
دا نړۍ د ازمیښت نړۍ ده، هرڅوک تر خپلې وسې پورې هڅه او هاند کوي، چې د بريا پوړ ته پورته شي او ځانته د حل لار پيدا کړي. نړۍ کې د اوسيدلو تر ټولو لویه موخه دانسانانو دکړنو ازمایل دي؛ د دې لپاره چې د الله تعالی د اوامرو منوونکي او سرغړوونکي په ډاګه شي، دا هم معلوم شي چې څوک الهي اوامر پخپلو روزمره کړنو کې پلي کوي او د ژوند تګ لاره او لارښود يې بولی. الله تعالی د انسانانو ژوند د يو بوټي د ژوند په څېر تعبيروي، چې تر زرغونيدو لږ ځنډ وروسته خپل ژوند د لاسه ورکوي او له منځه ځي. د دغه حالت او بېلګې يادونه يې په سورة الکهف کې هم کړيده: نو آیا ستاسی ژوند ددی بوټۍ په څير نه دی؟
دانسان ژوند همېش د ژور بدلو په لور روان وي، داسې تغيير کوي لکه څلور موسمونه چې په خپل وار تغيير کوي او بدليږي، لکه پسرلې، اوړې، ژمی او منې، چې بدليږي په همدې څېر دانسان وضعیت هم ورځ تر بلې بدلیږی او په ژوند کښې نه یوازې دا چې دخوښیو، شتمنیو سره تل مل وي، بلکې دمودې په تیریدو سره دخورا زیاتو ستونزو سره لاس او ګریوان کیږی.
که غواړئ چې له ستونزو څخه دخلاصون لار ومومئ او یا هم ځانونه وژغورئ نو دلوی څښتن تعالی د اوامرو تابعداري وکړئ، دنعمتونو شکر يي پر ځای کړئ او بې وزلو ته دخپلې شتمنۍ څخه دهغوي حق ورکړئ که يې ور نه کړئ نو ژر ده، چې دهلاکت، بربادۍ او نیستۍ مصدر وګرځئ.
مونږ ټولو ته ښه په ډاګه ده، چې شتمني او مالداري دلوی څښتن تعالی ورکړه ده. او د دې حق پرځای کول پر مونږ فرض دي . که دالله جل جلاله شکر مو پر ځای نه کړ نو دغربت د ياغي سيلۍ انتظار وکړئ، چې دبربادۍ او هلاکت سبب به مو وګرځي. بې وزلو ته ښايې، چې په خپل غربت صبر وکړي تر څو په دنيا او اخرت کې د نيکمرغۍ او سرلوړۍ څښتنان شي.
یو عالم وايي : ((پوهه نه لري هغه کس چې مصیبت نعمت ونه ګڼي او شتمنی مصیبت)).
دپورتني زرینې وینا څخه څرګندیږي، چې بی وزله دښه وخت او شتمن دمصیبت او غربت په انتظار شپې او ورځې تیروی.
پیاوړی په کمزوري، کمزوری په پیاوړي ، بډايې په بې وزله او بې وزله په بډايي غوروالی نه لري، بلکې غوره هغه څوک دی، چې پرهیزګارۍ او تقوی کې تر نورو وړاندې وي. هلته چې الله تعالی په خپل عظيم کتاب کې فرمايې:
(إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ)
ژباړه : ((په تحقیق سره له ټولو غوره په تاسو کې له ټولو تقوا لرونکی (متقي) کس دی))
راځئ چې ټول په ګډه سره دا هوکړه وکړو، چې شتمن به په بې وزله او غښتلی په کمزوري باندې غوره نه ګڼو، نه به شتمن اوغښتلي ته د چاپلوسۍ او غوښتنې لمن غځوو او نه به هم کمزوري او غريب ته په ټيټه سترګه ګورو.
د الله تعالی په وړاندې د تفوق او غوره والي اصل او معيار تقوا او پرهيزګاري ده، هر هغه څوک غوره او اوچت دی، چې تقوا ولري.