
د شنبې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د وري ( حمل ) یو ویشتمه، چې د ۲۰۱۶ زېږدیز کال د اپرېل له نهمې نېټې سره برابره وه، د هند غوره لیګ ( آی پي ال ) لومړۍ کرکېټ سیالۍ د رېسېنګ پونې سوپر ګیانټس او مومبیي انډینز لوبډلو ترمنځ د هندوستان د مومبیي په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
د لوبې پچه د مومبیي انډینز لوبډلې، لوبډل مشر روهیت شرما وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
د مومبیي انډینز لوبډلې د ۲۰ اورونو په لوبولو او د خپلو ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۱ منډې جوړې کړې، چې سیالې لوبډلې ته یې د ۱۲۲ منډو هدف وټاکه .
د رېسېنګ پونې سوپر ګیانټس لوبډلې د ۱۴/۴ اورونو په لوبولو او د خپل یو لوبغاړي په سوځېدو ټاکلی هدف په ډېرې آسانۍ تر لاسه، چې د مومبیي انډینز لوبډلې ته یې د ۹ وېکټو او ۳۲ توپونو په توپیر ستره ماتې ورکړه او د لوبې اتلولي یې خپله کړه .
د رېسېنګ پونې سوپر ګیانټس لوبډلې لوري اجېنکا رېحاني ډېره ښکلې او په زړه پورې توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه، چې نوموړي په ۴۲ توپونو ۶۶ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، چې په منډو کې یې ۷ څلوریزې، ۳ شپږیزې شاملې وې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د مومبیي انډینز او رېسېنګ پونې سوپر ګیانټس د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د مومبیي انډینز د توپ وهنې برخه :
۱ ـــ لېندل سیمونز په ۸ توپونو ۸ منډې جوړې کړې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او بولډ اوټ شو .
۲ ـــ روهیت شرما په ۵ توپونو ۷ منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او ال بي ډبلیو اوټ شو .
۳ ـــ هادیک پانډیا په ۱۱ توپونو ۹ منډې جوړې کړې، ۲ څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
۴ ـــ جوس بټلر په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
۵ ـــ امبټي رایډو په ۲۷ توپونو ۲۲ منډې جوړې کړې، ۲ څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
۶ ـــ کیرون پولارډ په ۸ توپونو، یوه منډه جوړه کړه او ال بي ډبیلو اوټ شو .
۷ ـــ شرییاس ګوپال په ۱۶ توپونو ۲ منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
۸ ـــ هربجن سېنګ په ۳۰ توپونو ۴۵ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، ۷ څلوریزې او یوه شپږیزه یې ترسره کړه .
۹ ـــ وینې کومار په ۱۱ توپونو ۱۲ منډې جوړې کړې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
۱۰ ـــ میچیل میکلېناګن په ۲ توپونو ۲ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې .
د مومبیي انډینز د توپ اچونې برخه :
۱ ـــ میچیل میکلېناګن ۳ اورونه توپ اچونه ترسره کړه،۲۷ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۲ ـــ جسپرېټ بومرا ۳ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۳۰ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۳ ـــ وینې کومار ۲ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۱۴ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۴ ـــ شرییاس ګوپال ۳ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۱۸ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
۵ ـــ هربجن سېنګ ۳ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۴ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
۶ ـــ هاردیک پانډیا ۴ توپونه، توپ اچونه ترسره کړه، ۱۲ منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
د رېسېنګ پونې سوپر ګینټس د توپ وهنې برخه :
۱ ـــ اجینکا رېحاني په ۴۲ توپونو ۶۶ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، ۷ څلوریزې او یوه شپږیزه یې ترسره کړه .
۲ ـــ فاف ډوپلیسېز په ۳۳ توپونو ۳۴ منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه او ۳ شپږیزې یې ترسره کړې او بولډ اوټ شو .
۳ ـــ کېوین پیټر سن په ۱۴ توپونو ۲۱ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، ۲ شپږیزې یې ترسره کړې .
د رېسېنګ پونې سوپر ګېنټس د توپ اچونې برخه :
۱ ـــ آر پي سېنګ ۳ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۳۰ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
۲ ـــ ایشانت شرما ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۳۶ منډې یې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول .
۳ ـــ میچیل مارش ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۲۱ منډې یې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول .
۴ ـــ راجت باټیا ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۱۰ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
۵ ـــ مروګن اشوین ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه، ۱۶ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
۶ ـــ راوي چندرن اشوین یو اور توپ اچونه ترسره کړه، ۷ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .