لپې لپې لمر

 

 
 
تــم پکــې لښــــــکرچــې دغــاټولـودرېديوشــــــــــــي
دا خــــزان وطـــن دې بــــيا پاچا د پســـرليو شــــــــي
 
نجـــونوترمنــــګيومنجيــــلې دکـــــشماليـــــوکــړې
مست به دګــودرچــــنارپه بــوی دکـــشماليـــوشـــي
 
لپـــې لپـــې لمـــربه لـــه اوبــــوســـــــره ورواچــــــــوي
ډک به په ګودرکې تش منګـــي دجينـــکيوشـــــــي
 
نه به توغــندي په هـوا راشـــي دشــاهيـــن په شـــان
شور به بــياپه څانګـــوکـــې دامــن دمــرغــيوشـــــي
 
مينـــــــــه به مـــې زړه کـــې په ګـــډاګــډا اتـڼ کـــوي
درزبــه دچمـــبې خـيژي اوشرنګ به دبنګړيوشـــــي
 
ژوندبه په شرنګااوپه مستۍ باندې قدم واخلــي
ته وا لکه اوښ چــــې بارد زرو په ګونګريو شــــي
 
بنــــدپه بنـــدبه ووايــــي ټپــــې دمــــلالــــۍ پکــــې
ســـربه ســــندرغـــــاړي بلـــــبلان پــه بګــتيوشـــــي

 
دادشپــــوحکومت به درڼاترجــنـــډولاندې شـــــــــي
ورو،ورو به روان پکــــې کاروان دډيـــوه ګيوشــي
 

هرڅوکه افغانه نجلــــۍ خــوب دځـــوانۍ وړې وي
ويښه به لمانځــه ته په غـــچ غــچ دتوتکـــيوشــــــي
 
کله چـــــې پرې ولګـــــي دسـولــــې دليلـــــــې پلــــــو
تورکاڼي به ډک له تکــوســرواوشـــنوغمــيوشـــــي
 
لـــــويـــه مــــــوربه وايــــــي دوطـــن دآزادۍ ســـــرود
زنګ به ځي له زړونونه،دوران به دخوښـيـــوشــــي
 
هغـــه پورې غرچــې يې ټـــټرؤپه ګولــــۍ ســـــــوری
ډک به يــــې هرزخـــــم په ګلـــونـوپه غــوټــــيوشــــــي
 
شنه پاڼه ګلپاڼه شي چې موسکه شين خالۍ ورته
پورته به وږمـــې ترې دلــونګــــودځـــــونډيوشــــــي
 
تېـــربه پرښـــتې کاندي لاســـونه ديتــــيم پـــــرســــر
کـټ کـټ به خنــديږي تېــربه دور دســلګــيوشــــــي
 
دانجلــۍ چــې لپه يـــــې کاروان تــــه لــه دعـــاډکـــه
دابــه که خــدای کاندي ملکــه دښــــاپـــېريــوشـــــي