
ژورناليزم يوه داسې پاكه او سپيڅلي هنداره ده چې هر انسان پكې خپل ځان او كړنې په خپل حقيقي شكل موندلى شي خو هغه مهال چې د ژورناليزم ټول ښكلي او پاك اصول په پام كې ونيول شي. ژورناليزم په حقيقت كې د ټولنې او خلكو د ستونزو انځور دى، له يوې خوا انسانان كولى شي چې د خپلو ستونزو او مشكلاتو انځور د ژورناليزم په هنداره كې وګوري او له بلې خوا د ژورناليزم د پل په مټ له خپلو ستونزو اړوند چارواكي يا مسوولين خبر كړي. ژورناليزم د خلكو او چارواكو ترمنځ پل دى ، دا پل هغه مهال پياوړى او مضبوط وي چې د حقيقت او ريښتينوالۍ په ستنو ولاړ وي، دا پل هغه وخت لا غښتلى وي كله يې چې ولي او ريښې له دربار هغه خوا وي. د ژورناليزم ټول اصول په ځانګړي ډول اخلاقي اصول او معيارونه هغه څه دي چې په مراعات كولو سره يې يو ژورناليست د ټولنې د هر فرد زړه خپلولى شي خو كه چېرې ژورناليست د ژورناليزم د پاك مسلك اصول او معيارونه ماتوي نو شك نه شته چې پر ځان سربيره د ژورناليزم مسلك هم زيانمنولى شي. كله چې يو ژورناليست يوازې حقيقت ته په پام سره خبرونه او رپورونه چمتو كړي نو شك نه شته چې خبر يې په غوږونو خوږ او نرم لګيږي خو كه په خبر كې له يوې خوا په حقيقت سترګې پټي شوي وي او له بلې خوا د تعادل اصل كوم چې د ژورناليزم د مسلك زړه تشكيلوي نه وي مراعات شوى نو له يوې خوا خبر خپل خبري ارزښت له لاسه وركوي او له بلې خوا ژورناليست او د ژورناليزم مسلك ته درون زيان رسولى شي، څومره چې په ټولنه كې د ژورناليست رول مهم ده نو په همغه كچه په ټولنه كې د ژورناليزم د مسلك د پاك ساتلو روحيه مهمه ده. كله چې يو ژورناليست په غوره او نيكو اخلاقو كوم چې د ژورناليزم د مسلك غوښتنه ده سمبال وي نو پرته له شكه چې د ژورناليزم په مسلك هم په همغه اندازه د خلكو باور او اعتماد زياته وي خو خداي مه كړه كه چېرې ژورناليست د ژورناليزم پاك او سپيڅلي اصول او معيارونه ماتوي نو په همغه كچه ورسره د ژورناليزم د مسلك په اړه د خلكو كركه او نفرت هم قوت پيدا كوي. شك نه شته چې ژورناليست يو فرد ده خو كاريي ټولنيز ده ، ژورناليست ځان له هر ډول ګواښ او خطر سره لاس او ګريوان كوي خو هڅه كوي چې خلك د ټولنې له ريښتينې حقيقت او پېښو په خپل وخت خبر كړي، په حقيقت كې ژورنالست د ټولنې او خلكو د غوږونو او سترګو مثال لري، څه چې په خپلو غوږونو اوري او په سترګو يې ويني نو د حقيقت او تعادل په ژبه يې د خلكو او ټولنې سترګو او غوږونو ته رسوي. څومره چې ژورنالست د ټولنې او خلكو پر وړاندې خدمت كوي نو په همغه اندازه په اولس ا ودولت حق لري چې د دندې پر مهال ورسره لازمه همكاري وكړي، كه چېرې دولتي چارواكي له ژورناليستانو سره په وخت او ځاى همكاري وكړي كومه چې د اساسي قانون غوښتنه هم ده نو شك نه شته چې ژورنالستان وروڼه په حقيقت ولاړ خبرونه او پيښې د اولس غوږونو او سترګو ته ورسوي، تاسو وګورئ په ډيرو ځايونو كې ژورنالستان د وهلو او ټكولو له ويرې سره په دې بوخت وي چې د پېښې ريښتينۍ انځور واخلي او په خپله ريښتينې بڼه يې د اولس سترګو او غوږونو ته ورسوي، دا چې ژورنالستان خپل ژوند په خطر كې اچوي خو ملت په ټولنه كې د روانو جرياناتو څخه خبروي نو لازم هم دا دي چې د ژورنالستانو مادي او ماناوي ملاتړ وشي خو په دې شرط چې ژورنالستان هم د خپل سپيڅلي مسلك پاكه هنداره په يو طرفۍ او درواغو خيرنه نه كړي. ژورنالستان بايد تل هڅه وكړي چې د حقيقت او تعادل په ژبه خلكو ته د پېښو انځور وړاندې كړي نه دا چې له يوې خوا د تعادل كلك اصل له منځه يوسي او له بلې خوا اولس په خپل غلط رپور په تشويش كې واچوي، زه په دې كلك باور لرم چې مسلكي او په كار بلد ژورناليست خپل حد او پوله پيژني خو هغه څوك چې د ژورناليزم په اړه مالومات نه لري خو د ژورناليست په نامه په ټولنه كې كار كوي كيداى شي د ژورناليزم پولې او سرحدونه مات كړي، دا ډول كسان چې له يوې خوا مسلكي نه دي او له بلې خوا په دې ډګر كې كاري تجربه نه لري نو كولاى شي چې د ژورناليزم پاك او سپيڅلى مسلك ځينې وختونه تر پوښتنې لاندې راولي .
ميرولي جان لكڼوال