ځینې کړۍ په محلي ادارو کې غښتلي حکومتداري نشي زغملی!

 
د ښې حکومتدارۍ په اړه نړيوالو ادارو ځانګړي تعریفونه او بېلګي په ګوته کړي، چې يو څو مهم يېپه لاندې ډول دي.
۱ . د حکومتدارۍ په ټولو برخو کې شفافيت، برخه اخيستنه، احتساب، موثريت او همغږي
۲.د ښه ژوند کولو خاطر په اداروکې د قدرت استعمال.
۳.تفاهم، مساوات، د قانون حاکميت او په تصميم نيونه کې د ټولو پرګنو ونډه اخيستنه .
۴.په عمومي توګه ښه حکومت داري په ټولو رسمي او غير رسمي ادارو ۱۲کې د کولتور، روايتونواو اصولو مجموعه ده، چې څنګه دوی خپل قدرت استعمالوي، څنګه د خلکو غوښتنو ته غوږ نيسي او څنګه د خلکو ستونزو د حل په موخه پرېکړې کوي .
که پورته تعريفونه وڅيړو نو ښه حکومت داري پروژه نه ده ، بلکه يوه پروسه ده اوکه د دې تعريفونونه خلاصه يا نچوړ راوخلو ، نو ښه حکومت داري د تصميم نيونې ، برخه اخيستنې ، او احتساب پروسه ده چې ټولو دولتي او غير دولتي ادارو او ټولنو ته راجع کيږی. په ښې حکومتدارۍ کې د ټولنې هر وګړی برخه او ونډه لري . د بيلګې په توګه حکومت بايد ښه چارواکي وټاکي ، ولس بايد ښه وکیلان یا استازي وټاکي او همدا شان ښه وکيلان ښه چارواکي او قضاييه قوه ټاکي . ښه حکومتداري د زنځير کړيو ته ورته لړۍ ده ، چې يو کار يې له بل سره تړلی دی او د موټر دماشین په توګه ټولې پرزې سره همزمان باید کار وکړي ، تر څو موټر په حرکت راشي او بیا ښه ډریور ته ضرورت دى، چې د موټر نه د ولس په نفع کار واخلي.
د ښې حکومت دارۍ د اهميت او ځانګړيتوب په هکله په اسلامي ، معاصرو او قديمو علوموکې ډير تاکید شوی دى. ښه حکومت داري ټولنه کې ثبات ،د انسانی حقوقو مراعات، سولې او انکشاف ته لاره هواره وي
د ښې حکومتدارۍ اصلي ستنه په يوه ټولنه کې اجتماعي عدالت دى. په قران شريف کې د ښې حکومت دارۍ په اړه ډیر تاکید شوی دى. په سورت مايده کې راغلي دي: عَلى أَلاَّ تَعْدِلُوا اعْدِلُوا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوى وَاتَّقُوا اللهَ إِنَّ اللهَ خَبِيرٌ بِما تَعْمَلُونَ (۸) ژباړه: عدل (انصاف ) وکړئ تاسې ! هم دا عدل ډير نږدې دی تقوا او پرهيزګارۍ ته . همدا شان په سوره ال عمران کې الله جل جلاله فرمايي : وَشاوِرْهُمْ فِي الأَمْرِ (۱۵۹) يا پيغمبره له خپلو ملګرو سره مشوره وکړه . او په سوره شورا (۴۲:۳۸) کې الله تعالی فرمايي : (وَأَمْرُهُمْ شُورى بَيْنَهُمْ ) ژباړه : د مسلمانانو يو صفت دادی چې خپل ترمنځ په کارونو کې سره مشوره کوي . او يا په سوره نسا ايت(۴:۵۸) کی الله تعالی فرمايی: إِنَّ اللهَ يَأْمُرُكُمْ أَنْ تُؤَدُّوا الأَماناتِ إِلى أَهْلِها وَإِذا حَكَمْتُمْ بَيْنَ النَّاسِ أَنْ تَحْكُمُوا بِالْعَدْلِ إِنَّ اللهَ نِعِمَّا يَعِظُكُمْ بِهِ إِنَّ اللهَ كانَ سَمِيعاً بَصِيراً (۵۸) بيشکه الله امر کوي په تاسې (ای مومنانو ) د دې چې وسپارئ تاسې امانتونه اهل د امانت ته اوچې کله د خلکوترمنځ فيصلې کوئ بايد په عدالت فيصله وکړي.
همدا شان نهه پيړۍ د مخه داسلام لوی عالم ابن قطيبه ويلي : له پوځ پرته حکومت نه شي جوړيدای ، پوځ پيسو ته اړتيا لري، پيسې بې له انکشاف نه نشي لاس ته راوړلى او انکشاف بې له ښې ادارې يا حکومتدارۍ نشي راتلای.
په ۲۰۰۲ م کال کې د ملګروملتو مشرکوفي عنا ن د ملکروملتو عمومی غونډې ته وويل چې په نړۍ کې د انکشاف د پراختيا او سولې لپاره ترټولوغوره لامل په سيمه ييز ، ملي اونړيواله کچه ښه حکومتداري ده.
که موږ د افغانستان تيرو څلور لسيزوته چې زموږ په منځ کې ژوندی تاريخ دى، نظر واچوو نو دجګړواصلي لامل د وارد شوو ايډيالوژيواو مداخلو ترڅنګ د ښې حکومتدارۍ نه شتون و. د ښې حکومت دارۍ د نه شتون په صورت کې اجتماعي عدالت له منځه ځي ظلم او زياتى اوج ته رسيږي. کله چې اوج ته ورسیږي نو د ملک د له منځه تللو، د حکومتونود راپرځیدواو د داخلي جګړو ويره هم رامنځ ته کیږي .وايي چې (انالله ينصر الدولة العادلة وان كانت كافرة ( ولا ينصر الدولة الظالمة وان كانت مؤمنة) يو ملک د کفرلاندې پاتې کیدای شي خو نه د ظلم لاندې. په بل ځای کې راغلي دي : (با لعدل قامت السموات و الارض ) د عدل په وسيله ځکمه او اسمانونه ولاړ دي او په خپل مسير باندې حرکت کوي.
يو نامتو پوه وايي (د تیارو سره د مبارزې پر ځای رڼا راوړئ، چې تياره پخپله ورکه شي)، له دې جوتېږي که غواړو چې په هېواد کې ښه حکومتداري وي نو لکه څنګه چې پورته يې یادونه وشوه، چې ښې حکومتدارۍ کې د ټولنې هر وګړی برخه لري او تر څنګ يې بايد د چارواکو له کارونو خبر وسي.
په هېواد کې که څه هم په تېرو څوارلس کالونو کې ډېری پیسې د نړیوالو له لوري په مصرف ورسېدې ولې په ولاياتونو کې د ښې حکومتوالۍنشتون لامل شو چې پیسې په سم ځای کې مصرف نشي او ډېری برخه يې شخصي جیبونه ډک کړي.
په اوسني عصر کې ولس ډيری وخت د چارواکو له کړنو ناخبره وي، ولې خوشبختانه چې د لغمان ولس بيا د نورو ولایاتونو د اوسېدونکو په شان په تياره کې ندی ساتل شوی، دلته د ولايتي ادارې له لوري دوی هره ورځ د رسنيو له لارې په جريان کې ساتل شوي، د يوې لويېراټولېدنې په ترڅ کې د  ۱۳۹۴لمريز کال د کړنو ، لاسته راوړنو، ننګونو او د ۱۳۹۵کال پلان شریک شو، چې د ځايي راډیو ګانو له لوري په ژوندۍ بڼه د لغمان تر ليریو پرتو سيمو پورې ورسېده.
لغمان ولايتي ادارې مشرتابه د نوي ماموريت له پیل څخه هڅه کړې، چې د لغمان غيور، مجاهد او پر وطن مين ولس د خپلو کړنو، لاسته راوړنو، خدمت، ننګونو او نوي پلان څخه باخبره وساتي، ځکه چې نوموړی پوهېږي چې د ښې حکومتدارۍ يو اصل همدا دی چې ولس بايد د ولايتی ادارې د کړنو څخه خبر وسي، او همداء لامل دی چې لغمان به انشاءالله په ۱۳۹۵لمريز کال کې د لويو، مهمو او بنسټيزو پروژو د پلي کېدو شاهد وسي.
د ولايتي ادارې له لوري په ادارو نظارت ډېر شوی، د ولس غږ اورېدل شوی او تر ډېره بريده د دوی غوښتنو ته رسيده ګي شوی، د امنيتي ځواکونو د همغږۍ له وجهې دښمن له ماتې سره مخ شوی، د شاهي کانال په څېر لوی او مهمې پروژې راتلونکي ۱۳۹۵لمريز کال کې د پلي کېدو په درشل کې دي، د اداري فساد مخه نيول شوې او د ځمکو غاصبين او مافيايي کړيو څخه زرګونه جريبه ځمکه خلاصه شوې ده.
نو له همدې امله يو شمېر خودغرضه، خپلو ګټو ته ژمن او پردي پاله کړئ غواړي چې د څو پیسو په مقابل کې د لغمان ولايتي ادراې په خلاف اواز پورته کړي، دوی لومړی کوښښ وکړو چې دا غږ د لغمان نه پورته کړي، په ولايتي ادارې حق ناحقه تورونه وتړي، ولې دا چې د لغمان ولس باشهامته او په خاورې مين ولس دی، د دوی تر څنګ ونه درېدل، هماغه و چې پلان يې شنډ شو، دوی نن په کابل کې راټول شوی و او د لغمان ولايتي ادارې په خلاف يې شعارونه ورکول، پدې راټولېدنه کې یوازې دوه نفر د لغمان و او نور ته د پيسو او امکاناتو په ورکولو راوستل شوي و، دوی غوښتل په همدې کار سره د لغمان رنګ بد کړی کوم چې ناشونی دی، د لغمان ولس بیداره دی او هېڅکلهبه د پرديو په خبره خپل کور وران نکړي.
پدې باوري يم، چې هېواد کې به نور چارواکي هم په دندې ، ملت او خاورې مين وي، ولې زه د لغمان ولايتي ادارې د يو مامور په صفت افتخار کوم چې د محلي حکومتدارۍ مشر په خپلو ورکړلو شويو کارونو کې بریالی دی.
پدې هیله چې هېواد جوړونه کې فرد فرد برخه واخلي او نوی ۱۳۹۵لمريز کال د هېواد د رغونې پيلامه وګرځي.
په خورا درنښت