داوښکـــو ژبه

جانان چې کاڼی شي د غوښې له قالبه ووځي
زمونږ له سترګو نه د سپينو اوښکو ژبه ووځي

ګرانه ! بيلتون دې زمانې لره پيکه کړم داسې
لکه د ځوان شاعر غزل چې بې مطلبه ووځي

چـــې پسې وژاړم ښه وژاړم  د مه  مې وشي
لکــــه ناروغ نه چې په يخو اوبو تبه ووځي

ياغي جذ بې دې له خيالي ځوانۍ نه وښويدې
لکــــه تيرې تيرې ليشــــې له پاخه کبــــه ووځي

جلانه ! بيا به دې پښتون ايمان کې څه پاتې شي؟
د مينې وړانګـــه کــه د مينې لـــه مذهبه ووځي

              سيدجيلاني جلان
يادونه : دغه غزل د ګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخيستل شوى دى