
د افغانستان د اساسي قانون د یو شپيتمې مادې له مخې ((جمهور رییس د رایه ورکوونکو د ازادو، عمومي، پټو او مستقیمو رایو له لارې په سلو کې تر پنځوسو زیاتو رایو په ترلاسه کولو انتخابیږي)) او قانون حکم کوي چې د خلکو رایو ته دې درناوی وشي.
خو په افغانستان کې د ۱۳۹۳ کال ولسمشرۍ ټاکنې جنجالي شوي او دلته د دې جنجالونو د حل لپاره ټول اصول او د افغانستان اساسي قانون له پامه ولویدل او د ولسمشرۍ نوماندان په دې سره سلاح شول چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جانکیري په منځګړیتوب رامنځته شوي جنجالونو ته د حل لاره پیدا کړي.
د امریکا متحده ایالتونود بهرنیو چارو وزیر جان کیري د ټاکنیزو لانجو د حل لپاره کابل ته راغلی او دلته يې د ولسمشرۍ نوماندان ډاکټر اشرف غني او ډاکتر عبدالله عبدالله دې ته مجبور کړل چې د افغانستان د اساسي قانون خلاف او ددې قانون په نقصولو سره د ملي یوالي حکومت په نوم د حکومت جوړیدو ته غاړه کیږدي.
هغه مهال هم د ملي یووالي حکومت اوسنیو مشرانو د قدرت د ترلاسه کولو لپاره د افغانستان اساسي قانون نقض کړ او د ملي یوالي حکومت په نوم یې یو ساسي توافق رامنځته کړل چې د هغې له مخې به دوی د ملي یوالي حکومت ته دوام ورکوی. دا سیاسي هوکړه لیک چې اووه مادې لري د ۱۳۹۳ کال د وږي په ۲۹ مه په کابل کې لاسلیک شو.
د سیاسي هوکړه لیک د دویمې مادې پر بنسټ اجرایوي پوست د ولسمشر په ځانګړي فرمان د دوو کلونو لپاره رامنځته کېږي او تر دوو کلونو وروسته به صدارت پوست ته د اجرایه پوست د بدلولو لپاره د اساسي قانون د تعدیل لویه جرګه را غوښتل کېږي.د یادې هوکړې له مخې د روان لمریز کال د وږي میاشتې په ۲۹ نېټه د اجرایوي ریاست قانوني موده پای ته رسېږي.په دې وروستیو کې په دې اړه بحثونه ګرم وو چې د لویې جرګې د نه دایرېدو په صورت کې به د اجرایه ریاست برخلیک څنګه کېږي،
خو د امریکا دبهرنیو چارو وزیر جانکیري کابل ته په بیا راتګ سره یو ځل بیا د اساسي قانون خلاف او د شوې سیاسي توافق پر ضد د ملي یوالي حکومت د جوړښت او د اجراییه ریاست د دوام پریکړه وکړه. د ملي یوالي حکومت مشران چې د قانون حاکیمت ته اړ دي د دې پر ځای چې د اساسي قانون پریکړو او حکمونو ته غاړه کیږدي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جانکیري پریکړې ته یې د درناوي ترڅنګ د عملي کیدو هوډ وکړ. په افغانستان کې د اساسي قانون د نقض تر ټولو ستر مثال د تیرو ولسمشریزو ټاکنو ځنډول او د مصلحتونو په اساس د ملي یوالي حکومت جوړښت دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د ملي یوالي حکومت مشرانو دغه ډول عمل په ملي کچه وغندل شو.
د مشرانو جرګې مشر: ((دا د شرم ځاى دى چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير زموږ د حکومت نېټه ټاکي، دا کار څرګنده لاسوهنه ده، زه په خپله د ملي يووالي حکومت د کار له دوام سره مخالفه نه يم، خو دا کار بايد زموږ له لوري شوى وى))
د ولسي جرګې غړی ظهیر سعادت: ((ډیموکراټیک سیاسي نظامونه د خلکو له رایو مشروعیت اخلي او د ملي یووالي حکومت هم باید خپل سیاسي مشروعیت له خلکو واخلي. تاسو باید له خلکو مشروعیت واخلئ، کنه بهرنی مشروعیت به ښې پایلې ونه لري.))
د ملي یووالي حکومت د مشروعیت په اړه د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري د څرګندونو پر وړاندې د پراخو غبرګونونو په لړ کې ډيری افغان سیاستوالو په دې اړه سخت غبرګونونه وښودل او د جان کیري دا عمل یې د افغانستان په اړه د امریکا استعماري دریځ وباله. په دې سره امریکا په ښکاره لاسوهنو د افغانستان ملي واکمنۍ او غرو ته نه جبرانېدونکی زیان اړولی دی.