دهرچاپه سرکې چې سپين ولګي زړتوب ورته دمرګ زېرى وي .همداز مرګ ترټولو لوى پيغام د ى خو يو زرګر چې ټول عمر يې دښکلا اوسينګارلپاره سوداګري کړې دبوډاتوب په ترخو او حسرت لړلوورځوکې څنګه وي دغه نظم يې په زړه پورې انځوردى
شاعر:ګل رحمان رحماني
دښکلا زرګره
زمــــــــــادکلــــي بوډا زرګـــــــــرته
اى د ښايست اى د ښــــکلا زرګره
زمـــــا دکلــــــي د هر چـــــــــا زرګره
راشه په پلو دى خاورى پريوتلى
پدغــــــه لارو باندې بيا زرګــــــره
٭٭٭
تـــــه د جــــــمال ته د هنر چينه يې
ستـــــا لـــــه لاسونو ملغلرې اوري
ته د زاړه هوس زړه نغمــــــــــه يې
ستا له خوږې ژبې سندرې اوري
٭٭٭
ستا په لاسو باندې جوړ شوی اميل
د هرې پېغلــــې په وربل کې زانګي
هـــــادشينکو غـــــميو ښکلي ټيکان
د دوی دزلفو په هر ول کې زانګي
٭٭٭
نن چې راواخلي سره منګي پېغلوټي
تـــــا هـــــم په لارو تـــر ګـــــودر يادوي
يــــو ځلې راشه په هماغــــــــــــــه لارو
هــم دې ماښام هم مازديګر يادوي
٭٭٭
وهي په غوږ کې يې وروستۍ ټالونه
ورته چې تاوې جوړې کـــــړې لښتۍ
نن تــــــرې سيلــــــيو د زمان وړيدي
هغــــه لـــــه تانه پټې کـــــــړي نتګۍ
٭٭٭
چېرته پناه شوې ښايستــه زرګره
زمونږ تر کلــــي يو ځل بيا راشه
هــــره شيبه درپسې ښکلى زاړي
اوس داسې مکړه خامخا راشه
٭٭٭
همغـــــه کلى دى هغه کوڅې دي
بيا بنجاغره شه سوغاتونه راوړه
چې په پستو غاړوکې ټال ووهي
داسې څو ښکلي اميلونه راوړه
٭٭٭
آيا ستا هيرې شوي هغه خنداوې؟
چې درته ښکلو جينکيو کړلــي
آيا دريادي اوس هغه وختونه ؟
چې يې کيسې دغاړکيو کړلي
٭٭٭
ته به چې راغللى زمونږ کوڅوته
په هـــــره خــــوا به اوازه پرتــه وه
دخوشحاليو له احساس نه ډکه
په هـــــره ژبـــــه ترانـــــه پرتـــه وه
٭٭٭
ته چې اوس نه راځې بس داسې چل دى
چې هم ښايست او هم ښکلا نيمګړې
دکلــي ښکلـــو ته چـــې ته ورياد شې
خوله کې يي پاتې شي خندا نيمګړې
٭٭٭
ته که سپن ږيرى او بوډا شــولې نن
لا د هم ګوتـــــو کـــــې هنـــــر اوده دى
ستا تير يادونه لا تر اوسه ځوان دي
نوم د دهـــر يوه زړه په سر اوده دى
ښکاري چې کلي ته مې نه راځى نور
وږو وخــــتونو دې ځــــــوانۍ وخوړه
داسې به کړي ستا (( رحماني)) لولپه
لکه چــــې ستايي زنده ګــــــي وخوړه
٢/١١/١٣٨٢
وروستي