
شك نه شته چې سوله او ثبات د هرې انساني ټولنه په ګټه دى، همدا سوله او ثبات ده چې د هرې بشري ټولنې د ودې او پرمختګ سبب ګرځي، څومره چې يوه انساني ټولنه ارامه وي نو په همغه كچه ېې د پرمختګ چانس هم زيات وي، مګر چيرته چې انساني ټولنه د جنګ او جګړې سره لاس او ګريوان وي نو په همغه كچه يې د پرمختګ او ودې انځور هم تت وي. هغه مهال چې په هيواد كې نوي سياسي بدلونونه په وجود راغلل نو ورسره د خلكو دا هيلې چې هيواد به د يوې سالمې ادارې په چوكاټ كې د سولې او ثبات د چتر لاندې د ودې او ترقۍ په لوري يون پيلوي هم په غوړيدو شوې خو د وخت په تيريدو سره دا د هيلو ډكې غوټۍ ورو ورو په وچيدو شوې، نه يوه داسې اداره په وجود راغله چې په هغې كې دندې او مسوليتونه د وړتيا او اهليت پر بنياد خلكو ته وسپارل شي او نه هم امن او ثبات په داسې ډول ټينګ شو چې د بيارغونې او پرمختګ كارونه ګړنديتوب پيدا كړي، په اداره كې د بې كفايته اشخاصو شتون د نړۍ په هر ګوټ كې ددې لامل ګرځيدلى چې كارونه او پرمختګ د خنډ او ځنډ سره مخامخ كړي، په دې دليل چې بې كفايته انسان نوښتګر نه شي كيدلى كله چې په كومه اداره كې د نوښت روحيه مړه وي نو شك نه شته چې هغه اداره په كارونو كې پرمختګ نه شي كولى بلكې د تل لپاره به په زړو شيانو تكيه كوي، تل په زړو شيانو تكيه كول د نوي ابتكار روحيه وژني.
دا مهال په خبرونو كې اوريدل كيږي چې دولت انديښمن ده چې ګواكې د هيواد شمالي برخې چې تر ډيره ارامې وي د جنوب د سيمو په برخليك اخته كيدونكي دي، داسې حركات ليدل شوي چې ګواكې هلته ددولت مخالفه ډله خپل فعاليتونه زياتوي او هڅه كوي چې شمال هم د جنوب په شان بې ارامه كړي. اوس پوښتنه داده چې ولې په داسې يو وخت كې چې له يوې خوا زمونږ د ټاكنو پايله نامالومه ده او له بلې خوا په دې فكر كيږي چې له طالبانو سره خبرې اترې وشي په شمالي ولايتونو كې د بد امنۍ د خپريدو خبرونه وركول كيږي؟ خبره داده چې له يوې خوا د شمالي ټلوالې ځينې افراد په دې لوبه كې په دې نامه داخل شوي چې د افغانستان د اوسني دولت واكمني تر پوښتنې لاندې راولي او له بلې خوا دهمدې شمالي ټلوالي ځينې غړي ددې مخالف دي چې له طالبانو سره دې خبرې اترې ترسره شي نو همدې ټكو ته په پام سره دوى د خلكو په منځ كې داسې اوازې خپرې كړي چې ګواكې د هيواد شمالي ولايتونه هم د جنوبي ولايتونو په برخليك اخته كيدونكي دي.
مونږ او تاسو د مطبوعاتو د لارې واوريدل چې د بلخ والي عطا محمد نور څه موده وړاندې په ډاګه وويل چې د شمالي ولايتونو د بې امنه كولو په موخه وزارت داخله په خلكو وسلې ويشي، د نور دغه څرګندونې ددې خبرې لوى ثبوت كيدلى شي چې د شمالي ټلوالې ځينې غړي ددې له پاره منظم او ترتيب كړى پلان لري چې د هيواد په شمال كې له خپلو مليشي ځواكونو څخه د بې امنۍ د خپرولو په لار كې ګټه پورته كړي او بالاخره په مركزي دولت او نړيوالې ټولنه يو ډول فشار راوړي چې زمونږ له شتون پرته شمالي سيمې په امن كې نه شي پاتي كيدلى نو ښه به دا وي چې مونږ خپله واكمني په همدې سيمه همداسې جاري وساتو، د شمالي ولايتونو بودجه په خپله خوښه د تل په څير مصرف كړو. وخت او تاريخ ثابته كړي چې د شمالي ټلوالې ځينې غړي تل په دې هڅه كې دي او وو چې دخپل قدرت د ساتلو او لرلو په موخه ددې ملت په سر هر ډول سودا او تجارت وكړي. اوس لازمه داده چې دولت د خپل حاكميت تمثيل وكړي، هيچا ته دا اجازه ورنه كړي چې نور ددې مظلوم ملت وينې وزبيښي او يا هم ددې پاك او ميړني ملت د سپيڅلو احساساتو څخه ناوړه ګټه پورته كړي، دولت داري په سوال او زارۍ نه كيږي ،دا وخت د جديت دى كه چېرې مونږ په دولت دارۍ كې له جديت كار وانه خلو نو فكر نه كوم چې په چا خپل مسووليت هم ومنو خو كه چېر جديت شتون ولري نو بيا انسان كولى شي چې هم خپل حق وپيژني او هم د خپل حق پر وړاندې د مسووليت احساس وكړي.
ميرولي جان لكڼوال