د مولوي ګناه!

 
ليکنه: کامران ملک، په نړيوال اسلامی پوهنتون کې، د اسلامی بانکدارۍ د ماسترۍ کچې محصل
 
د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر یوولسمې له پېښو وروسته په افغانستان کې نوی سیاسي باب پرانیستل شو. دغه مهال ټولنه کې داسې نوی فرهنګ معرفي شو چې پخوا یې مخېينه نه وه لیدل شوې. افغانستان په دې پړاو کې د یو لړ نوو ټولنیزو او سیاسي مفاهیمو د معرفۍ او سیالۍ ډګر شو. د بهرنیانو او مرسته کوونکو هېوادونو له خوا د راغلو مرستو د کارونې یوه برخه په ټولنه کې د نوي فرهنګ ملاتړ او وده وه. نوي سیاسي نظام د ځینو مثبتو کارونو ترڅنګ د نړیوالو د فشار له امله یو لړ داسې خطرناکې پروژې پرمخ یوړل شوې ترڅو د هیواد د مختلفو قشرونو ترمنځ ژبني، قومي او مذهبي اختلافات راپیدا کړي چې عملي نمونې یې تاسې ولیدلی چرته چې فقط د پوهنتون په نوم او یا کوچنیو مسایلو په پروژیې توګه ځوانان وجنګول شول.
د کرزي حکومت څخه وروسته د نن څخه څه د پاڅه یو کال له د مخه د ملي وحدت حکومت لاندې داسې اشخاص حکومت ته راغلل چې  ژبني، قومي او مذهبي تعصبات پکښې دکرزي حکومت په پرتله زیات بریښي. حتی چې په ارګ کې دننه داسې افراد شته چې په شعوري توګه  دی  تعصباتو ته لمنه وهي او د ملت مختلف قشرونه سره په جنګ اچوي.
یو له هغه قشر څخه د مدرسې زده کوونکي دي چې زموږ په ټولنه کې ورته مولوي ویل کیږي. ددوی ګناه بس دا ده چې د قران کریم سره یې مینه ده، کله چې د قران ایت واوري نو له سترګو یې اوښکي بهیږي، دوی نیکټایې او پنټ شرټ نه اغوندي، دوی د ډیبیټ پرځای د مناظری لفظ استعمالوي، دوی د محصل پرځای د طالب العلم لفظ ( د علم زده کوونکې) استعمالوي.
د مولوی په هکله زموږ لیبرال او سیکولر دوستان څه وایې: مولوی وظیفه خور او د خلکو چندو ته ناست دی، نتګ نظره، توند، ناپوهه او ترهګر دی. اوس راځئ چې د څو دقیقو لپاره ددی دوستانو په خبرو یقین وکړو، دا خو واضحه ده چې د مدرسې زده کوونکي مدرسو ته له مجبوریت او فقر له امله زي. خو ایا تاسې (لیبرالانو یا زموږ حکومت) دوی ته کومه خاصه پاملرنه کړی؟، ددوی د حالت بدلولو لپاره یې څه بویجه تصویب کړی؟، ددوی لپاره یې کومه خاصه ټولنه جوړه کړی؟، ددوی احوال یې کله اخستی؟. نو چې تاسې ورسره داسې  برخورد کوۍ، نو لدوی څرنګه ښه توقع کوئ؟
ایا کله دوی سره ناست یې او ددوی اخلاص مو لیدلاۍ؟  زه پوره باور سره وایم که ددوی په څیر اخلاص اوسني روشنفکرانو او لیرالانو درلودای نو اوس به مو هیواد ګل وګلزار وو او داسې ترقي به مو کړاۍ واۍ چې د هیواد په تاریخ کې به یې څاری نه وو.
ددوی ددې حالت زیمواران موږ یو، ددوی د فقر، بیچارګۍ او مشکلاتو اساسي لاملین موږ یو، موږ باید ددې څواب ووایو چې دوی ته مو څه کړي؟
د نورو علومو او فنونو لپاره خو مختلفې ادرای او ټولنې جوړې شوي اما ایا د خصوصي مدرسو لپاره یې کومه ټولنه جوړه کړی؟ ددوی مدارس که حکومت منحیث یوه ادره مني دا خو ښه خبره ده خو ولې د ثبت نام پرمهال هم د مدارسو زده کوونکو سره سمه رویه نکیږي؟ ولې ددوی ښوونکو او علماوو ته د مکتب او پوهنتون استاذ په څیر معاش نه ورکول کیږي؟، معاش خو لا څه کوی ددوی عزت هم نکیږي، ایا حکومت ددوی د معاشاتو په هکله څه فکر کړی؟
حتی اوس ځینی لا وایې چې مدارس باید وتړل یا کم شي،  اما پوښتنه دا ده چې په هیواد کې په منظم ډول سل مدارس هم دوی جوړ کړي؟ بیا دوی پروګرامونه کوي، پروژی اخلي چې څرنګه مدارس تر خپلی ولکې لاندی راولي، څرنګه یې نصاب محدود کړي حتی د دینی مضامینو جاپولو لپاره بودیجه هم په اسانۍ څوک نه ورکوي! نو اوس تاسې ووایاست چې څوک تنګ نظري دي؟
بیا هم که غواړئ چې په مدارسو بمحدودیتونه ولګوۍ او عصري مضامین پکښې وراضافه کړۍ نو بیا مهرباني وکړئ په مکاتبو او پوهنتونو کې هم د قران کریم د ترجمی او تفسیر او دینی ثقافت مضامین لازم کړئ، د انګلیسی ترڅنګ باید عربی هم یو مسلسل تدریسدونکی مضمون وګرځول شي. دا هم باید ومنئ چې څومره معاش د پوهنتون استاذ ته ورکول کیږی  مفتي ته هم ورکړل شي. نو که دا نشئ کولاۍ نو بیا همدا تاسې انصاف وکړئ چې مظلوم څوک دی؟ بی انصافي څوک کوي؟ ایا په مولوي دې صدقه، او زکوة هم نه لوریږي چې وایی خلي بیا وایې چې زما بچي ته دی بس سبق وایې او نور دی هیڅ هم نه اخلي ځکه مولوی خو نه کور لري نه ضرورتونه!؟
د نني تش په نوم روشنفکره او لیرال منطق ته می دی سلام دی چې همیشه یو طرفه قضاوت کوي. ایا موږ همیشه د مولوی سره د دښمن په څیر سلوک ندې کړې؟
زما په اند ددې مسلی حل دا دې چې موږ نوره دوه ګوني رویه پریږدو او هڅه وکړو چې یو منظم تعلیمی نصاب جوړ کړو، داسې نصاب چې د دیني او عصري علومو مجموعه وي  چرته چې د معلم او مفتی دواړو یو مقام ووسي، معاشات یې باید یو شان وي ځکه ددې مسایلو اصلي لامل یو قشر ته کم او  بل ته زیات امتیازات ورکول دي. نور باید افغان قوم په مختلفو طبقو ویشلو تصور ختم کړو، دا ملت هم عالم ته ضرورت لري هم اقتصاد پوه او هم سیاست بوه ته، نه مولوی ټول ملت ځانته ابادولاۍ شي او نه اینجینر.
که دا قوم موږ صرف دی ته پریږدو چې د غرب تقلید وکړي نو بیا به هم دا قوم غلط طرف ته لاړ شي چرته چې ددې قوم ۹۹ فیصده خلک مسلمانان دي او دا کار هیڅکله نه غواړي.
نو موږ ته اوس غوره همدا ده ترڅو چې یو داسې تعلیمي نظام ونلرو چې یو نصاب باندی مشتمل وي، انصاف وي او د مختلفو قشرونه ترمنځ امتیازي سلوک بند او ټولو قشرونو ته مساوي حق ورکړل شي نو بیا به له خیره زموږ شته مشکلات ختم شي او دا کارونه باید چارواکي ترسره کړي ځکه  دا په دوی باندې زموږ حق دی!