
نه پوهيږم چې دې مظلوم ملت او دې كړيدلي هيواد ته چا داسې بدې دعاګانې كړي چې سر او بيخ سره نه سميږي، نه څوك ددې ميړاني ملت په وينو ماړه شول او نه هم څوك ددې خاورې او هيواد په ورانونې ماړه شول، هغه مهال چې په هيواد كې د بن د پرېكړو سره سم يوه نوي سياسي اداره په وجود راغله نو د خلكو هيله هم دا وه چې هغو مادي او ماناوي امكاناتو ته په پام سره چې نړيوال يې د افغان دولت په واك كې وركوي د هيواد د ژر ابادۍ پيغام له ځان سره لرلى شي، خو ډيره موده نه وه تيره چې د افغان د ميړني ملت ټولې هيلې په اوبو لاهو شوې، يوازې د ګوتو په شمېر خلكو د نړيوالو له مادي او ماناوي امكاناتو ګټه واخيسته او ملت لا د پخوا په شان بې وسه او بې چارې پاتې شو، همدا ددې لامل شو چې ددولت او ملت ترمنځ واټن په وجود راشي. اداري فساد يوه داسې ستونزه ده چې له يوې خوا يې ملت له ډول ډول ستونزو سره لاس او ګريوان كړى او له بلې خوا يې په نړيواله كچه د افغانستان نوم او حيثيت تر سوال لاندې راوستى، همدا اداري فساد ده چې نړيواله ټولنه يې په افغاني دولت بې باوره كړي او ورځ تر بلې دا د بې اعتمادۍ فضا پياوړي كيږي، هغه پيسې چې له نړيوالي ټولنې افغانستان ته راځي د هغوى د خلكو د ماليې او ټكس پيسې دي، د هغوى خلك هم له خپلو دولتونو پوښتنه كوي چې دومره زياتې پيسې په څه ډول په افغانستان كې مصرفيږي، تر كومې به مونږ د نړيوالو پيسو ته سترګې نيولي وي ولې دولت په هغه زيربنايي پروژو كار نه كوي كومې چې زمونږ هيواد په خپلو پښو ودرولى شي، مسله هم داده چې زياتره چوكى د وړتيا او اهليت پر ځاى په خپلوۍ او پيسو ډكې شويدي، هغوى چې د يو موقف د لاس ته راوړلو په خاطر پيسې وركوي نو طبعي ده چې د موقف د لاس ته راوړنې په وخت كې به اول خپلې پيسې په لاس راوړي او له هغې وروسته به كه وس يې برابر شو د خلكو خدمت كوي، مونږ وينو چې زياتره وزارتونه په دې نه دي توانيدلي چې ورته ځانګړي شوي كالنۍ بودجه مصرف كړي، علت يې دا دى چې دا خلك د واسطې يا پيسې په واسطه دې موقف ته رسيدلي په دوى كې دا وړتيا او ظرفيت نه شته چې داسې پلانونه طرحه كړي چې له يوې خوا نوښتګر اووسي او له بلې خوا پرې د هيواد ورانه او سوځيدلي لمن سمسوره كړي، په هر هغه هيواد كې چې خپل پالنه او رابطه پالل كيږي هيڅ وخت به د سوكالۍ او ښيرازۍ راز پيدا نه كړي، مګر هغه هيوادونه چې هلته دندې او مسووليتونه د وړتيا او اهليت پر بنياد خلكو ته سپارل كيږي شك نه شته چې هره ورځ به د يوې نوي لاس ته راوړنې سره مخامخ كيږي. دا چې افغانستان په ډير يو حساس پړاو كې پروت دى او له ډيرو حساسو شيبو څخه تيريږي نو مشرتابه ته يې لازم دي چې هيواد په پوره فكر او سوچ له هغې سمندر څخه وژغوري كوم چې د هيواد پر وړاندې پروت دى، دا وخت افغانستان ددې جوګه نه دى چې د يو داسي چا سره د مخالفت سنګر ونيسي كوم چې د هيواد سره په بېلا بېلو ډګرونو كې مرسته كوي، هر څه خداي كوي خو انسان ته يې عقل او فكر د همدې له پاره وركړى تر څو ترې د ژوند په اوږدو كې د ځان او نورو انسانانو د ښيرازۍ په لار كې ګټه پورته كړي، كه افغانستان دا ځل هم د نړيوالې ټولنې ملاتړ له لاسه وركړ او يوازې پاتې شو نو د هيواد راتلونكى مو ډير بدمرغه مالوميږي، هيواد به يو ځل بيا د افغانانو ترمنځ د پرديو په لمسون د جنګ ډګر وګرځي او يوازې د افغان په خپله وينه به د هيواد هر كونج او كنار سور وي، نو د افغان اولس مشرانو تل د خپل واك او قدرت په فكر كې مه اوسيږئ لږ د خپل ملت او هيواد په اړه هم سوچ وكړئ، بس وه هغه وينه چې ددې ميړني ملت له بدنه د جنګ او جګړې بلا وزبيښله نور نو د خداي په خاطر ددې ملت په راتلونكي سرنوشت او برخليك لوبې مه وهئ، د وخت له شته امكاناتو څخه يوازې او يوازې ددې ځوريدلي ملت او جنګ ځپلې هيواد د ابادۍ په لار كې ګټه پورته كړئ نور نو دا خاوره او دا كړيدلى متل ددې تاب نه لري چې پر تن يې نور زخمونو جوړ شي، په پوره افغاني مينه او احساس نورې خپلې ګټې شاه ته ګذار كړئ په دې فكر وكړئ چې څه ډول دا هيواد او ملت له شته بدمرغيو او بد امنيو ساتلى شئ، هڅه وكړئ چې د وړتيا او اهليت په پام كې نيولو سره يوه داسې اداره په وجود راوړئ چې له يوې خوا پرې كارونه سم شي او له بلې خوا داسې نوښتګر پروګرامونه په كار واچوي چې د موجوده اداري فساد د ناروغۍ تداوي پرې وشي ،شك نه شته چې د اداري فساد جرړې له بيخه ويستل يو ستونزمن كار دى خو د يوې سالمې او مثبتې ادارې په شتون سره هرومرو محدوديدلى شي .
ميرولي جان لكڼوال