لښتې دسنبل وينم

نن دې سره گلونه په وربل وينم
دواړه سترگې تور دې په کجل وينم
زما دزړه آزار پسی وتلی يې
مخ دې ډير نازک لکه دگل وينم
زړه مې له گوگل ځې بې اختيار هسې
چی ددوه هېلی دې را وتل وينم
زلفی دې خورې ورې تر شا کړي
هسې چې زه لښتې د سنبل وينم
کا شکې زما دمينې قيمت ومنې
زه چې ستا وعدې په چلول وينم
بس دې جفا بس دی زه (مل) ستړی شم
ستا يارانه زه چی تل په چل وينم
*********
پوهندوی دوکتور سيد حسام (مل)
اوگست کال دوه زره اوه (جرمنی)