
د وردګو ټبر چې د میدان وردګو ولایت په څلور ولسوالیو، کابل ښار، د شمال په کندوز او بغلان، غزني، هلمند او د هیواد په ګوټ ګوټ کې مېشت دی؛ د شمېرنو له مخې په تېرو ټولټاکنو کې د ۸۰۰ زره شاوخوا رایې اچولې وې. د پورتنیو شمېرنو پر بنسټ په دویم پړاو کې ۳۶۸ زره رایې یوازې د وردګو په څلورو ولسوالیو کې یوه نوماند ته اچول شوې وې. دغه راز په کابل کې ۴۰۰۰ وردګ کورنۍ مېشتې دي چې نږدې په هر کور کې د لېسانس، ماسټر او دوکتورا په کچه کدرونه اوسېږي. همدارنګه په بغلان، کندوز، بلخ او شمال سیمو کې تر نیم میلیون زیات وردګ اوسېږي چې ښه بېلګه یې په تېرو ټاکنو کې د ښاغلي جمعه خان همدرد کارکړنې دي چې په شمال ولایتونو کې یې ښاغلي غني ته په کومه کچه رایې را ټولې کړې.
له پورتنیو شمېرنو ورهاخوا، په تېرو ټاکنو کې د وردګو قوم، وردګ مشرانو، ځوانانو، سوداګرو او مدني فعالانو پراخ کمپاین وکړ او د هیواد په ګوټ ګوټ کې یې له امتیاز پرته د سر او مال قربانۍ ورکړې.
ښه مې په یاد دي، په تېرو ټاکنو کې یو شمېر ځوانان د ټولټاکنو د نوماندانو لپاره سیدآباد، چک، جغتو او جلګې ولسوالیو ته د ناظرینو په توګه ولاړل. یوه ځوان چې د واده یې یوازې دوې ورځې تېرېدې خپل ژوند یې له لاسه ورکړ، د یو بل ځوان دوې غبرګې پښې پرې شوې، ډېر نور پکې ټپیان شول او ځینو کسانو چې په ښارونو کې رایې اچولې وې؛ د وېرې له کبله تر هغې خپلو کلیو ته نه ستنېدل څو یې چې له ګوتو څخه رنګ نه وو تللی.
تر ټاکنیزو منډو ترړو وروسته د ولایتونو او قومونو په کچه ګڼې څوکۍ د ونډې په توګه ووېشل شوې. ګڼ شمېر وزارتونه لوی ختیځ، ځینې ادارې لویې پکتیا او ځینې څوکۍ لوی کندهار ته ورکړل شوې، خو د وردګو ولایت او د هیواد په ګوټ ګوټ کې مېشت وردګ ټبر له پامه وغورځول شو. که څوک وایي چې په اوسني حکومت کې د قومي او ولایتي تفکیک پر بنسټ نه، بلکې د وړتیا او پوهې پر بنسټ څوکۍ ورکړل شوې دي؛ نو وردګ له وړتیاوو ډک کدرونه لري چې د هرې څوکۍ لپاره مناسب دي. که څوک له دې حقیقت منکر وي، ډېر به ناپوه وي؛ ځکه د وردګو وړتیا د افغانستان په تاریخ کې ثابته شوې ده.
د دې ترڅنګ تېر ژمی د ملي اردو عسکرو د شنیز په اوتړیو سیمه کې ۱۰ معصوم ماشومان شهیدان کړل؛ له ډېرو چیغو وروسته ولسمشر غني وردګو ولایت ته سفر وکړ، ګڼې ژمنې یې وکړې خو تر اوسه یې یوه هم نه ده پلې کړې؛ ځکه هماغه خبره ده چې په ارګ کې ناست کسان د وردګو له ټبر سره د عقدې له مخې چلند کوي.
له تېروو دوو کلونو راهیسې په وردګو ولایت کې هېڅ ډول پرمختیایي چاره نه ده ترسره شوې. دا څو کلونه کېږي چې له کابله تر میدان ښار پورې سړک کنډ کپر شوی، خو څوک یې نوم نه اخلي؛ مګر د کابل-لوګر د سړک چارې څو میاشتې مخکې پیل شوې – (موږ د کابل-لوګر د سړک مخالفت نه کوو، یوازې د بېلګې په توګه مو یې یادونه کړې ده)- دغه راز ولسمشر غني سږ کال د ۲۸ بندونو د جوړولو خبرې کوي، خو د وردګو د چک بند د چا په یاد هم نه دی.
د هیواد د تاریخ په اوږدو کې وردګ هغه ټبر دی چې تل يې د دولت نافذه قوانینو ته غاړه اېښې. هېڅوک به و نه ښودلی شي چې کوم وردګ مشر دې د ځینو نورو کسانو په څېر قتل، غصب، غلا، چور، چپاول او وروروژنه کړې وي او یا دې یې د هیواد د نافذه قوانینو خلاف ملېشې او ډلې ټپلې جوړې کړې وي. همدې قاتلینو، غاصبینوا و غلو له خپل زر او زور څخه په ګټې اخیستنې د هر ولسمشر لپاره خنډ جوړ کړی او د خپل ناروا زور په کارولو سره یې څوکۍ اخیستې دي.
وردګ مشران او ځوانان چې پټه خوله ناست دي او نه غواړي په دولتي چارو کې تشنج رامنځته شي؛ حکومتي چارواکو یې له پټې خولې ناسمه ګټه اخیستې، تر پام یې غورځولي او له خپل حق او ونډې یې بې برخې کړې دي.
په حکومت غږ کوو او خبر داری ورکوو چې وردګ مشران او ځوانان نور پټه خوله نه کېني او نور خپل حق چا ته ور پرېږدي، په دې تړاو یې یوشمېر ګامونه اخیستې او خپلمنځي ناستې یې کړط دي. وردګ مشران او ځوانان به لومړی له سمې کار اخلي، خو که چا یې غږ وا نه ورېد، د وردګو ولایت له سټراټیژیک موقعیت څخه په ګټې اخیستنې به په حکومت هر ډول فشار راوړي.
مخکې له دې چې د وردګو قوم له لوري په دې تړاو کوم ګام واخیستل شي، ښه ده چې ولسمشر غني په خپله غور وکړي او د وردګو قوم قربانیو ته په کتو سره خپل حقونه ورکړي.
و ما علینا الابلاغ