خدايه څه شو افغانی لوړی شملی
چی عزت ساتل د ټولو پر گنی
غليمان ورته تسليم وه بی له جنگ
زړونه پاک وه هيڅوک نه لرل کينی
خپل وطن ساتل په توره اوميړانه
افغانی بيرق آزاد تل رپيدی
ورورولی او صداقت وه يو تر بل
لکه وروڼه څنگ په څنگ ټول اوسيدی
دی وطن ته هيڅوک بد کتی نه شو
ير غلگرو وار په وار ماتی خوړی
هغه وخت چی پيدا ټوپک سالار شو
د نفاق په اور وطن وسوځيدی
دپردو په لاس کی ولويد ځمونږ وطن
د انگريزو غلامان دی گرم چړچی
مصونيت او ارامی له وطن لاړ
خلکو گير شو ددښمن په دسيسی
د غريبو هوسايی نه شو نصيب
د افغان دغليمان دی جوړ ميلی
سره يوشی پر وطن ميينانو
خپل يوالی سره شنډ کړی توطيی
د وطن مور اتفاق غواړی له تاسی
سره يو شی ستونزی حل کړی په جرگی
د پردو له ولکی خلاص کړی خپل وطن
پاتی نه دی زياتی خلکو ته حوصيلی
په گنډه کړی عربی طالب ، ملا
په تاريخ کی پريږدی خپلی کارنامی
وخت تيريږی په خبره د مل وکړی
پريږدی خپل په مينځ کی هغه تير گيلی
*********
پوهندوی دوکتور سيد حسام(مل)
جولای کال دوه زره اوه-جرمنی
وروستي