
فکري جګړه دهغې جګړې څخه عبارت ده چې په دغه جګړه کې دوه ډلې ،مذهبونه اوياتمدنونه
ديواوبل ذهنونه ښکارکړي اودهغوى فکرونه په داسې ډول جوړکړي چې ددوى له خپلې حقې يا باطلې
عقيدې سره سمون وخوري داچې په نړۍ کې هره جګړه چې په هرشکل اوصورت سره د ډلو،دينونو
يا تمدنونو ترمينځ رامينځ ته کيږي نومونږ کولاى شوچې دشرايطو،موخو او پايلو په نظرکې نيولوسره
ددغې جګړې د پيل نېټه اوهمدارنګه دهغې جګړې سرچينه په ډاګه کړو.ځکه چې دالله جل جلاله حکمت
اوکړنلاره ددې غوښتنه کوي چې تل دې حق په دوامداره اونه ستړې کېدونکى ډول دباطل سره په
کشمکش اومقابله کې قرارولري ترڅوچې دحق رښتيني اړخ مالوم شي، دفکري جګړې وسلې دوسله
والې جګړې دوسلې سره ډېرتوپيرونه لري ځکه په وسله واله جګړه کې چې دکومې وسلې څخه
کاراخيستل کيږي هغه انسان په خپلوسترګوليدلاى شي اوهمدارنګه هغه انسان ته ښکاره اوظاهري
زيان رسوي اوانسان دهغې وسلې اغيزې معومولاى شي اوهروخت دهغې څخه دخلاصون لارې چارې
لټوي لکه توپ ،ټانګونه اوالوتکې ....ولې دفکري جګړې وسلې هغه وسلې دي چې هغه انسان په
سترګونه شي ليدلاى ،همدارنګه هغه انسان ته ښکاره اوظاهري زيان نه رسوي،ډېرۍ انسانان ددغې
جګړې اغېزې نه شي معلومولاى اوهمدارنګه ډېرى وختونه دهغې څخه دخلاصون لارې چارې نه لټوي
پداسې حال کې چې دفکري جګړې وسلې له هغه څخه چې اټکل کيږي ډېرې خطرناکې او وژونکې دي
اود ډېروناوړه اغېز لرونکې دي ځکه چې دفکري جګړې وسلې زروي ماشينونه ،دلېرې واټن
ويشتونکي توغندي ،پرمختللې الوتکې توپونه اوټانګونه نه دي بلکه دفکري جګړې وسلې د انساني
ضدفکرونواونظرياتوخپرول ،په مذهبي زده کړوکې دشک اوترديد رامينځ ته کول ،د مذهبي ټولنې
دوګړوپه مينځ کې ددښمنۍ اوبې باورۍ رامينځ ته کول اودواقيعتونوتحريف اوله مينځه وړلوڅخه دي
چې په حقيقت کې دفکري جګړې دغه وسلې ډېرئ خلک لاتراوسه ياخووسله نه بولي اويايې هغه
پيژندلي نه دي
دفکري جګړې د پرمخ بېولولپاره ددغې جګړې لارښوونکي اوګمارل شوي مشران داسې شعارونه
په ورکوي چې د دغو شعارونو په اساس غواړي چې دعاموخلکو ذهنونه د دوي دکړنو په هکله داسې
جوړکړي چې ددوى ټولې کړنې ګټورې اودځان اودخپل هېوادلپاره دپرمختګ بنسټ وګڼي چې دغه
شعارونه عبارت دي له پرمختګ ،تمدن ،سمون غوښتنه ،دښکېلاک په وړاندې مقاومت ،پوهه ،دفکراو
بيان ازادي ،دهرې پخوانۍ پديدې په وړاندې مبارزه اوداسې نوروڅخه يادونه کولاى شو په داسې حال
کې چې ددوى دغه شعارونه ټول دحقيقت څخه خالي دي ،نه دسولې ،نه دازادۍ اونه دپرمختګ
دپيغامونولرونکي دي بلکه ددوى ددغوشعارونوپيغام دزور،ښکېلاک،زبېښاک ،بې عدالتۍ ،بې بندوبارۍ
،غلامۍ اوداسې نوروناوړه افتونولرونکي وي د دغې جګړې موخه داده چې دغه جګړه يوه ډېره لويه
او راښکېلونکې جګړه ده پدې معنى چې دژوند ټول اړخونه دخپل هدف لاندې راولي اوډېرې دردونکې
اغېزې له ځانه سره لري چې نه شي کېدلاى له وسله والې جګړې څخه په لاس راشي ،په افغانستان
کې دا ډوله جګړه د نوي ټیکنالوژي په رامنځ ته کیدو سره د فیسبوک،ټویټر او یا نورو خیالي رسنیو
له لارې کیږي خو توپیر يې دادی چې خلک پرې باور نلري ځکه چې دلته اړخونه مالوم دي او هغوي
چې دا ټول جګړي کوي حکومتي خلک دي چې ولس پرې باور نه کوي یا هغه افراد دي چې له ځان
دویم نفر په ولس کې نلري،دداسې جګړو لپاره په ولس کې ولسي بانفوذه خلک پکار دي تر څو ولس
يې په خبره باور وکړي او جګړه د خپل هېواد او ولس لپاره وګټي، بل اړخ يې مقابل قوي لوري دې
چې هغوي په ولس کې ریښي لري او هر څوک پرې باور کوي،ځکه هغوي تل د خپل ولس رښتونی
انځور ولس ته وړاندې کړی،هغوي د فکري جګړې هغه تعین شوی ځای معلوم کړی چې ولس پرې تر
هر څه ښه راټولیدلی شي،له بل اړخه ګاونډي فکري جګړي تر هر چا ډیرې زوروري دي اود هر ډول
ناوړه تبلیغاتو له لارې چې کولای شي خپل هدف ته ځان ورسوي پیل پرې کوي،خو زمونږ د حکومت
دا ناکامه کړنه د هغوي جواب په دا ډول نشي ورکولای،حکومت او واکداران که غواړي چې خپل مثبت
افکار چې د ټولني په ګټه وي باید په بانفوذه خلکو پر مخ یوسي،بې باوره خلک د دا ډول جګړو په
پرمخ بیولو کې ناکامه لار ده.
د سوکاله پرمختللي لوی افغانستان په لور