په افغانستان کی د ودانیو له امله احتمالی ناورین!

 
 
محمد منظور ناصري
د ترکیه  قره دنیز تخنیکي پوهنتون د ډوکټورا څیړونک







 لکه څنګه چي معلومه ده افغانستان د آسیا په زړه کښي پروت، یو غرنی هیواد دی. د افغانستان د غرونو اساسي سلسله د هندوکش غرونه دي. نوموړي غرونه د جیولوژیکي پیدایښت له نظره د ودي په حالت کښي دي چي د ځوانو غرونو په جمله کښي شمېرل کیږي. نو له همدې کبله په افغانستان کښي زیاتي زلزلې منځ ته راځي. زلزله په اصطلاح کښي د ځمکي حرکت ته وایي؛ دغه حرکت چي کله زیاد شي نو د کورونو، سرکونو، پلونو، جوماتونو او حتی د ښارونو د له منځه وړلو لامل ګرځېدونکی، طبیعي آفت (ناورین) ترې جوړیږي.
زلزلې پر څلور ډوله وېشل کیږي.
۱- تکتونیک
۲-ولکانیک
۳-لویدل
۴-سونامي
د ځمکی لیتو سفیر طبقه له څو بیلو بیلو طبقو څخه جوړه سوې، هغه طبقه ده چي انسانان پرې ګرځي او د استوګني ځایونه پرې جوړوي. کله چي د ځمکي لاندي د انرژې د زیاتوالي له کبله نوموړي طبقې حرکت وکړي، نو دغه حرکت د ځمکي مخ ته په مختلفو شکلونو رارسیږي او د وراني لامل ګرځي؛ دغه حرکت ته تکتونیکي زلزله ویل کیږي. د افغانستان تقریباً ټولي زلزلې تکتونیکي دي. د ځمکي لاندي چي کله انرژي منځ ته راځي، نو دغه ځای ته د زلزلې مرکز ویل کیږي. د ځمکي پر مخ د نوموړي مرکز نقطې ته، د زلزلې سطحی مرکز ویل کیږي. د زلزلی مرکز څومره چي د ځمکی مخ ته نژدی وی نو هغومره ویجاړونکی وي.
 
پر مختللي نړۍ کي چي کله یوه ودانۍ جوړيږي، له جوړیدو مخکي د ودانۍ د خاوري میخانکي ټسټونه کیږي او وروسته یې پروژه ډیزاین او محاسبه کیږي. د دغه ډیزاین او محاسباتو لپاره هر هیواد خپل معیارونه او نورمونه لري چي د هغه هیواد د هري منطقې طبیعي خواصو ته په کتو سره برابر کړل شوي وي.  په دغه ډیزاین کښي د زلزلې، باد، واوري ثابته او محرکه قواوو په مقابل کښي د ودانۍ مقاومت محاسبه کیږي. د ودانې د مقاومت د محاسبې څخه بیا د ستنو، دېوالونو او بیمونو اندازې او د موادو ډول معلومیږي. وروسته چي کله ټول د ډیزاین او محاسبې پړاونه پای ته ورسيږي، نو بیا د ودانولو اجازه د مربوطه ادارو له خوا ورکول کیږي چي د جوړښت پر مهال یي هم ټول کار د مربوطه ادارو د نظارت لاندي وي.  
 
له ۲۰۰۱ کال راهیسي له نېکه مرغه په افغانستان او په ځانګړي ډول په کابل ښار کښي ډېر په سرعت سره آبادي روانه ده او لوړ پوړي ودانۍ د ښار په هر ګوټ کښي په سترګو کيږي. خو له بده مرغه د دغو ودانیو ډيري يې نه کومه پروژه لري او نه یې هم کوم ډیزاین او محاسبه سوې ده. د نوموړو ودانیو پروژې د تخنیکي لحاظه سمي نه کنتروليږي، سم مواد پکښي نه کارول کیږي او د جوړښت پر مهال هم ښه مسلکي او تخنیکي څارنه ترې نه کیږي.
هغه ساختمانۍ مواد چي له بهره افغانستان ته را واردیږي د کیفیت کنټرول میکانیزم بیخي پکښي موجود نه دی. هغه ګاډر او پولاد چي په ودانیو کښي استعمالیږي باید د کشش د قوې مقاومت یې اندازه شي ( Strength eTensil ) او بیا په ودانیو کښي يې د استعمال اجازه ورکړل سي. دا کار داسي نه چي یوازي د یوې نموني لپاره وسي، بلکه د هري ودانۍ د جوړولو پر مهال باید عملي سي او مخصوصاً د لوړ پوړو ودانیو د جوړولو پر مهال په جدي ډول و کارول سي. کانکریټ باید په باچ پلانټ(Plants atchB ) کي تیار سي او په هر پړاو کښي یي مقاومت (Strength ompressiveC) اندازه شي. په نورو پرمختللو هيوادونو کښي د کنټرول کارونه بیلي مشاوري کمپنۍ چي مسلکي او تخنیکي پرسونل لري، تر سره کوي.
یوه بله ډېره مهمه مسله دا ده چي په افغانستان کښي تقریباً په ټولو ودانیو کښي ډکي پخې خښتي کارول کیږي، چي دا خښتي په نوره نړۍ کښي له دوه منزله نه په جګو ودانیو کښي د استعمالولو اجازه نلري. ځکه چي دا خښتي ډیري درندې دي او د دوی پر ځای تشي (خالیګاه لرونکي) سپکي پخې خښتي استعمالیږي.
 
ډکي پخې خښتي درې اساسي خطرونه او ستونزي لرلای سي، چي په لاندي ډول دي:F:5-AKADEMİK ÇALIŞMALARAfghanistan Earthquakesedf.jpg
 
۱- ډکي پخې خښتي کومي چي په افغانستان کي، په ودانیو کي
استعمالیږي ډېر وزن لري او د ودانۍ د وزن زیاتېدو لامل
ګرځي، چي د زلزلې پر مهال د ودانیو د نړېدو یا زیانمن
کېدو سبب کیږي. څومره چي یوه ودانۍ درنه وي، نو د زلزلې
د پېښېدو په مهال هغومره ډېره قوه پرې واردیږي.
 
۲-  د تودوخي د عایق له پلوه، ډکي پخې خښتي د خالیګاه لرونکو
سپکو خښتو په تناسب هم ډیري کمزوري دي. ځکه په يوه ډکه پخه
خښته کښي د تودوخي د انتقال ضریب نسبت هوا ته ډېر زیاد وي.
یعني باندنۍ ګرمي او یخني په آسانه توګه د ودانۍ دننه ته
انتقالولای سي.
۳- د غږ انتقال هم په ډکو خښتو کي ډېر وي، چي د ودانۍ څخه
بهر غږ ډېر په اساني د ودانۍ دننه ته انتقالولای سي.
 
 
په دې لنډو وختونو کي په افغانستان کښي د څو ځواکمنو زلزلو د را منځ ته کېدو په ترڅ کښي یو شمېر ودانۍ زیانمني شوې، درزونه يې وکړل او ښاریانو ته یي خورا اندېښنې پیدا کړلې. په ځانګړې توګه، کله چي هیوادوال د لوړ پورو ودانیو درزونه، چي د زلزلو په سبب را منځ ته شوي دي، ویني. نو د ودانۍ د چپه کېدو وېره ور سره پیدا کیږي.

پرمختللې نړۍ کښي د ودانۍ جوړولو معیارونه د زلزلو په مقابل کښي د دریو اساسي فلسفو په اساس برابر شوي دي:
۱- د کمزورو زلزلو د رامنځ ته کېدو پر مهال ودانۍ باید هیڅ زیانمنې نسي. کمزوری زلزلی هغو زلزلو ته وایی چی شدت یی د رشتر ۵ درجو څخه ټیټ وی.  
۲- د منځ زورو (متوسطه) زلزلو د پېښېدو پر وخت ودانۍ د بیرته رغول کېدو په اندازه زیانمني کېدای سي چي  فرعي دېوالونو کښي د درزونو را منځ ته کېدو امکان وي. د ودانیو ستنو او اساسي دېوالونو ته کوم زیان نه رسیږي. متوسطه زلزلی شدت له ۵څخه تر ۷ درجو د ریشتر وی.
۳- په ځواکمنو زلزلو کښي وداني که ویجاړه هم سي خو د انسانانو ژوند باید وژغورل سي. دا پدي مانا چي وداني داسي و نه نړیږي چي د اوسېدونکو د تیښتي امکان له منځه ولاړ سي. کله چی د زلزلی شدت له ۷ درجو د ریشتر څخه لوړ وی نو د ځواکمنو زلزلو په ډله کښی راځی.
دا درې اصله ددې لپاره دي چي کله یوه ودانۍ ډیزاین کیږي، نو د کلکوالي په څنګ کښي باید د ودانۍ اقتصادي اړخ هم په نظر کښي ونیول سي.F:5-AKADEMİK ÇALIŞMALARAfghanistan Earthquake12042748_10153245954358479_1450214153946206808_n.jpg
 
د زلزلې پر مهال په ودانیو کښي ډول ډول درزونه منځ ته راځي. دا درزونه د ودانۍ د څه ډول زیانمن کېدو په اړه مالومات را کولای شي. کله چي په ودانیو کښي د زلزلې نه وروسته د کړکیو او دروازو، د برېښنا ساکتونو او سوچونو شا او خوا او د دودکښ بغلونو کښي درزونه پيدا شي، نو دا لومړنۍ درجه خساره بلل کیږي چي د زیاتي اندېښنې وړ نده. خو کله چي په دېوالو کښي غټ درزونه پیدا شي، پلسترونه توی سي، کاشي خښتي را وغورځي، نو په دې حالت کښي زیانمن سوي دېوالونو او ځایونه باید اساسي ورغول سي. کله چي له ځواکمني زلزلي وروسته په
ودانۍ کښي د ځینو دېوالونو خښتي راوغورځیږي، په
ستنو او بیمونو کښي درزونه منځ ته راسي، نو دا
درزونه د اندېښنې وړ دي او اساسي رغونه یې باید وسي.
   
په دې وختو کښي، د نوي کابل پروژې د شروع کېدو په درشل کښي یو. هیله مند یم چي دې ټکو ته مربوطي ادارې جدي توجه وکړي. له صلاح کارومو دا هیله ده چي پدې اړه قانوني مراحل طی کړي او د بې کیفیته ودانیو له جوړولو څخه مخنیوی وکړي. د انجینرانو منځ کښي یو اصطلاح ده چي وایي «د یو ډاکتر ناغېړي د یوه نفر د مرګ سبب ګرځي، خو د یو انجینر بې باکي کولای سي چي د سلګونو کسانو د ژوند په بیه تمامه سي.»
په دې هیله چي باکیفیته او پر قانوني معیارونو برابري ودانۍ ولرو او خدای مکړه د کوم ناورین سره مخامخ نسو.