
نن او پرون هغه ورځې دي چې په هغې کې پاکستان د افغان دولت په ضد درې ډوله جګړه پيل کړې ده، دا جګړه تازه شروع شوې ده، چې ممکن لا زیاته پراخه شي او په تر څ کې يې افغانان تر دې د بدو ورځو شاهدان واوسي. دا جګړه وروسته له هغې پيل شوه چې د سولې خبرې اترو تر دې مهاله نتیجه ورنه کړه مخکې له دې چې ددغې درې ډوله جګړې په اړه څه ووایم، افغانانو ته په کار ده دغه حساس وخت کې خپل ټول خپل منځي اختلافات شاته پریږدي او ددغه جنګ په مقابل کې سره متحد او یو موټی شي.
دا جګړه په درې سنګرونو کې د پرون را هیسې پيل شوې ده، اول د طالبان له خوا د عمري په نوم د پسرلنیو عملیاتو پیل، دویم په پاکستان کې د افغان مهاجرو کړول او درېیم په تبلیغاتي ډګر کې د افغان حکومت په کفر او الحاد تورنولو سلسله ده چې په ډېره شدت را پیل شوې ده.
اول، طالبانو پرون سهار اعلان وکړ چې د خپل پخواني امیرالمومنین په نوم یې د (عمري عملیات) په نوم د افغان او بهرنیو ځواکونو په ضد جګړه پيل کړې ده، چې د هغوی د خبر پاڼې په وینا دې کې به له هر ډول جنګي تاکتیک نه کار اخلي. دا چې دغه نوي عملیاتو ته دوی د خپل پخواني مشر ملا عمر نوم ورکړی دی، نو کېدای شي دغه عملیاتو کې به طالبان ټول هغه زور استعمال کړي، څو له یوې خوا خپلو صفوفو کې د ملا عمر زور او نوم ژوندی وساتي او له بلې خوا په دې توګه خپل هغه داخلي ناراضیان هم وډار کړي چې د دوی نوی مشر نه مني او بلاخره په دې جګړه کې دومره څه ترلاسه کړي چې د دوی په منځ کې د طالبانو نوي مشر ته مشروعیت ورکړي او خواره واره طالبان پرې راټول شي. دا چې د ملي وسله وال ځواک سره په مخامخ جګړه کې طالبانو په هر ډګر کې ماته خوړلې ده دوی به هڅه وکړي لکه تېره ورځ چې دوی په جلال اباد کې د ملي اردو په نويو جلبو شویو سرتیرو برید وکړ، ددې احتمال زیات دی چې دوی به دغه ډول پاسته او اسانه هدفونو باندې زیات تمرکز وکړي.
دویم، پرون راهیسې د پاکستان حکومت یو ځل بیا د افغان مهاجرو تنګول شروع کړي دي، مهاجر د افغانستان غټه کمزوري ده، زموږ ګاونډیان له دوی نه زموږ په ضد هر ډول استفاده کوي، کله یې په وسلو سمبالوي، کله یې په خپلې ایډيالوژۍ او بیا يې زموږ په ضد کاروي، حتا په کور دننه چې کله مشکلاتو سره مخ شي ملامتي يې پر افغان مهاجرو اچوي، زیات وخت داسې کېږي چې افغان حکومت سره د دوی کومه لانجه راشي بیا مهاجر ځوروي. له یوې خوا طالبانو د نویو عملیاتو د اعلان خبره وکړه، ورسره جوخت یې په مهاجرو هم فشار راوړ چې په دې توګه افغانستان په یو وخت کې له څو ډوله ستونزو سره مخ کړي. ځکه پاکستان پوهیږي چې همدا اوس زموږ دولت دومره کمزوری دی چې دلته میشتو خلکو ته خدمات او زورګار نشي برابرولی، نو د مهاجرو راستنول او مېشتول خو یې بیخي له وسې بهر کار دی. دغه مهاجر هلته تر افغانستان بهتره ژوند هم نه لري، خو هسې د پاکستاني تبلیغاتو تر اثر لاندې راغلي چې دلته افغانستان کې هیڅ سم ژوند نشته، له همدې امله دوی د پاکستان هر ظلم او تیری مني خو چې هلته یې مازي ژوند کولو ته پریږدي. تر هغو زموږ زموږ خلک له خپل هېواده فراره او ګاونډیو هېوادونو کې میشت وي، دلته د امنیت راوتلو او د افغانستان په پښو درولو خوب او خیال باید ونه ګورو. پاکستان پوهیږي چې د پاکستان د مهاجر ضد سیاست په مقابل کې زموږ حکومت بې له دې چې ملګرو ملتونو ته شکایت وکړي بل هیڅ نشي کولای. نو له همدې امله موږ له ژوبلې ګوتې نیسي چې لا زیات مو وکړوي.
درېیم، له پرون راهیسې په ناڅاپي توګه په مجازي نړۍ او سایټونو کې هغه پاڼې ډېرې شوي دي چې د دین په نامه فعالیت کوي او د هغې له لارې هڅه کوي کابل او زموږ دولت کې هر څه د دین او اسلام خلاف وګڼي. دغه تبلیغات پخوا هم کېدل خو په تېرو څو ورځو راهیسې یې بیخي منظمه بڼه خپله کړې ده او ټوله هڅه یې دا ده چې له دین نه د یوې تبلیغاتي وسیلې په توګه کار واخلي او دروغ او رښتیا سره ملګري او اوسنی نظام او دولت له شرعي پلوه چلنج کړي. په دې برخه کې هم دوی داسې هدفونه ټاکي چې په خلکو کې ژر هیجان او جزبه را وپاروي، لکه د هنرومندانو عکسونه فوټو شاپ کول، په کابل کې د شرابو او بې حیایۍ په څیر خبرې او بحثونه، د عیسویت او الحاد د زیاتېدو ویره او خطر خلکو ته لوی ښودل او بیا ددې ټولو ناروا کارونو ملامتي په حکومت اچول چې ګني دې کارونو کې حکومت مستقیم نقش لري د دوی د تبلیغاتي پالیسۍ عمده ټکي جوړوي.
نتیجه کې ویلی شو، چې د طالبانو له خوا د پسرلنیو عملیاتو اعلان، په پېښور کې د مهاجرو تنګول، په مجازي نړۍ او مطبوعاتو کې پر حکومت د کفر او الحاد ټاپي لګول او... دغه درې واړه کارونه په داسې شرایطو کې کېږي چې زموږ دولت د سیاسي او اقتصادي ثبات د استقرار له ستونزې سره مخ دی او په کور دننه نارضایتۍ زیاتې شوي دي، پاکستان فکر کوي که چېرته په دغسې شرایطو کې له دغو درې مورچلو پر افغانستان ګزار وکړي نو دولت به تر سختو فشارونو لاندې بلاخره د پاکستان غوښتنو ته تسلیم شي. اوس زموږ د دولت او خلکو پر وړاندې یوه لار پاتې ده چې ددغو ټولو فشارونو په مقابل کې معقول مقاومت وکړي، خپل داخلي اختلافات یوې ډډې ته کړي، ولس او خلک په اعتماد کې واخلي چې ټول په متحد او یو لاس ددغه نویو تهدیدونو په مقابل کې ودریږي، که دوی داسې ونه کړای شي، دا به زموږ ولس او هېواد ته ډېر لوی تاوانونه ورسوي چې بیا به په اسانۍ جبران نشي.