
تیر کال چې د طالبانو د مشر ملامحمد عمر مجاهد د مرګ خبر د رسنیو د لاري خپور سو، له هغه وروسته د طالبانو نوی مشر وټاکل سو، کمو طالبانو له نوي مشر سره خپل ملاتړ اعلان نه کی او ځینو خپل ملاتړ مشروط کی.
د طالبانو ډله وتوانیده هغه طالب مشران چې ملاحظي لري او یا اصلاحي نظر لري له هغوی سره کښینې او د هغوی قناعت حاصل کړي.
په دي لړ کې له نوي مشر سره د ملامحمد عمر مجاهد زوی مولوی محمد یعقوب او د ملامحمد عمر مجاهد ورور ملاعبدالمنان اخوند یوځای سوه، بیا وروسته ملامحمد حسن رحماني هم یوځای سو، دادی تیره اونۍ د طالبانو مشهوره نظامي څیره ملاعبدالقیوم ذاکر هم خپل ملاتړ له نوی مشر ملااخترمحمد منصور سره اعلان کی.
د ۲۰۱۶ ز. کال د فیبروري په ۱۷مه نیټه د ملاعبدالقیوم ذاکر له خوا د طالبانو مشرانو ته یو ه پاڼه لیک واستول سو، هلته پکې د طالبانو د وحدت او اتفاق غوښتنه سوې وه. له خپلمنځي اختلافاتو څخه د مخنیوي خبري لیکل سوې، حتمي ده چې لیک به د طالبانو نوی مشر او د هغه معاونینو ته هم رسیدلی وي. د لیک بڼه انتقادي نه ده، بلکې اصلاحي بڼه او پخپله ملاعبدالقیوم ذاکر لیکلي چې دده شرعي ملحوظات او غوښتنې دي، د لیک مهم ټکي په دي ډول دي:
اوسني وضعیت ته په کتو سره په کا رده چې طالبان د اشغال او اسلامي نظام اړوند واضح تګلاره وړاندي کړي، کوشش وکړي چې د طالبانو تحریک متحد او متفق وساتي، په تګلاره کې اوسني او راتلونکي وخت کې د اسلامي نظام اړوند ټکي روښانه وي، د امریکا او نورو غیراسلامی هیوادونو سره اړیکي او مذاکرات واضح سي، موسیساتو او شرکتونو ، عام المنفعه ځایونه ساتل ، اسلامي هیوادونو سره د اړیکو معیار، د طالبانو بندیان او دارنګه په اوس او راتلونکي وختو کې د بهرنیو مجاهدینو او مهاجرینو اړوند مسایل او داسي نور ... په کار ده چې د یادو مسایلو اړوند وضاحت موجود وي.
داچې تیره اونۍ ملاعبدالقیوم ذاکر د طالبانو له نوي مشر سره خپل ملاتړ اعلان کي ، انګیرنه داده چې دده ځینې غوښتني به منل سوې وي او دنورو غوښتنو او ملاحظاتو اړوند به ورسره ژمنه سوې وي چې تر ممکن حده به عملي کیږي.
تیره اونۍ د طالبانو د مشرتابه لخوا یو بل مهم پرمختګ هم وسو، د ملامحمد عمر مجاهد زوی مولوي محمد یعقوب د ۱۵ ولایتونو نظامي مسؤل وټاکل سو، اود ملامحمد عمر مجاهد ورور ملاعبدالمنان اخند د جلب او جذب د کمیسو ن مشر وټاکل سو، دارنګه دواړه د طالبانو د رهبري شورا غړي هم ومنل سوه.
په سخت او حساس وخت کې د سیمې او نړۍ استخباراتو ونه سوای کولای چې د طالبانو د روحاني مشر تر مرګ وروسته دغه ډله وویشي او د دویشلود لاري دوی کمزوري او منزوی کړي.
د ملاعبدالقیوم ذاکر غوښتنې چې هر رنګ دي ولي مهمه داده چې د طالبانو مشرتابه انعطاف کوي، او د هر مشر او کشر طالب معقول ملاحظاتو ته غوږ نیسي، نو ځکه خو ددوی د ویش هڅې تر ډیره ناکامه دي.
داسي اوازي دي چې د طالبانو مشران هڅې کوي چې د نورو په څیر ملامحمد رسول اخند هم بیرته راضي کړي، که چیرته د طالبانو د مشرانو دغه ډول انعطاف او د ځینو پاتې ناراضه کسانو ملاحظات منل کیږي، کیدای سي چې دغه ډله همداسي متفق او واحده پاتي سي.
د طالبانو هغه ناراضه کسان چې تر اوسه د نوي مشر سره يې علني خپل ملاتړ نه دي اعلان کړي، کیدای سي د ملاقیوم ذاکر دغه ګام او کار ددوی له پاره ښه پېل وي، امکان لري چې همدا د ملا عبدالقیوم ذاکر غوښتنې به د ځینو نورو هم وي، همدي ټکو ته په کتو سره نور به ممکن واړه اختلافات ختم او د طالبانو ډله به متفق پاتې سي.
مولوي عبدالصمد حقاني