کاش د سمون هڅې هم کیدای!

 
امکانات نه لرو، سیاسي کړکیچونه لرو، مغرض ګاونډیان رانه تاوو دي، یو شمیر مشران چې ولس کې پرې حساب کیږي او که لږه قرباني ورکړي، ممکن دا شرایط هم ورسره یو څه ښه شي، هغوی د ځینو لمسوونو، ناپامیو او شخصي اغراضو په سیند کې لاهو شوي، له تخریب بله هڅه نه کوي، ځکه چې خپله په محفوظ ځای کې ناست دي او زړونه د ولس او ځوانانو زوروي.
هغه مرستې چې مخکینی حکومت پرې باریک او موقتي ولاړ وو، هغوی ترې سمه ګټه وانخیسته ځکه چې مدیریت یې نه وو، اوس هغه مرستې بندې شوي دي. ځکه مخکې به (یو، اس، اې، ډي) او (پي، ار، ټ) پراخې پیسې خپرولې، هر چا ترې پرته له دې چې سم کار واخلي، حکومت یې په ښه ډول سره وکاروي، زیربنايي کار وکړي، فابریکې جوړې کړې او داسې نورې ګټې ترې واخلې، ګټه وانه خیسته، بلکې یوازې جیبونو ته لاړې او بیرته له هیواده ووتې.
پخواني حکومت هغه ډول سره چې په اساسي ډول خپل راتلونکي حکومت ته یو ښه اساس او بنسټ کیږدي او راتلونکی حکومت ترې ګټه واخلي، هغه ډول سره هیڅ هم په ښه ډول سره پرینښودل.
هغه کسان چې هغوی د پردیو ادارو، سفارتونو لپاره کار کاوه، نا پوهه دي، ملي روحیه نه لري، تفرقه اچوي، په تیرو کلونو کې یې خپل ځانته کار کاوه، هغوی یې ښه قوي کړل او دوی هر یو نه یې ښه په نره میلیارډران جوړ کړل.
د هر زورواکي، وطن فروش، خاین، جابر او ولس وژونکي ځوی، ورور، وراره او بل بل خپلوانو ته یې ښې پریمانې هر ډول رتبې ورکړې، جنرالي، تورن جنرالي، ډګر جنرالي او نور... چې ښه بیلګه یې تاج محمد جاهد دی، چې کورنیو چارو وزارت ته د اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله په زور او له ناخوښیو وروسته معرفي کړ او ولسي جرګې د معاملو په بدل کې په پټو سترګو د باور رایه ورکړه، اوس نو تاسې دې شرایطو ته په کتو د خدای لپاره ووایي چې څوک ملامت دي، کومه لار په کار ده؟ کړکیچ چا پیل کړی؟ او رښتیا ووايي اوس تخریب په کار دی، کنه ملاتړ او قوي کول په کار دي؟
نو د خدای لپاره ای مشرانو که په حکومت کې یاست او یا یې مخالفین یاست او اوس چغې وهې چې حکومت لړزووم دا کووم او هغه کووم، نور له دې تیر شئ تاسې حکومت نه ولس لړزوئ.
که تاسې ددې تخریبونو پر ځای دومره وخت سالم انتقاد او سمون لپاره هڅه کړې وای او خپل شخصي او پردیو اهدافو نه تیر وای، نن به یوه ستونزه هم نه وای او هر څه به حل وای.
کاش د سمون هڅې هم کیدای!
غ.عابد