
موږ اصلاً یو بل میز د ځان له پاره ټاکلی وو، خو جګ پوړو مامورینو او د سیمینار را بلونکو زموږ میز نیولی وو. موږ حیران پاتی وو چی چیری لاړ شو، خو بیا مو یو میز ته چی هلته دری کوچنی اندام والا جنوکی ناستی وی لاړو او له هغو څخه مو په ډیر احترام سره اجازه واخیسته.
په فارسی مو ورته وویل پدا خیال چی دوی به هم په فارسی پوهیږی. هو دوی په فارسی پوهیدي خو تاجک نه وو پښتنی پیغلی ،ښکلی او با حجابه جنوکی وی چی زه یی په لیدو ډیر خوشحاله شوم. پدا نه چی دوی ښکلی وی بلکی په دی خیال چی دوی زما ګاونډیانی هم وی. هماغه له اوله یی چی کله خبری شروع کړی، پوه شوی وم چی پښتنې دي، خو بیا می هم تری وپوښتل
"پښتنی یاست"
دوی په نمکینه خندا داسی وویل
"هو... تاسو؟"
"زه هم پښتون یم"
"دا بل د کوم ځای دی؟"
ما سره یو خارجی چی زما انډیوال او همکار وو، هم دی محفل ته تللی وو، نو ما هغه ته په لاس اشاره وکړه او و می ویل
"دی زما دوست، ملګری او نږدی همکار دی. له اندونزیا نه دی. ښه هلک دی. وظیفه یی عکاسی ده، ویدیویی کلیپونه جوړوی او ښکلی عکسونه اخلی. خصوصاً د ښکلی انجنو... خو مه ویریږی ستاسو عکسونه نه اخلی ما له وخته پوه کړای دی چی د افغانی ښځو عکس وانخلی، ترڅو دوی درته اجازه نه وی درکړی. که څه هم د هر چا د عکس اخیستو نه مخکی باید تری اجازه واخیستل شی، که افغانی وی یا خارجی، خو د افغانی ښځو عکس اخیستل، توبه توبه ... باکل ناروا دی "
ما په جګ آواز سره و خندل او جنوکو هم راسره و خندل.
دا د ښځو یو علمی سیمینار وو، چی اکثریت ګډون کوونکی یی ښځی وی خو یو څو نارینه هم پکی وو لکه یو څو عکاسان، بادی ګاردان، ساتونکی، بعضی لوړ پوړی او اداری نارینه کارکوونکی او داسی نور.
***
دغرمی د ډوډی وخت وو او موږ ټول د میز په شا وخوا را ټول وو. دری جنوکی وی او موږ دوه هلکان وو. هغوی هم په خپل غاپونو کی ډول ډول (مختلف) خوراکی مواد راټول کړی وو، د ډوډی بوی هری خوا را خور شووی وو او له هغه نه هم ښه او خوشبویه هغه عطرونه وو چی دا ښکلو جنوکیو په ځان وهلی وو.
د میز شا ته ناست ووم او له هغوی سره می خبری کولی. زما عکاس دوست ډیره شله ګی وکړه چی دی هم غواړی له جنوکیو سره خبری وکړی خو ما ورته وویل چی دا زما د وطن جنوکی دی پریږده چی زه ورسره خبری وکړم. ته غیر له هغه هم ددوی په خبرو نه پوهیږی او زه خو ستا ترجمان نه یم چی هره خبره به درته ترجمه کوم. ډوډی مو مه خرابه وه. په خبرو لګیا ووم چی یوه ښکلی انجلی راغله. اجازه یی واخیسته او د میز شاته کښیناسته.
عاقله وه، خو زه یی بیا له عقله وویستلم هغی ما ته هیڅ هم نه وو ویلی خو کله چی موږ په قطار کی ناست وو او د ګدون کوونکو خبرو ته مو غوږ نیولی وو، هغی ما ته اشاره وکړه.
دا د ډوډی نه مخکی خبره ده. یو ځل یی ما ته وکتل په لاس یی اشاره وکړه. او دا اشاره یی داسی وکړه چی ما فکر وکړ چی غواړی ما له لری ښکل کړی. زه وشرمیدم چی یوه افغانه انجلی به داسی کار کوی. څنګه به یی کوی خو دی وکړه، چی دي دا حرکت وکړ، که څه هم ډیر یی په پرده او پټ وکړ، خو زه یی حیران کړم چی دا څه وشو. او داڅوک ده چی ما ته داسی اشاری کوی. شاو خوا می وکتل چی شاید کوم بل چا ته اشاری کوی خو نه، یو ځل نه چی څو ځله یی دا کار تکرار کړ. ما داسی فکر وکړ چی دا ما ته څه وایی یا می په مخ کوم داغ یا کوم شی پروت دی، همدا وو چی زه مجبور شوم په مخ می لاس وګرځاوو خو هیڅ شی می هم لاس ته رانغی. او له همدی لاس ګرځوولو سره هغی بیرته لوژ ته وکتل.
زما له هیره وتی وه چی دا هماغه پغمانی وه چی څو کاله مخکی مو یو بل سره پیژندل. نیمه نیمه پښتو یی زده وه، دوه رګه وه. خو دومره ښکلی وه چی ما داسی ښایست په ډیرو کمو کی لیدلی وو. داسی نورانی چی تا به ویل همدا اوس یی په کوثر حوض کی لمبا کړي او راغلی چی ما ته ځان وښیی. په یوه لیدو یی زه خپل کړم. داسی یی پر ما اثر وغورځاو چی نور هر څه می له یاده ووتل او د هغی فکر می په سر کی پاتی شوو. او بس...
څه یو خیال وو، لکه چی په هندی فلمونو کی دفلم هلک له انجلی سره داسی مینه کوی چی حتی ددو په عقیده خدای هم د دوی د یو ځای کوولو له پاره هڅه او هاند کوی او هم یی داسی لاری باندی وړی چی سړي نه په خوب کی لیدلی وی او نه په رښتیا پری باور کولای شی.
د پریانو کلي، د غلمانو باغونه، د حورو باغیچی او هرڅه ورته ښیی خو دوی یو بل غواړی او بس او دومره یو بل غواړی چی که بل ځل هم دنیا ته راشی د یو بل له پاره دنیا ته راغلی وی. او څوک دوی نه شی زغملای او نه پریږدی چی دوی د یو بل شی، نو دوی یا ځان مړ کوی او یا داسی کار ته لاس اچوی چی مقابل لوری دی ته اړ کیږی چی خبره یی ومنی.
دنیا ده نو ها!
هیڅ کله می داسی ګمان ته نه راته چی د یو چا په لیدو به دومره په هغی کی ډوب شم، چی ځان او دنیا به له یاده باسم. لکه چی خدای ما ته له ازله دا لیکلی وی چی ته زمری باید په عاقلی داسی مین شی چی نوره دنیا دی له یاده ووزی. د خدای کارونه دی نو څوک پوهیږی چی څه به کیږی او څه به وشی. د انسان له واکه وتی خبره ده. هغه هم په یوه لیدلو سره... عجیبه ده.
یوه خبره بله هم داده چی کله کله سړی په یو چا مین شی او یوه موده هغه او دا یو ځای وی، په یو بل ځان ځاروی. خو داسی وخت هم راشی چی په یوي دروغ یا غلطي خبري دوی له یوه بله جلا شی، بیا له یوه بله کرکه وکړی. چی ددی کرکی عامل څه شی وی، څوک پری نه پوهیږی. خو داسی کرکه وی چی یا یو بل ته د ژوند ګواښونه وکړی او یا له یوه بله داسی جلا شی چی نور نه غواړی یو بل وګوری.
***
طاقت می رانغی او له هغی نه می داسی وپوښتل
"زه خو تا نه پیژنم... او فکر کووم چی ته به هم ما نه پیژنی. همداسی نه ده؟"
"ولی... پیژنم دی. "
" رښتیا ! "
"هو... ولی د تا په یاد نه یم"
" نه "
"نو د تا زه په یاد یم "
" هو د تا په یاد نه دی ... "
" ولی اوس دی هیر شو؟ "
" څه وخت؟ "
" هغه وخت چی ځوان وي"
"ولی اوس زوړ شوی یم؟ "
" هو ظاهراً خو همداسی ښکاری"
" زما ولی په یاد نه یی؟"
" ته خو هغه وخت هم بیوفا وی او س هم هماغه سړی یی چی وی... "
موږ ډوډی خوړلی وه او اوس مو ورو ورو چای څښل. زما انډیوال هم تللی وو چی د ښځو عکسونه د ډوډی په وخت او خبرو کولو په وخت واخلی، او زه یی يوازی پری ایښی ووم.
نورو دری جنوکیو چی زما څنګ ته ناستی وی، په حیرانتیا وکتلی او له دوی نه یوی یی داسی وویل
"که ستاسو اجازه وی، موږ به لاړ شو او د عکسونو، منظرو، تابلو ګانو سیل به وکړو... "
موږ دواړو هیڅ ونه ویل او یو بل ته مو کتلی چی دوی د خدای په امان ویلو سره له ځایه جګی شوی، لاړی او موږ دواړه یی یوازی پریښودو. ما په حیرانتیا له هغی نه وپوښتل
"عاقله یی؟ "
"هو نو څوک یم... ښه دی نوم دی خو په یاد دی ."
"ته می هم په یاد یی."
" زه خو تر اوسه د تا انتظار باسم او ته یی چی خدای خبر اوس به دی شپږ اوه ماشومان هم وی که نه... او اوس می نه پیژنی ښه ده... "
"ته څومره ښایسته شوی یی "
" ښایست هم د خدای داد دی. یو وخت څوک د چا په سترګو کی داسی ښایسته کړی چی د نورو لیدو ته تلوسه هم نلری او کله یو څوک د چا په زړه کی دومره بد کړی چی غواړی ټوله دنیا وګوری او یوازی دا ونه ګوری... څنګه همداسی نه ده؟"
"هو همداسی ده. "
ما له ځانه سره چرت واهه، هغه پخوانی وختونه می یادوول... وروسته له یو څو شیبو نه می هغی ته فکرشو او په حیرانتیا می تری وپوښتل
" تا څه ویل؟ "
"هیڅ ما ویل چی تا واده کړی دی یا نه"
" نه وا ده می نه دی کړی... زړه می هم نه کیږی او نه پوهیږم څه ووایم، خو داسی څوک می هم ندی پیدا کړی چی له هغی سره واده کوول می په فکر او خیال کی وګرځی. یواځی دیخوا ها خوا ګرځم ژوند کووم او غواړم چی له ژونده ګټه واخلم. نور هیڅ"
"هو همداسی ده اوس می هم ولیدی چی دا کوچنی جنوکی دی کینولی وی او غوښتل دی چی کوم یوه په خپله لومه کی ونیسی او تری ګته واخلی ... څنګه همداسی ده که نه... "
"نه... کوښښ می کاوه چی وخت می تیر شی خو داسی هوډ می نه درلود چی دوی خطا باسم... زه دوکه باز نه یم"
" زه تا ښه پیژنم چی څه غواړی او په زړه کی دی څه ګرځی... "
"زه او ته خو یو بل ښه پیژنو. همداسی ده که نه "
"هو لکه تا غوندی بیوفا سړی می یو ځل په دنیا کی څرګند شو او وروسته له هغی نه می له مینی او نارینه وو نه کرکه پیدا شوه... خو اوس می چی بیا ولیدی داسی می فکر وکړ چی خدای را ته بیا لیږلی یی او ته یوازی زما له پاره جوړ شوای یی او بس.... پوهیږی ما تر اوسه ستا انتظار ایست... واده دی خو نه ده کړی؟"
پرته له دی چی د هغی پوښتنی ته ځواب ووایم بیا می تری وپوښتل
" هغه وخت دی ولی ځان رانه ورک کړ؟ "
"هغه وخت بیل وو... ما ته له یو چا سره ولیدی او په زړه کی می وګرځیدل چی دا ستا انډیواله ده او ته به لکه ما څو تنه داسی دوستاني (انډیوالانی) لری او نه پوهیږم چی څومره به دی غولولی وی... خو اوس بی له تا می طاقت نه راځی که دری ودونه هم ولری څلورمه به یی زه اوسم ... زما قبول یی... نوری خبری ونه کړی"
زه ددی له جرئته حیران پاتی ووم او پوه نه شوم چی څه ووایم له ځایه جګ شوم او د هغی لاس می ونیو او ورته می وویل
" راځه چی ځوو بیا به په آرامه خبری وکړو "
"ستا په نیت می شک راځی. څه پلان لری؟"
"هیڅ پلان نه لرم ... هو د واده پلان می په زړه کی ګرځی"
"را ځه چی ځوو"
"چیری ځوو... چی ته اوسی ما ته منظری او عکسونه خوند نه راکوی"
له لاسه می کش کړه او په غوږ کی می ورو ورته وویل
" که دومره مینه دی له پخوا کووله اوس به زه او ته وختی د یو بل وو!"
"رښتیا ... ؟ "
ما په آرامه خپل سر و ښوراوه هغی وویل
"نو ولی را پسی ونه ګرځیدی"
"ډیر و ګرځیدم خو پو ه نه ووم چی تا به چیری پیدا کړم... هری خوا چی لاړم تیاری می مخی ته ودریدی او بس "خیر دی د خدای به همدا رضا وه... اوس مو بیا یو بل سره ولیدل او کوښښ به وکړو چی بیا داسی ونه شی"
انجلی ددی خبری په اوریدو ډیره خوشحاله شوه له ځایه جګه شوه او په غرور او موسکا یی وویل
"زه پوهیدم چی ته تر اوسه هم له ما سره مینه کووی،خو ویلای یی نه شی... "
" دا وګوره د تا په یاد کی می ویښتان سپین شوول. هر یو می ولید خو د تا په شان نه وه. ته له ټولو توپیر لری همداسی نه ده"
"له ما سره دومره مینه کوی "
"باور دی نه راځی"
"نه... راځی "
هغی زما د سر په ویښتو چی څو تارونه یی سپین شووی وو لاس تیر کړ او یو یو تا ر یی له یو بله جلا کړ زما سترګو ته په مینه وکتل او یو سترګه یی پټه کړه او په پسته ژبه یی وویل
" غم مه کوه زه به دی بیرته ځوان کړم... "
پای
۰۴ – ۰۵ د لیندی/ ۱۳۸۷ کال
وزیر محمد اکبر خان مینه
کابل، افغانستان