
ټول وګړي، له طلا / سرو زرو سره سروکار لري، که څوک یې نه رانیسي، نو لږ تر لږه خو ددې ګرانبیه مادې په اړه خبرونه لولي.
العربیه نت د سرو زرو / طلا په اړه ۸ داسې مالومات خپاره کړي دي، چې دلومړي ځل لپاره یې لولئ.
۱- دسرو زرو/ طلا تر ټولو غټه او ستره خښته به ۱۸۶۹ ز کې په استرالیا کې موندل شوې ده، چې ۷۲ کیلو ګرامه وه.
۲- دسرو زرو/ طلا ستر تولیدونکي هېوادونه چین، امریکا او استرالیا دي، چې دنړۍ درې برخې تولیدوي.
۳- هندوستان دنړۍ په کچه دا ګرانبیه ماده ډیره کاروي.
۴- که چیرې د ټولې نړۍ سرو زروڅخه داسی سیم جوړ شي، چې قطر یې ۵ میکرونه وي، نو له کرې( ځمکې) څخه ۱۱.۲ ملیونه ځلې راوتاویږي.
۵- متحده ایالات ۷۳۸۵ ټنه سره زر لري.
۶- دراویستل شوو زرو/ طلا څخه یې نیمايي په زینتي توکو کې مصرفیږي.
۷- ۲۴ قیراطه سره زر / طلا ژرماتیږي ، په دې مانا، چې په زینتي توکو کې لږ سره زر کارول شوي وي.
۸- له زرګونو کلونو راهسې په طب کې له طلا / سرو زرو څخه کار اخستل کیږي، مشهور یې دغاښونو په طبابت کې دي او لږ یې دسرطان په درملنه کې ، سره زر داسی معدن دی، چې له بکتریا سره مقاومت کولای شي.