د لوړو زده کړو نظام پر وړاندې شته ننګونې

 
هېوادونه په دې لټه دې  تر څو د لوړو زده کړو نظام د پياوړي کولو په موخه خورا غورې لارې چارې ومومي او لاسته راوړنې او اندونه یې په بیلابېلو علمي مرکزونو تطبیق کړي. د زده کړو په هر نظام کې ګټې او عیبونه شته ځکه خو د افغانستان د لوړو زده کړو نظام هم ترینه مجزا نه دی او همدا ځانګړنې سره لري.
لوړو زده کړو نظام په اړه په افغانستان کې ‌‌‌‌‌‌ډېرې ننګونې شته چې ځایې حکومت او مقامات یې په اړه باید ذمه واري واخلې او د حل لاره ورته وړاندې کړي؛ د زده کړو د کیفیت نه نېولې تر کمیت پورې، مسلکي کادرونه، د زده کړو چاپېریال او درسې مواد، د زده کړو څانګې ، او په بیلابېلو برخو کې د مشق او څیړنو نشتوالۍ د مهمو ننګونو څخه دي.
د ښوونځې څخه د فارغېدونکو زده کوونکو شمېره هر کال تر پنځلس زره پورې ‌‌‌‌‌‌ډېرېږي که څه هم ټول زده کوونکي لوړو زده کړو ته لاره نه مومي خو د زده کړیالونه په شمېر کې د ‌‌‌‌‌‌ډېروالي سبب ګرځي. له بلې خوا د زده کړو کیفیت چې په یوه ټولنه کې تر هر څه اغیزناکه وي حتی په منطقه کې نشې پرتله کېدلی. د هېواد په کچه ټول علمي بنسټونه او سرچینې تر حده زیاد جګړو او بینظمیو په اوږدو کې له منځه تللي اوهمدې جګړو په وروستیو پنځه ویشتو کلونو کې د زده کړو په نظام کې له اړینو بدلونونو او پیاوړتیاو څخه مخنیوی کړی.
د پیاوړو کادرونو او په زده کړو سمبال کارکوونکو ، د زده کړو مناسب چاپېریال،سرچېنو ته لاسرسی، د زده کړو خورا عمومي څانګې، او په طبیعي علومو کې د مشق [تمرین] نشتوالي ته د افغانستان په لوړو زده کړو نظام کې د سترو ننګونو په سترګه کتل کیږي.
د زده کړو د ښه نظام او چاپېریال لپاره مالې لګښت، نړیوالو علمي مرکزونو سره اړېکې ټېنګولو اوګډ کار کولو تر څنګ، پرېکنده هو‌‌‌‌‌‌ډ ته اړتیا ده.
درنښت
عبدالرحمن سلیم