غزل

چـــــې مـــې په زړه کــــــې په ليمو کې ته يې
ځـــــکه زمـــــا په ورځـــــو شـــــپو کې ته يې
در کتـــــــی نه شــــــــم خــــــو ليدی دې شمه
زمــــــا د ســـــــترګو په کـــــــکو کـــې ته يې
نــــــه بـــــــه اوږده نــــــه بـــــــه ساره وي اشنا
خـــــــو په اوږدو او په ســـــــارو کـې ته يې
زه د هـــــــر يـــــــو ښـــــــکلي مــــــين نــه يمه
خــــــــو د هــــــر يو په موســــيدو کې ته يې
کــــــــه مســـــلســـــــله قهـــــقهه يــــــــې اشنا
د صـــــــراحيــــو په سلــــــــګو کــــــې ته يې
مــــينې ته خلــــــک ړنــــــده ولـــــــــې وايي
ښـــــکليه مدام چــــې په پردو کــــې ته يې
دزړه پـــــولۍ مـــــې دي تـــــازه اوســي تل
خوښ چې په دې ښکلو کيږدو کې ته يې
د دﻻســـــو عـــــجيبه خــــــــوی لـــــــرې ته
هـــــم مـــــې د زړه پــــه تلــــوسو کې ته يې
حـــــــمزه په روغـــــــو کــــې هـــــم تا وينمه
هـــــم په ټــــــولـــي د لـــيونــو کــــــې ته يې