و طالبه ګرانه !  پام کوه کابل باندې

                                        
دا د هغې ترانې سرليک و چې  يو وخت به د  بايفور ډاټسونو له لاوډ سپيکرونو څخه د  ( سراجي )  په جادو ګر غږ کې  را پورته کېده .
هغه مهال طالبان نوي کابل ته را رسيدلي وو  او د نجات د فرشتې په سترګه ورته ځکه کتل کېدل ، چې تنظيمي ډلو دغه تاريخي ښار د واک په سر جګړه کې سوزولى و ، هرځاى کنډواله و او تورو لوخړو په اسمان چترونه  جوړ کړى و .
 د وطالبه ګرانه ، ترانه  د کابل ښاريانو په ټپي  زړونو لکه ملهم لګېده دا ځکه چې هغوى د واک په سر جګړو کې هر څه له لاسه ورکړي وو .
 
خو دادى نن همدغه ډله چې يو وخت يې کابل باندې د زړه سوي توصيه کوله د هغو بريدونو مسووليت په  غاړه اخلي چې دغه ښار په وينو لمبوي .
 نن  يو ځل بيا  ددغه ښار په  هغه سيمه کې خونړى ځانمرګى بريد و شو ، چې لا د تېر کال د ورته بريد په وينو ککړ سړکونه ، نه و پاک شوي .
 په نننۍ ( پنجشنبه ) بريد کې د راپورونو له مخې ١٧ ملکي کسان وژل شوي او په لسګونو نور ټپيان دي .
 په دې کې به  هدف هم ترلاسه شوى وي ، خو د  ملکي وګړو د مرګ ژوبلې شمېره هم  کمه نه ده . 
 په دغه ځاى کې د تېر کال د چنګاښ په مياشت کې هم بريد شوى و ، هغه مهال هلته زموږ دفتر و .
 اى !
 په هغه ورځ  نيم کله جسدونه داسې په سړکونو شټيدل ،  تا به ويل د ماهيانو هډونه دي په تبۍ اچولي   دي  .
 زموږ خبريال ملګرى( نجيب الله )   چې دغې  سيمې ته له بريد سره سم رسيدلى و او قربانيان يې موټرو ته پورته کړي وو، دفتر ته ورخطا را ننوت . 
 اوار رپيده يو ناڅاپه لکه اره  شوى نښتر  په ملا قات او چپه شو ، له خولې يې زګونه راوتل  موږ پرې سورتونه چوفول خو دى په خپلو خيالونو کې ورک و.
يوځل بيا ولړزيد ، نيغ  کيناست ، ټولو ته يې حيرانې ، حيرانې کتلې او بيا يې خوله  پرانسته :  ( همه  مردم کشته شد ) خبره يې وکړه او بيا وغځېد.
 موږ لا په همدې ملګري راټول وو  چې يو بل تن دفتر ته راننوت د هغه نيمه لمن سوزېدلې  وه ، مخ يې لوګيو تور کړى   و او له هر ګام سره يې شاته وينو ليکې جوړولې .
هغه ته  لکه ټپي  حيوان ، هر انسان  ښکاري ښکاريده اوار رپيده او چې موږ به ورته نږدې شو نو لا به يې لړزه زياته شوه .
انسان هم عجيبه مخلوق دى . خپلو ژمنو ته وفادار نه پاتې کېږي .
  
 يو وخت چې د حکومت شا رګونه د  نظار شورا په لاس کې و    ، نو په دغه ښار بريد کونکي يې ظالمان او د خلکو دښمنان بلل .
خو کله چې يې له کابله  پښې سپکې کړي په همدې ښار يې بريدونه پيل کړل .
  د بهارستان پېښه مې هيڅ نه هېرېږي ، په دغه سيمه تازه راکټ لګېدلى و . 
 دلته د يوه ټکسي موټر خالي اسکليټ پاتې و، د سورليو نښې يې هم نه ښکارېدې ، د پارک مخامخ يوه ودانۍ نړېدلې وه .
سړک له ماتو ښيښو ډک و ، ځاى ځاى وينې ډنډ وې او په رڼا ورځ سړى ډاريده .
دغه شان يو وخت ،  يوبل راکټ يې د لوړو زدکړو پر  وزارت هم توغولى و ، دې راکټ د برق پايې په کچه اوږدوالى درلود. که چاودلې وى نو په لس ګونو کسان يې په وينو لمبولى شول .
 خو د راکټ زړه له توغونکيو  ډېر نرم و ، نه يې غوښتل د علم او پوهې مرکز ونړوي ، د لوړو زدکړو وزارت څنګ ته په يوه شاړه ځمکه لګېدلى و او هملته غلى پروت و .
اوس ،  زموږ د ملګرو د خبرو سرټکي د بريدونو ، چاودنو او بمباريو وي او هرڅوک يې په اړه خپل د سترګو ليدلى يا اوريدلى حال بيانوي .
نن مو يو ملګرى ناوخته دفتر ته راغى د هغه  سترګې پړسيدلې وې ،    پوښتنه مې وکړه ، هغه وويل:
 پرون مو پر يوه داسې ١٧ کلنې پيغلې خاورې واړولې چې په ليدلو يې زړونه ويلي کېدل .
 دا د کابل ښار د يک توت اوسېدونکى وه او چې کله د هند له سفارت څخه تېرېده نو چاودنه وشوه .
 هغه بېهوښه شوه او چې بيايې  شفاخانې ته ورسوله نو ډاکټرانو ويلي و چې له هيبته يې  د سر رګونه   چاودلې دي .
په کابل کې د روژې مبارکې مياشتې راهيسې دا څو وم خونړى بريد دى ، چې  د مطلوبو کسانو ترڅنګ ،   په لسګونو ملکي کسان هم په کې وژل کېږي .
کابل ښاريان لکه د نورو ملکي هېوادوالو په څېر بې وسه دي ، په دې درېيو لسيزو کې هر چا پرې چړې سرې کړي دي.
دوى اوس له هر چا ناهيلي دي ، هيچانه څه نه غواړي ، له طالبانو هم څه نه غواړي خو يواځې د دوى هماغه ترانه ورته يادوي چې ويل به يې : وه طالبه ګرانه ! پام کوه کابل باندې .