو چې په کردستان کې هم پښتنو غوندې خلک وژل کیږی او د دوی برخلیک تر اوسی پوری لاینحل دي . کُردستان په منځني آسیا د ایران ، ترکیه ، عراق او سوریه په مرزونو کې موقعیت لری . کُردانو هم  پښتنو غوندې خپل حق نده ترلاسه کړی هلته په کردستان کې خلک د تروریست په نامه وژل کیږی او په پښتونستان کې هم ځکه چې کله یو کُرد یا یو پښتون خپل حق غواړی. او خپل  خپلواکۍ ترلاسه کړی تروریست په نامه یاد کیږی . هلته   په پښتونستان کې هم خلک وژل کیږی او په افغانستان کې هم خلک وژل کیږی ځکه چې انګلیسان او امریکایان غواړی چې په اسلامی هیوادونو کې چې هغه قومونه اقلیت دي او دیړ واکمن او ښه تاریخ لری ورک کړی . سردار محمد داوود خان دیړ کوښښ کول چې د لر او بر پښتنو او افغانان یو بل سره یو موتي شي مګر متاسفانه په هغه وخت کې د امریکانو لاسوهنه دیړ زیاد وو ځکه چې دوی باور درلود چې یوه ورځ افغانستان نیسی او باید اول همدا جغرافیا اداره کړی .
مونږ ته څرګنده ده چې بیله دی چې پښتونستان د ترهګرو ځای شوی دي د هغه ترهګرو په واسطه د افغانستان پښتانه وژل کیږی . دا هم هغه استعماری سیاست دي چې یو قوم وړک کوی . مونږ باید دا ومنو چې زمونږ هیواد د امریکا او روس آلي دي او د دوی ټول رقابت د افغانستان په سرکې دي . که چيری اول پښتانه بیا ټول اقوام یو بل سره   یووالي ونکری د دوی پلان دا ځل د افغانستان تجزیه دي . په پای کې غواړم چې خپل خبرو د خان عبدالغفار خان د تاریخې خبری پای ته ورسوم ؛ (یا یو کیږو ګني ورک کیږو ) .