د تنویر لوړو  زده کړو موسسې د لیسانس په کچه لومړۍ دوره فارغان د ټولنې خدمت ته وړاندې کړل

 
په کونړ کې د تنویر لوړو زده کړو موسسې د اقتصاد پوهنځي،حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي  د قضا او څارنوالۍ، اداره او دیپلوماسۍ څانګو څخه د (۱۸) نجونو په ګډون (۲۷۱) محصلین د لیسانس په کچه د ټولنې خدمت ته وړاندې کړل. په همدې پار په جوړه شوې غونډه کې د کونړ والي الحاج وحیدالله کلیمزي ، په فرهنګي چارو کې دلوړو زده کړو وزارت سلاکار محمد الیاس مدني ، ولایتي شورا ریس جمال الدین سیار،امنیه قومندان عبدالحبیب سیدخیل ،د ولسي جرګي غړي حاجي سخي مشواڼي ، دیني عالمانو،قومي مشرانو او د فارغانو کورنیو غړو برخه اخیستې وه .                                                                                            
په پیل کې د تنویر لوړو زده کړو موسسې بنسټګر زاهدالله زاهد له لوري ملیمنو ته ښه راغلاست وویل شو  او د یادې علمي موسسې د فعالیتونو په اړه یې لنډ معلومات وړاندې کړل .                                                                 ورپسې د کونړ والي الحاج وحیدالله کلیمزي وینا وکړه او د تنویر لوړو زره کړو موسسې رهبرۍ،  فارغو محصلینو او دهغوي کورنیو غړو ته یې د دغې ویاړلې ورځې مبارکي وویله او هیله یې وښوده،چې نوي فارغ شوي محصلین ،چې خپلې لوړې زده کړې یې د اقتصاد ،حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې د لیسانس په کچه تر سره کړي بسنه ونه کړي او د ماسټرۍ او دکتورا په کچه لوړې زده کړې ترلاسه کړي، د هېواد او ولس پر وړاندې خپل مسوولیتونه په ښه او صادقانه ډول تر سره کړي او خپل هېواد دعلم او پوهې په ډګر کې د نړۍ د سیالانو  سره سیال کړي،نوموړي په ټولو ګډونوالو غږ وکړ، چې د هېواد د پرمختګ او ابادۍ لپاره  سره یوموټی  شئ  او د سولې او ثبات دټينګښت په لاره کې خپل اسلامي او ملي مسوولیت پرځای کړئ .          
د ولایتي شورا ریس جمال الدین سیار،امنیه قومندان عبدالحبیب سیدخيل او پوهندوی منګل شیرزاد هم په خپلو ویناو کې فارغو محصلینو ته دټولنې د باسواده او ځوان قشر په حیث خپلې دندې او مسوولیتونه په ګوته کړل او ورته یې د لازیاتو  بریاو غوښتنه وکړه  .                                                                                             د مراسمو په وروستۍ برخه کې پر فارغ شویو محصلینو د تصدیق پاڼو له ویشل کیدو وروسته مراسم په هېواد کې دتل پاتي سولې، ازاد او اباد افغانستان په دعایه کلماتو سره پای ته ورسیدل.