په ارګ کې په پښتو ژبه بندیز

 
زموږ سپېڅلې او ملي ژبه پښتو د تاريخي څېړنو او ژبپوهنې له پلوه يوه لرغونې او پخوانۍ آرايي ژبه ده، چې د آريايانو په آر او حقيقي وطن كې تر اوسه پورې ژوندۍ پاتې ده او د نورو ژبو د تيري او واكمنۍ سره_ سره يې په متمادي پيړيو كې د پښتونخوا په سردرو كې خپل ژوند ساتلى دى.
پښتون ولس په دې هیوادونو: شل ۲۰ میلیونه وګړي په افغانستان، دیرش ۳۰ میلیونه په پښتونخوا، دولس ۱۲ میلیونه په هندوستان او پاتې درې ۳ میلیونه وګړي په عربي، اروپايي، د امریکې متحده ایالاتو، کاناډا او اسټرالیا هیوادونو کې اوسیږي. نو په دې توګه ویلای شوو چې پښتو ژبه د پنځه شپیته ۶۵میلیوني یوه ستر، غیور، مبارز او تاریخي ملت ژبه ده. که څه هم په هغه شان چې په کار وه او ده، پښتو ژبې ته خدمت نه دی شوی. په افغانستان کې لاهم پښتو په بشپړ ډول د دفتر او ادارې ژبه نه ده، لا هم د کابل په ټولو لیسو، ښوونځیو او پوهنتونونو کې پښتو ژبه نه ده دود شوې. په دولتي ادارو کې پښتو ژبه یوازې د لوحو او ژباړې ژبه ده.
پښتو ژبه د افغاني ټولنې د اکثریت ژبه ده ، خو دولتونو تل د ګاونډیو هېوادو له ډاره په تېره بیا د ایران له ډاره او یا د ناروا سیاسي ګټو او زیانمنو مصلحتونو له مخې له دولتي واکه لري ساتلې ده . په افغانستان کې ټولو حکومتونو له پښتو ژبې سره هسې چلند کړئ لکه یرغلګرواو ښکیلاکګرو دولتونو چې د مستعمره هېوادونو او ولسونو د ژبې او کلتور سره کړئ دئ.  په دې توګه د پښتو ژبې پر سر د افغانانو ګیله او شخړه تر ټولو ړومبئ د افغان دولت سره ده (نه په افغانستان کې د کومې ټاکلې ایتنکي ډلې یا ګروپ سره)
له هغې ورځې چې ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان د حکومت واکمني ترلاسه کړې له هغې ورځې یې تر اوسه سلګونه حکمونه، فرمانونه او مکتوبونه صادر کړې چې له بده مرغه موږ ته د رارسیدلو معلوماتو له مخې یو یې هم په پښتو ژبه نه دی لیکل شوی.
د عدالت د ټینګیدو په برخه کې؛ تر ټولو غوره لاره دا ده چې د اساسي قانون د حکم سره سم، دواړو ژبو ته یو ډول کار وشي، او په ټولو دولتي ملکي او پوځي ادارو کې دواړه ژبې یو ډول استعمال شي. دولتي مامورین په ځانګړې توګه لوړپوړي چارواکي (ولسمشر د ولسمشر مرستیالان، وزیران، معینان، سفیران، د ادارو ویاندویان، والیان، رئیسان او مدیران) ټول باید په دواړو ژبو مسلط وي، هم پرې خبرې وکړای شي او هم پرې ولیکلی شي.
ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان د ولسمشر په توګه مسولیت لري چې افغانستان د اساسي قانونو د پریکړې له مخې د ژبو ترمنځ توازن په پام کې ونیسې او د هيواد رسمي او په ځانګړې توګه پښتو ملي ژبې ته درناوی وکړي او دغه راز ټولو دولتي ادارو ته باید لارښوونه وکړي چې د ژبو ترمنځ توازن په پام کې ونیسي.
ولسمشر او ارګ پښتو د سرکاري او رسمي ژبې له سټيج څخه بيخي لېرې ساتلې ده. ارګ کې رسمي چارې له يوې مخې په دري ترسره کېږی ، د اقتصاد ، سياست او د پلوماسۍ ژبه يواځې دري په پام کې نيول شوې پښتو د اړتيا په کچه د ژباړې دويمه ژبه ګرځيدلې د د راپورونو ژباړې دويمه ژبه ګرځېدلې لومړنۍ ژبه دري ده. د ولسمشر غني په راډيو تلويزيوني او کنفرانسي ویناو کې د دري ژبې په پرتله پښتو ډېره کمه اوریدل کیږي، د  ولسمشرۍ په اعلامیو، حکمونو او فرمانونو کې پښتو په خواره بڼه تر سترګو کېږي ، رسمي اعلاميې ، قوانين ، لوايح لومړی دري او بيا پښتو ته اړول کېږي .
موږ بايد دې ټکي ته کلک پام وکړو چې يو قوم د فزيکي وژنو له لارې نه شي د مينځه وړل کېدای بلکې يو قوم هغه وخت وژل کيږي او د مينځه وړل کېدای شي چې کلتور او په ځانګړې توګه ژبه يې د مينځه يوسې. د پښتو ژبې د منځه وړلو لپاره زموږ ګاونډي هېوادونه او په ځانګړې توګه ايران او پاکستان ډېرې هڅې کوي. د ايرانيانو موخه دا ده چې د فرهنګي ښکېلاک له لارې دوی د پښتنو تاريخ، کلتور او ملي هويت له منځه يوسي.
دا چې ارګ حکومتي ارګان دی او چارې په ټول ملت پورې اړه لري، نو موږ په دې اړه خپل غوښتنليک د اساسي قانون د موادو پر بنسټ د ولسمشر مخې ته ږدو، دغسې به خپله دغه قانوني غوښتنه او دعوا تر سترې محکمې او نړيوال عدالت او ضمير پورې وړاندې یوسو تر څو چې مو د ارګ په ګډون د هېواد په ټولو دولتي ادارو کې د پښتو ژبې حقوق نه وي پرځای کړي .
 
ژوندی دې وي افغانستان
تلې دې وي د لوی افغانستان هیلې
مړه او سپیره دې وي د افغان ملت دښمنان