ستا د سترګو سيوري مې ليدلي دي
دوه غنم رنګ ستوري مې ليدلي دي
ځه چـــــې پر ګلابو دې نن ولمانځم
اى ! د بڼ پر لــــوري مې ليدلي دي
ګرانــــه! د رڼا د مـــــينارې پــــر سر
ستا د نامــــي توري مې ليدلي دي
يو شاعـــــر غلام بل تخــــيل غلام
دوه تنه كمزوري مې ليدلـــــي دي
وړي جلانـــــه ! زړه پوښتنه نه كـــوي
دې چم كې سر زوري مې ليدلې دي
سيدجيلاني جلان
يادونه : دغه غزل د ګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخيستل شوى دى
وروستي