دا خفګان په څه؟!

يوځل ابراهيم ادهم يوچيرته روان و, يو سړې ېې وليد چې ډېر خفه ښکاريده.
ورته يې ووېل درې پوښتنې درڅخه کوم ځواب راکوې ؟
سړې ووېل: هو !
ابراهيم ادهم وويل: ايا په نړۍ کې داسې څه کيږي چې خدای يې ونه غواړي ؟
سړې ځواب ورکړ: نه, کله هم نه.
ادهم پوښتنه وکړه: کومه روزي چې خدای درته مقرره کړې څوک يې کمولی يا ډيرولی شي؟
سړي ځواب ورکړ: نه, دا خو امکان نلري .
ادهم پوښتنه وکړه: کوم اجل چې خدای درته په کومه نيټه ليکلی څوک يې ځنډوي او يا لږوی شي؟
سړي ځواب ورکړ: نه,  هيڅ څوک يي ځنډوی يا کمولی نشي.
ابراهيم ادهم وويل: چې داسې نشي کيدی نو دا خفګان بيا په څه؟!
 
                     ژباړه: زاهد جلالي