
له دې انکار ناشونی دی، چې کرکټ په ډیره لږه موده کې د افغانستان تر ډیرو لرو پرتو سیمو ځان رسولی او پر خلکو يې ځان پیژندلی دی.
هغو څوکو، بیدیاو، کڅونو، کلو او بانډو کې چرته چې زمونږ حکومت تر اوسه په خلکو ځان نه دی منلی خو هغوی کرکټ پرته له زوره په ورین تندي منلی او ستایلی دی.
په هغو ځمکو چې تر اوسه خلک له قانونه ناخبره دي او د اوسني نظام قانون د نړۍ په ټول ځواک نه دی حاکم شوی، هلته ځوانان پوهیږي چې وېکټې چرته؟ په څومره واټن؟ او څرنګه ودروي؟
د افغانستان په ډیرو برخو کې اوسیدونکي په دې نه پوهیږي چې باچا يې څوک دی؟ ټاکنې څه ته وايي؟ د وزیر او وکیل تر منځ توپیر نه شي کولای، له دې نه بې خبره دي چې حکومت له درې قواوو جوړ دی، مشرانو جرګه له ولسي جرګې نه شي بیلولی، خدمتګار او د ورانکاري تر منځ په تفاوت نه دي خبر، د سود په زیان او ګټه نه پوهیږي، حکومتولي ورته جرم ښکاري، جرمي عمل ورته مباح ښکاري، د ځان سره په مینه کولو نه دي اګاه، په دې يې هم سر نه دی خلاص چې ژوند څومره ښکلی دی؟
دا بیچاره ګان د ښوونځي په دروازه نه دي ننوتي، د ښوونځي زنګ يې په غوږونو کې هیڅکله هم انګازې نه دي کړي، د ماضي ، حال او راتلونکي تر منځ په توپیر به د ژوند تر پایه هم پوه نه شي.
خو په یو شي یې سر ډیر خلاص دی، ډیره مینه ورسره لري، هر څه ورته پریږدي، د ټولنې هر ډول زنځیرونه ورته ماتوي، دا ورته د ژوند تر ټولو ستر ارمان ښکاري،محبوب ښکاري، جانان ښکاري، دا محبوب شی کرکټ دی، بیټ دی،بال دی، ویکټې دي او منډې دي، د ولسواکۍ په مفهوم نه دي پوه خو په ډیره مینه د ولس د اتلانو د کرکټ بریا په ډولونو او اتڼونو لمانځي .
دا خلک د کرکټ په قانون پوه دي، ورته درناوی لري، یواځې په کرکټ کې د حاکم پریکړه مني، د حاکم اوټ ته اوټ وايي ناټ اوټ ته ناټ اوټ وايي، دوی ټوله ورځ د اینګلیسۍ ژبې الفاظ او کلیمې کاروي، په دې هم چا پوه کړي دي چې باید د دغې ژبې نه کرکه وکړي او ویونکي یې کافران وبولي.
دوی د ټول ملک د باچا کیسه کې هم نه دي خو د حمید حسن عکس په جیب کې ګرځوي، له دې خبر دي چې نبي عیسی خیل دی، نوروز منګل دی، نور علي ځدراڼ دی، شاه پور لوړ قد او اوږدې څڼې لري، شهزاد د منډو جوړولو په ماشین مشهور دی.
دا له هرڅه ناخبره خلک په دې خبر دي چې د کرکټ لوبه د قوانینو په رڼا کې تر سره کیږي، هره لوبډله یوولس لوبغاړي لري، لوبې یا د پنځوسو اورونو وي او یا هم د شلو اورونو ، په دې خبر دي چې په نړۍ کې د ټیسټ لوبې هم کیږي، وایډ بال پیژني، نو بال هم د کرکټ برخه ګڼي، فري هیټ هم پیژني، بالر، فیلډر، کیپر، بیټسمین، اوپنر، ون ډاون، شپږیزه، څلوریزه،تیزه منډه ، سلو بالر، دایره او بونډرۍ سره بلد دي ، دوی سکور بوک پیژني خو تذکره نه پیژني.
کله چې دغه د کرکټ لوبه زمونږ په کلیوالو دومره اغیزه لري نو بیا ولې دغې لوبې ته جهت نه ورکول کیږي؟ ولې د دولت مشران د دغې لوبې په اهمیت ځان نه خبروي؟
ولې له دې نه دي اګاه چې ولس دومره په ټاکنو کې چې د دوی برخلیک ټاکي برخه نه اخلي خو په میلونونو خلک دغه لوبه په ساعتونو ننداره کوي، اوري او یا هم پرې ځان خبروي؟
ولس له دې نه دی خبر چې اساسي قانون څو فصلونه او څو مادې لري؟ خو همدا ولس په دې خبر دی چې د کرکټ د لوبې قانون 42 مادې او ورسره بندونه لري.
حکومت ولې د دغې لوبې په وزرونو لرو پرتو سیمو ته د عامه پوهاوي پیغامونه نه لیږي؟ ولې د یو والي په رامنځته کیدو کې له دغې ګټورې وسیلې کار نه اخلي؟ د درس او تعلیم پیغام د هغو اتلانو په خوله نه ور رسوي چې دوی يې خبره نه غورځوي.
د واک په ګدۍ ناست مشران ولې د امنیت په راوستلو کې، د سولې په پلي کولو کې، د اقتصاد په بډاینه کې، د مخدره توکو په لمنځه وړلو کې ، د تاو تریخوالي په نابودولو کې، د زده کړې په دودولو کې، د قانون د پوهاوي په عامولو کې، د چاپیریال په ساتنه کې، د ژوند د ارزښت په پوهونه کې، د جنګ نه د ځوانانو د فکر په اړونه کې، د یو مثبت بدلون په رامنځته کونه کې، د فرهنګونو په پوهولو کې، د اړیکو په جوړولو کې،د دنیا سره په راکړه ورکړه کې ، په ګروپي شکل د کار په زده کړه کې ،د کرکټ له لوبې او لوبغاړو کار نه اخلي؟
کیدلای شي دا يې ستر دلیل وي چې د کرکټ بورډ د ادارې په راس کې داسې وړ او مدبر اشخاص نه دي ګمارل شوي چې په دغو ټولو ټکو يې سر خلاص وي او د حکومت مشران په دې قانع کړي چې په افغانستان کې کرکټ یواځې لوبه نه ده بلکې دا د لوبې نه ور اخوا یو داسې د علدین څراغ دی چې په اوسني حالاتو کې ترې ډیر کار اخستل کیدای شي.
له دغې یوې لوبې دومره ډیرې ګټې هغه وخت تر لاسه کیدای شي چې مونږ د کرکټ بورډ په څوکۍ وړ، نخبه، پیاوړی، مشر ولرو چې د هیواد سره مینې ته لومړيتوب ورکړي، د ملک په داخلي او بهرني سیاست او پالیسۍ پوه شي، ټولې چارې پرته له تبعیض نه پرمخ بوځي، په ريښتینې معنی یې لوړې زده کړې کړې وي، د پردیو ملکونو استخباراتي ایجنټان نه وي، د امکاناتو په لاسته راوړلو پوه شي، د امکاناتو د پرځای لګولو وړتیا ولري، د ګران هیواد په درنه توګه استازولي وکولای شي او دغه ټولې پورته ذکر شوې خوبیانې يې په وجود کې وي بیا ممکنه ده او که چیرته زمونږ دولت په ځانګړي ډول ولسمشر دغې ټکو ته پام ونه کړي لرې نه ده چې دغه د خوښۍ یون چې د لوبغاړو په مټو پیل شوی دی خدای مه کړه په ټپه ودریږي.
د افغانستان د ابادۍ او په افغانستان کې د تلپاتې سولې د راتلو په هیله