
څوك چې بيځايه خبري پريږدي حكمت به لاسته راوړي.
څوك چې بيځايه ډوډۍ ونه خوري د عبادت خوند به وروبښل شي.
څوك چې بيځايه كتل پريږدي خشوع به وروبښل شي.
څوك چې د دنيا سره خبري پرېږدي د اخرت مينه به وروبښل شي.
حكمت:
امام شافعي وپوښتل شو:
ته خو لا ځوان يي ولې امسا لګوي دومره كمزوري خو نه يي؟
امام شافعي ځواب وركړ:
ددې لپاره چې راپه ياد شي چې دې دنيا كې هسې ميلمه يم او اصلي ژوند خو مې د اخرت ژوند دی.
ژباړه: زاهد جلالي