کولکته نایټ رایډرز ډهلي ډارېډیوېلز ته ماتې ورکړه / د آی پي ال دویمه سیالۍ

 
   د یکشنبې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د وري (حمل) دوه ویشتمه، چې د ۲۰۱۶ زېږدیز کال د اپرېل له لسمې نېټې سره برابره وه، د هند غوره لیګ (آی پي ال) دویمه سیالۍ د ډهلي ډارېډیوېلز او کولکته نایټ رایډرز کرکېټ لوبډلو ترمنځ د هندوستان د کولکته په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .  
  د لوبې پچه د کولکته نایټ رایډرز لوبډلې، لوبډل مشر ګواتم ګمبیر وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه .
  د ډهلي ډارېډیوېلز کرکېټ لوبډلې د ۱۷/۴ اورونو په لوبولو او د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۹۸ منډې جوړې کړې، چې سیالې لوبډلې ته یې د ۹۹ منډو هدف وټاکه .
  د کولکته نایټ رایډرز لوبډلې د ۱۴/۱ اورونو په لوبولو او د خپل یوه لوبغاړي په سوځېدو ټاکلی هدف په ډېرې آسانۍ تر لاسه، چې د ډهلي ډارېډیوېلز لوبډلې ته یې د ۹ وېکټو او ۳۵ توپونو په توپیر ستره ماتې ورکړه .
  د کولکته نایټ رایډرز لوبډلې له لوري اندري رسل ډېره ښکلې او په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه، چې نوموړي ۳ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۴ منډې یې ورکړې، ۳ لوبغاړي یې وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د ډهلي ډارېډیوېلز د توپ وهنې برخه :
۱ ـــ میانک اګروال په ۱۱ توپونو ۹ منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
۲ ـــ کوینټون ډیکوک په ۱۰ توپونو ۱۷ منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
۳ ـــ شرییاس ایر په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
۴ ـــ کارون نیر په ۸ توپونو ۳ منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
۵ ـــ سنجو سامسن په ۱۳ توپونو ۱۵ منډې جوړې کړې، ۲ څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
۶ ـــ پوان نېګي په ۱۹ توپونو ۱۱ منډې جوړې کړې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او سټمپ اوټ شو .
۷ ـــ کارلوس براټ وایټ په ۴ توپونو ۶ منډې جوړې کړې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او ال بي ډبلیو اوټ شو .
۸ ـــ چریس موریس په ۹ توپونو ۱۱ منډې جوړې کړې، ۲ څلوریزې یې ترسره کړې او بولډ اوټ شو .
۹ ـــ نتان کولټر نایل په ۱۱ توپونو ۷ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه .
۱۰ ـــ امېت مېشرا په ۹ توپونو ۳ منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
۱۱ ـــ زهیر خان په ۹ توپونو ۴ منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
د ډهلي ډارېډیوېلز د توپ اچونې برخه :
۱ ـــ نتان کولټر نایل ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۳۲ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۲ ـــ زهیر خان ۲/۱ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۴ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۳ ـــ چریس موریس ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۱ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغای یې ونه سوځاوه .
۴ ـــ کارلوس برایټ وایټ ۲ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۹ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۵ ـــ امېت مېشرا ۲ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۱۱ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
د کولکته نایټ رایډرز د توپ وهنې برخه :
۱ ـــ روبین اوتا پا، په ۳۳ توپونو ۳۵ منډې جوړې کړې، ۷ څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
۲ ـــ ګواتم ګمبیر په ۴۱ توپونو ۳۸ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، ۵ څلوریزې یې ترسره کړې .
۳ ـــ منېش پانډې په ۱۲ توپونو ۱۵ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، ۳ څلوریزې یې ترسره کړې .
د کولکټه نایټ رایډرز د توپ اچونې برخه :
۱ ـــ اندري رسل ۳ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۴ منډې یې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې وسوځول .
۲ ـــ اومېش یادوف ۳ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۱ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۳ ـــ جان هسټېنګز ۲/۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۶ منډې یې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول .
۴ ـــ کولین مونرو، یو اور توپ اچونه ترسره کړه، ۷ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۵ ـــ براډ هوګ ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۱۹ منډې یې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې وسوځول .
۶ ـــ پیوش چاوله ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۱ منډې یې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول .