په وطن پسې په سرو سترګو ژاړي

 
مهاجرت به هغه چا ته څه خوند ورکړي چې په مهاجرت کې یې پیدا شوی وي او لوی شوی وي? وطن به یې ولې نه یادیږي. که د زړه خبره درته وکړم، نو ماته مهاجرت او غلامي دواړه یو شان ښکاري. په غلامۍ کې هم خلک د بل د لاس لاندې وي او په مهاجرت کې هم. هیچا ته هم دا خوند نه ورکوي چې ایلاچي دې وي، بیا چې افغان هم وي،  خو محبوري به یې وي چې دا هرڅه پر سر وري.
 
ډاکټر اشرف غني افغانانو ته وایي چې خارج ته مه ځئ او دا ښه کار نه دی. زه له ده څخه دوې پوښتنې لرم. لومړی، څلویښت کاله پخوا همدا کار د کړی دی، ده دا خوږ وطن پریښود او امریکا ته ولاړو. په هاغه وخت کې دده د پاره هاغه کار مناسب وو? که ځواب یې هو وي، نو بیا د نن ورځې او د هغې ورځې توپیر په څه کې دی? په هاغه وخت کې افغانستان یوازې د شورویانو د اشغال لاندې وو، نن خو د امریکا په مشرۍ د څلويښتو هیوادونو د اشغال لاندې دی!  په وخت کې چې اشرف غني افغانستان پریښود، جنګ یوازې د خلق، پرچم او مجاهد تر منځ وو، نن خو د طالب د حکومت یو ځای جنګ دی، د حکومت او د شمالي ټلوالې بل ځای جنګ دی، د امریکایانو او د ازادۍ غوښتونکو بل ځای جنګ دی، د داعش او حکومت بل ځای جنګ دی، د طالب او داعش بل ځای جنګ دی او د عبد الله او اشرف غني بل ځای جنګ دی.
دا دې څوک نه وایي، چې که کوم افغان په داخل د افغانستان کې اوسیږي، نو د هغې به په افغانستان باندې ډیر زړه خوږيږي نسبت، هغه افغان ته چې په خارج کې اوسیږي. یو وارې چې څوک ځان ته افغان وایي، د هغې افغان د پاره د ځای تغيیر بې مانا دی.
 
نن دې هم، اشرف غني نر شي په افغانستان کې دې عدالت رالوي، خلکو ته دې وضیفې د روپو په بدل کې نه ورکوي، هغه نه اهل کسان دې ولایتي شوراګانو او ولسي جرګې ته په دې نه کمیابوي چې دده لپاره یې کمپاین کړی دی. د افغانستان خارجې پالیسي دې په خپل لاس کې واخلي، داسې نه لکه نن، چې د افغانستان ټول بهرانی سیاست د امریکایي جنرالانو په لاسو کې دی. دی دې دومره توان او طاقت پیدا کړي چې د عطامحمدنور په ځای مزارشریف ته یو نوی والي ور وپیژنې. په خارج کې افغانان، چې کله دا کارونه وویني چې دا سړی خو په رښتیا افغانستان ته کار کوي، افغانان ورکینګ کلاس او میډل کلاس افغانان به پخپله افغانستان ته ستانه شي. که دوی هیڅ پر مختګ نه ویني، نو دوی خدای واهلي دي ځي?
 
که دې ځوانانو ته په افغانستان کې کار وای، نو دوی خو خدای نه دي واخلي چې په دریابونو ځانونه  ډوبوي او خارج ته ځانونه رسوي. خو کار نشته، مجبور دي، خپلو بچیانو ته خو به ټوک ډوډۍ پیدا کوي.
 
نن که زما نور افغانان وروڼه خارج ته راځي او یا هم راغلي دي، هغوی لتا څخه سل چنده ښه دي. هغه پدې، چې هغوی په هرو دوو او یا دریو کالونو کې خپل اولادونه افغانستان ته بیايي او هغوی ته ور ښایي چې زمونږ کلتور او رواج څه دی. تا خو دیرش کاله په امریکا کې تیر کړل او یو ځل دې خپل بچیان دې خوار وطن ته رانه وستل، تر څو ددې وطن رسم رواج زده کړي، ددې خلکو مجبوریاتونه ووييل، او د هغو مجبوریاتونو د حل لپاره کار وکړي. برعکس ستا اولادونه، دومره ددې وطن سره نفرت لري چې ددې وطن د اکثریت وګړو ژبه یې هم نده زده. ته د خپل خان فکر پر نورو افغانانو مه کوه..
نن اشرف غني هغه. خبره په اثبات ورسوله چې وایي، که مې تله د انصاف په لاس کې درکړه، خپل ټاټو او د بل اس به برابر کړې. له وطن څخه د هیچا هم زړه نه ځي، ما په خارج کې ډیر داسې افغانان لیدلي دي، چې د وطن دا اوسني حالت یې په سرو سترګو ژړوي، او په وطن پسې په سرو سترګو ژاړي.
 
عزت الله علم