سياست سپيڅلې مبارزه ده  سياست کې کنځلې کول نارينتوب نه دی !

 
حکومت او حکومتداري په درېمه نړۍ او په ځانګړې توګه له جګړو تازه راوتلو هیوادونو کې اسانه کار نه دی، حکومتونه تل د ریفورم په برخو کې له بیلا بیلو ستونزو سره مخامخ کيږي ، قومي ، مذهبي او مافيايي کړۍ هڅه کوي چې په واک کې د پاتې کيدو لپاره هر حربه وکاروي ، په دې وروستيو کې په خواله رسنیو کې ځينې داسې ليکنې خپرې شوې ، چې افغانيت او اسلاميت دواړو سره په ټکر کې دي موږ په دې ليکنه کې هڅه نه کوو د ملي وحدت د کړنو په اړه قضاوت وکړو، خو تر ټولو مهم او هغه څه چې زه يي د دې کرښو ليکلو ته وهڅولم ، هغه د دين او قوم د شخصي ګټو لپاره د کارولو لړۍ ده ، چې هره ورځ زموږ بیچاره ولسونه د سياسۍ کړيو لخوا پرې پرغمل کيږي . کله چې دوی په واک کې وي هر څه سم وي قوم ، ژبه ، هويت او هر څه خوندي وي خو کله چې همدوی له واکه لرې کيږي هر څه په ډير لنډ وخت کې تغير کوي
په روهي ويب پاڼه او فیسبوک کې د تلاش په نامه ليکوال ليکنه چې د پښتنو د احساساتو څخه د ګټې اخستنه هڅه په کې شوې ليکوال هڅه کړې د خلکو په اذهانو لوبې وکړي ، خو دې ته نه دې متوجه شوی کله چې مبارزه اوهدف سپيڅلی وي نو ورته د رسيدو لارې چارې هم بايد سپيڅلې پاتې شي ، همدارنګه نه غواړم په ليکنه کې په خپاره شوېو معلوماتو تبصره وکړم ، ځکه په دې نه ارزي خو د ليکوال له خوا د افغاني او اسلامي پولو ته په نه درناوي حتما خفه يم ځکه ليکوال هڅه کړې چې خپلې شخصي ګټې د پښتو او اسلام په نامه په خلکو قدري کړي ، ليکوال د چارو د ادارې مرستيالې کامله صديقي په شمول د څو نورو نارینه او ښځینه کارکوونکو په اړه هغه څه ليکلي دي ، چې هيڅ افغان او مسلمان سره نه ښايي چې د يو ميرمنې په حق کې داسې خبرې وکړي ، پښتني ټولنه ميرمنو ته ځانګړې درناوی لري ، کله چې ته د پښتنو د حقوقو دغوښتنو خبرې کوي او په خپله په پښتنو دودونو او کوډونو ملنډې وهې نو ستا پښتو ګټل راته غرضي ښکاري، مبارزه او سياست د هر چا حق دي ، خو بې بريده ازادي تل د لا نورو بحرانونو د رامنځ ته کيدو لامل کيږي.
قران کريم کې الله جل جلاله فرمايي وَالَّذِينَ يَرْمُونَ الْمُحْصَنَاتِ ثُمَّ لَمْ يَأْتُوا بِأَرْبَعَةِ شُهَدَاءَ فَاجْلِدُوهُمْ ثَمَانِينَ جَلْدَةً وَلَا تَقْبَلُوا لَهُمْ شَهَادَةً أَبَدًا ۚ وَأُولَٰئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ ) ژباړه : هغه کسان چې پاکې ميرمنې تورنه وي او بيا د دې لپاره څلور شاهدان نه شي حاضرولی نو دا کسان بايد اتيا دروې ووهل شي ، د دوی شاهدي د تل لپاره د منلو وړ نه ده او همدا کسان فاسقان دي
د چارو په اداره کې د وروستيو تغيراتو په پايله کې چې په خواله رسينو کې کوم بحثونه رامنځ ته شوي دا هم راته حقيقی او پر ځای نه ښکاري، ځکه زما د معلوماتو پر بنسټ کله چې ملي وحدت حکومت جوړ شو نو له راتګ سره سم يې يو ډله ځوانان له کوم ځانګړي پلان پرته د ارګ او په ځانګړې توګه د چارو په اداره ور ننويستل شول ، خو کله چې حکومت متوجه شو چې دا کار يې سمه نه وو ، د ولسمشر په هدايت د مامورينو د تنظيم حکم وشو، چې کار د يوې پروسې له مخې مخ ته ځي ، زما د معلوماتو پر بنسټ په برطرفه شوېو او نوېو ګمارنو کې يوازې پښتانه نه دي نښه شوي بلکې په تازه ګمارنو هم پښتانه کدرونه ځای پر ځای شوي چې نه غواړم نزاکتا نومونه يي دلته ذکر کړم.
په پای کې تاکيدا دا خبره کوم ، چې هر هغه څوک چې غواړي زموږ د ټولنې سپيڅلي احساسات د خپلو شخصي ګټو ښکاري کړي او په دې توګه زموږ دودونه او ارزښتنونو د خارو سره خاوري کړي هيڅکله د پښتون او افغان له غمه نه دی مړ بلکې د خپل شخصي ګټو لپاره ورته کارونه کوي چې موږ ورڅخه بيزاره يو.