
د دنيا مال او دولت بې ساري هوس د انسان روح په زهرو و لاړه، د بشري مینې په ځای ورته کرکه ورکړه او د انسان ځپلو اووینې تویونې بد مرغۍ ته یې ور ټیل وهه.مونږ د چټکتیا وسایل جوړ کړل چې خپله پکې جم پاتې یو تولیدونکو تکثیري ماشینونوغوندې زمونږ او د غوښتنو او راکړې ورکړې تمایلات يې وپارول، زمونږ پوهې مونږ ته د ځان پالنې مفکوره راکړه، او هوښیارتوب مونږ سخت زړي کړو او د صله رحمۍ هنر یې رانه واخیست. مونږ له اندازې ډېر د فکر په ټال زانګو خو د احساس ډیوه مو بیا مړژواندې ده. په داسې حال کې چې مونږ د تجهیز په پرتله انسانیت پالنې ته ډېر اړیو اوله هوښیارتوبه باید د تراحم او شرافت ډېر تیږي وو . د دغو ځانګړنو په نشتون کې به ژوند تاوتریخوالي ښکار او مونږبه لالهانده ورک لاروي وو
ژباړه:ولي خان شبګیر.