
په نړیواله کچه د هرې ټولنې او نړيوالو ټولنو لخوا منل شوي چې ځوانان د تحرک او خوځښت ځواک او قوه ده او د یو هیواد راتلونکې د نن ورځې ځوانانو کې ده. د طبیعت امر هم دی چې د تکامل په جریان کې نسلونه بدلېږي را بدلېږي، د نن زوی د سبا ورځې پلار دی او همدا سلسله د اسلام د دین له تاریخ چې موږ مسلمانان ورته ژمن یو د ادم علیه سلام له زمانې نیولې تر نن روانه ده . د نن ځوانان د سبا ورځې مشران دي او همدا ټولنه به رهبري کوي، ټولنه د ځوانانو په وړاندې زیات مسولیتونه لري که نن ټولنه کې مشران او حاکم دولت د ځوانانو د روزنې لپاره ښې لارې چارې تر کار لاندې و نه نیسي او د راتلونکي لپاره په ټولو معیارونو پوره ځوانان و نه روزي. سبا ورځ چې څه پېښېږي علت او عامل يې د نن ورځې مشران او حاکمان دي د ټولو چارو تر څنګ څو اړین عوامل دي چې د نوي نسل روزنه کې باید دولت او کورنۍ زیاته پاملرنه ورته وکړي تعلیم،سالمه روزنه او ټولنیز اخلاق،ملي روحیه، د تېرو څو لسیزو جګړو را په دې خوا چې اوس ېې هم لړۍ روانه ده زموږ ځوانان په هر اړخیز ډول و ټکول شول، له تعلیم پاتې د کورنۍ تربيې بنسټ کورنۍ جګړې و نړولو. ملي روحیه له منځه ولاړه چې په ژوره توګه مو له پورته مواردو زیانونه وليدل وروسته له اوږدې جګړې افغانستان یو ځل بیا د نوي سباون په لور سترګې پرانیستې د نړیوالو بشري ټولنو او امریکا په مټ د یو دیموکراتیک نظام بنسټ کېښودل شو چې تر دې دمه روان دی دا چې څومره ستونزې کورنیو جګړو زېږولي وې ټولو ته څرګنده ښکاره دي او انکار نه شو ور څخه کولای. دې ستونزو باندې په یو ځل بریالي کېدل ناشونې ده . تر ټولو لومړی چې د نوي افغان ولسواکه دولت پاملرنه یې ځان ته واړوله د ښونې روزنې په بنسټ پانګونه وه چې زیاته برخه یې د نړیوالو مرستو په مټ تر سره شوه او یو ځل بیا د افغانستان تاریخي معارف را وټوکېده او مخ په ودې روان دی دا چې څومره ښه او یا ناوړه و،دا قضاوت تاریخ ته پريږدو. ځوانان تر یو حده د علم په ګاڼه سمبال شول او لا په مخ روان دي، ټولنیز اخلاقي بنسټونه مو هم ورځ تر بلې مخ په ښه کېدو دي، ځوانانو کې د وطن رغونې روحیه زیاته پیاوړې شوې او ښې څرګندې بېلګې لري چې د نمونې په توګه د وطن د دفاع په لاره کې د ځوانانو سرښندنې یادولای شو، تر څنګ یې د تعلیم،ورزش او بېلابېلو هنرونو په برخه کې په تیره لسیزه کې زیاتې بېلګې یادولای شو چې هیواد او هیوادوالو ته یې ستر ویاړونه وګټل . را ځو د ځوانانو بنسټیزو ستونزو ته هغه دا چې په تېره لسیزه او روان د بدلون او دوام حکومت کې تر اوسه هغه څه تر سره نه شول چې ځوانانو یې هیله لرله او په همدې هیله د رایو تر صندقونو ولاړل، هغه په هیواد کې د کاري زمینو رامنځته کول دي نن ورځ ډېری ځوانان د روزګار د نه موندلو له لاسه له زیاتو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، ورځ تر بلې په دولت باور له لاسه ورکوي، زیات شمېر ځوانان د ښه روزګار موندلو لپاره د تورې بحیرې د کبانو ښکار شول ، هغوی چې د اروپا په نیت له کورونو وتلي ول. کوم ځوانان چې په دې و توانېدل تر اروپا ځانونه و رسوي هغوی نن په اروپا کې بې سرنوشته ناست دې او د نړیوالو سیاستوالو پرېکړو ته سترګې په لار دي چې بېرته به هیواد ته را ستانه شي او که اورپا کې به د اوسېدو اجازه ورکړي. دا چې ځوانان د یو هیواد د ملا تیر شمېرل کېږي د ځوانانو تلل بهرنیو هیوادونو ته په کورنیو مسایلو څومره اغېز لري راتلونکې به دا په ډاګه کړي؟ بل خوا په کور د ننه بې روزګاره ځوانان په لوړه کچه مخدره توکو سره لاس او ګرېوان دي چې ژوند او راتلونکې یې یا تدریجي مرګ او یا د زندان د پنجرې شاته ټول عمر تېرول دي، په دې وروستیو کې د زده کړیالو ځوانانو د بې روزګارۍ له کبله ډېرې کورنۍ او ځوانان په زده کړو بې باوره شوي او لوړو زده کړو سره دومره ژوره لېوالتیا نه څرګندوي لکه د ولسواکۍ د لسیزې په لومړيو کلونو کې، د بې روزګارۍ له کبله د جنايي جرمونو ګراف مخ په لوړېدو دی چې ټولنیزې بدبختۍ زیږوي او ځوانانو د مشروعه عایداتي سرچینو د نه شتون له کبله غیرې مشروع او ناقانونه عایداتي لارو چارو ته مخه کړې چې هم یې خپل ژوند او هم یې د نورو وګړو ژوند له ناخوالو سره مخ کړي. بله ستره ستونزه دا ده چې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت دومره ظرفیت نه لري چې ټول د دولسمو ټولګیو فارغ شوي زده کړیالان لوړو زده کړو ته جذب کړي . یو خوا دولت دومره امکانات نه لري چې ټول زده کړیالان جذب کړي بل خوا په خصوصي سکتور کې هم تعلیمي موسسو ته د پوهنتون کېدو جواز نه ورکوي چې دې کړنې ډېری هغه زده کړیالان ستونزو سره مخ کړي چې خصوصي تعلیمي موسسو کې په زده کړو بوخت دي. را ځو وروستۍ پایلې ته ځوانان له زده کړو مایوس دي دولت څه کولای شي یا يې څه کړي چې بېرته ځوانان زده کړو ته جذب کړي او په زده کړو له منځه تللی باور زیات کړي د یو ملت او قوي دولت جوړونې لپاره اړین عامل د تعلیم یافته ځوانې طبقې لرل. دویم په زیات شمېر ځوانان بهرنیو هیوادونو ته په غیرې قانوني ډول ولاړل چې نن یې سربرخلیک څرګند نه دی؟ افغان دولت د دې ځوانانو د راتلونکې لپاره څه پلان لري او تر اوسه یې څه اقدامات کړي؟ که دا ځوانان بېرته را ستانه شي هر یو په زرګونه ډالره لګښت کړئ په تلو څومره اقتصادي ضربه به ملت ته ورسېږي؟ موږ او تاسو باید په دولت او نړیوالو بشري ټولنو غږ وکړو تر څو د افغان کډوالو ستونزې حل کړي او په اروپا کې د مېشتېدو اجازت ورکړل شي! که د کډوالو په ستونزو جدي سیاست او دریځ غوره نه کړو برخلیک یې ناڅرګند دی! د کډوالو چارو او بهرنیو چارو وزارت باندې باید موږ او تاسو ځوانان فشار راوړو تر څو د کډوالو په موضوع رغنده ګامونه پورته کړي او دا ستونزه حل کړي د سالم او دوامدار روزګار د نه شتون له کبله بې شمېره ځوانان په مخدره موادو روږدي دي او د بې روزګارۍ له کبله هره ورځ په سلګونه ځوانان د مخدره موادو په لور روان دي! دولت د کاري زمینو په رامنځته کولو کې کوم رغنده او مثبت ګام پورته کړی؟ یا نږدې راتلونکې کې څه پلان لري ؟ باید ځوانانو ته ځواب ورکړي او خبرو ته کېنول شي! ځوانانو تاسو پوهېږئ چې زیاتې ستونزې لرو مګر دا ستونزې باید په جدي توګه وڅارل شي او له دیموکراتیکو لارو چارو په ګټې اخیستنې سره په اجرايه او مقننه قواوو فشار راوړو او حساب ته یې کېنوو چې د ځوانانو ستونزو ته ولې پاملرنه نه کوي؟ که همداسې لاس تر زنې کېنو ورځ تر بلې به هرڅه د بد څخه بدتر ته روان وي!!
د ځوانانو د یوالي په هیله